پوهنتونونه

د بامیان پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د بامیان پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۷۵ لمریز کال کې کېښودل شوه چې هغه مهال یې د کرنې، طب، ساینس او ادبیاتو پوهنځي درلودل. دغه پوهنتون په لومړي سر کې ۶۰۰ محصلین درلودل چې د ۳۰ … نور ولولئ

خواړه

دا څښاک ذهني ستړیا له منځه وړي

ډېری کسانو ته په دې اړه معلومات شته چې کوم ډول څښاک یې د بدن لپاره ګټور او کوم مضر دي، خو کېدای شي ځینې یې بیا په دې لټه کې وي، چې داسې طبيعي څه به هم وي چې په څښلو سره یې انسان د ارامۍ احساس وکړي، ستړیا او خپګان یې له منځه یوسي؟ که تاسو هم له دې ډلې کسانو یاست، نو ښه ده چې پوه شی. داسې غیر الکولي مواد هم … نور ولولئ

ټیکنالوژي

خبر اوسئ؛ انسټاګرام په جعلي او غیر فعال اکونټونو پسې راخیستې

انسټاګرام اعلان کړی چې کارکوونکي یې د هغو اکونټونو پر له منځه وړلو بوخت دي، چې جعلي دي او یا هم له ډېرې مودې را په دېخوا کارول شوي نه دي. انسټاګرام وایي، دا کار یې هغه وخت پیل کړی چې په دې وروستیو کې ډېرو مشهورو کارونکو ورته شکایت وکړ، چې د کتونکو شمېر یې په بې ساري ډول د کمېدو په حال کې دی. دغو کسانو ورته ویلي، ځینې جعلي اکونټونه چې له … نور ولولئ

مخکښان

د نوموتي امپراتور ناپليون بناپارت ښې خبرې

ژباړه: محمد عزيز پردېس حقيقي سړی هغه دی چې په خوارۍ او بدبختۍ کې ځان تباه نکړي. ترټولو لوی خطر د برياليتوب پر وخت رامنځ ته کېږي. اراده لرونکی کس هېڅکله هم د ژوندانه په لوړو او ژورو کې د ناهيلۍ سره نه مخ کېږي. له بريا څخه تر ماتې پورې يوازې یو ګام واټن دی. خلک يې د ماتې له وېرې، بايلي. د يوه لوی هېواد تسخيرول د يوې ښځې د زړه تسخيرولو څخه … نور ولولئ

سیاست

پوځي ګواښ او انټرنیټي برید؛ هند د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وېب پاڼه هیک کړې

د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي پوځ له ځانمرګي برید وروسته د هند صدراعظم نریندرا مودي پاکستان په پوځي برید وګواښه. ګواښ له دې کبله و، چې د ۴۰ هندي پوځیانو په مرګ د تمام شوي دغه برید مسولیت د جیش محمد په نوم سخت دریځې مذهبي او په ترهګرۍ تورنې پاکستاني ډلې پر غاړه واخیست. پوځي ګواښ؛ انټرنیټي برید د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د هند له … نور ولولئ

سیاست

هندوستان د کشمیر د پیښې پاکستانی طراح وواژه

هندي پوځیانو د پاکستان سره کرښې ته څیرمه د جیش ی محمد ډلې مشهور قومندان عبدالرشید غازي نن وواژه. غازي د پاکستان تبعه و، او د جیش محمد ډلې باوري او مهم قومندان و. د هندي رسنیو په وینا؛ عبدالرشید غازي په افغانستان کې د جګړې تجربه، او د پرمختللو چاودیدونکو توکو په جوړښت او سمبالښت کې تحصص درلوده. نوموړی په هندي کشمیر کې د وروستي برید، چې پکې لږ تر لږه ۴۰ هندي نیمه … نور ولولئ

افغانستان

ډاکټر محب؛ د جګړې او مهاجرت د نسل هغه استازی چې د افغانستان رسا غږ شو

کله چې په امریکا کې سفیر او بیا د ملي امنیت سلاکار شو، هم د حکومت منتقدینو او هم نورو سخت نقدونه پرې وکړل. پرحمدالله محب نیوکه وه، چې ځوان، بې تجربې او ان د خپلو دندو پرخلاف د تلویزوني کارتونونو(D 3) په برخه کې زده کړې لري. د داسې قضاوتونو له اوږده دوام وروسته په دې ورځو کې حمدالله محب له ورباندې شویو نیوکو څو چنده ډېر وستایل شو. ستونزمن استازیتوب حمدالله محب له … نور ولولئ

افغانستان

نوې طرحه؛ افغانستان د روباټ جوړونې مرکز جوړوي

افغان حکومت د یوه نوي پلان له مخې غواړي د روبات جوړونې یو مرکز جوړ کړي. د دغه مرکز د جوړولو طرحه د افغانستان د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت چمتو کړې او د وزیرانو شورا غونډې ته یې وړاندې کړې ده. تایید شوې طرحه د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د حکومت اجرایه ریاست، چې هره دوشنبه د وزیرانو شورا د اونیزو غونډو کوربه وي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روباټ جوړونې د … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د مادهوري او عامر خان پخواني فلم (دل) بله برخه جوړیږي

د هندي سینما تکړه او تجربه کار ستوری عامرخان او د پخوانې ښکلې فلم لوبغاړې مادهوري دکشت شریک مشهور فلم (دل) راتلوونکې برخې یا د دغه فلم دویمې برخې د جوړولو لپاره چمتوالی پیل شوی. دا فلم د هغه وخت ډېر لیدونکي لرل او د هماغه وخت مینوالو ته په پام سره فلم جوړونکو داسې پرېکړه کړې چې د دغه فلم بله برخه هم جوړه کړي. په ۹۰مه لسیزه کې د سینما پر پرده دا … نور ولولئ

سپورټ

کرېس ګېل له پنځوس اوریزو لوبو سره مخه ښه کوي !

د کرکټ نړۍ بې رحمه توپ وهونکی او د کرکټ مینوالو د زړونو پاچا لوبغاړی ویسټ انډیزی کرېسټوفر هېنري ګېل ویلي، چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته به له نړیوالو یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړي. کرېس ګېل د ویسټ انډیز لپاره یو ورځنیو لوبو کې دوهم نمبر لوبغاړی دی، چې ډېرې منډې جوړوي، لومړی برېن لارا دی، چې د ویسټ انډیز د کرکټ په تاریخ کې یې تر ټولو زیاتې … نور ولولئ