پوهنتونونه

بلخ پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. بلخ پوهنتون د يو ستر ښوونيز او اکاډميک بنسټ په توګه د ۱۳۶۶ کال د کب په ۳۰مه په مزارشريف ښار کې فعاليت پيل کړ. په پیل کې یې څلور (د انجنیرۍ، ژبو او ادبياتو، اقتصاد او کرنې … نور ولولئ

افغانستان

د ډېرو ژبو په سر سړی؛ د زلمی خلیلزاد ژوند لیک ولولئ

زلمی خلیلزاد هغه افغانی الاصله امریکایي دی، چې له لسیزو راهیسې د افغانستان د سیاست ګڼ لوبغاړي او څارونکي یې له نامه او کارونو سره اشنا دي. دا سړی ان د روس خلاف د افغان جهاد له وخته د افغانستان- امریکا ترمنځ یو پول و. خلیلزاد، چې هغه وخت ځوان و، امریکا ته د ورغلو افغان جهادي مشرانو او د وخت امریکایي ولسمشر ریګن د مجلس ژباړن و. دلته به له خلیلزاد سره لا نور … نور ولولئ

مخکښان

د ایندیرا ګاندي څو ویناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس د هند د پخوانۍ لومړۍ وزيرې او د جواهر لعل نهرو د لور ( اينديرا ګاندي ) لنډې او په زړه پورې ويناوې ـ ستونزې د ژوند يوه برخه ده، ټول ستونزې لري؛ هېوادونه هم. يوازې څه چې په دې برخه کې يې کولی شو، د هغو منل او قبلول دي. ـ موږ بايد خپلو اولادونه ته زړه ورتوب او پر نفس اعتماد وښيو او ورسره مرسته وکړو چې ځانونه د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

دا عادتونه همدا نن پرېږدئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل ډېری خلک په خپل ورځني ژوند کې داسې عادتونه لري، چې له ورانونکو اغېزو څخه یې په بشپړه توګه خبر نه دي. له دې عادتونو څخه ځینې یې نه یوازې جسمي روغتیا، بلکې اروایي روغتیا هم ګواښي. که چېرې د یو روغ او سالم ژوند په لټه کې یاست او غواړئ چې د ټولنې له نورو افرادو سره توپیر ولرئ او په چټکه توګه پرمختګ وکړئ، نو اړتیا لرئ، چې دا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

یوازې توب او بې مینې ژوند؛ څنګه یې له شره خلاص شو؟

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق د ټیکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو له دومره پراختیا سره بیا هم ویل کیږي نیږدې ۵۰ سلنه ځوانان د یوازیتوب او عاطفي بې کسۍ په رنځ اخته دي. دوی ولې له مینې بې برخې دي؟ په دې مطلب کې دا دلایل څېړو او حل لارې یې شریکوو: ایډیاله اړیکه غواړئ د یوازیتوب او بې مینې ژوند یو لوی دلیل دا دی، چې تاسې ایډیاله اړیکه او په تمامه مانا پخپله خوښه … نور ولولئ

سپورټ

د مجیب دمه نشته؛ د انګلستان په سوداګریز لیګ کې واخیستل شو

ځوان توپ اچوونکی مجیب ځدران چې تازه د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ بېګ باش څخه هندوستان ته ستون شوی او هلته یې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره په بنګلور ښار کې تمرینات پیل کړي، پرون پرې د انګلستان بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو زیری وشو. تېر کال مجیب ځدران په همدغه لیګ کې له همپشایر لوبډلې سره لوبېدلی و، چې توپ اچونه یې خورا ښه او مثبته وه. د انګلستان وېټلېټي بلاسټ سیالیوکې … نور ولولئ

سپورټ

IPL کې میډن اورونه: دغو لوبغاړو پرته له منډې ورکولو اورونه ویستلي

په شل اوریزو لوبو کې د اوور میډن کول، سخت دي، خصوصاً بیا په سوداګریزو لیګونو کې. ځکه ټول پياوړي لوبغاړي وي، هر لوبغاړی هڅه کوي چې په هر بال باندې ډیرې منډې واخلي. نن د مشهور شل اوریز سوداګریز لیګ (IPL) کې هغه توپ اچوونکي درپيژنو چې یې پرته له منډې ورکولو یې اورونه ویستلي دي: پراوین کومار پراوین کومار د آې پي ایل لوبو په ټولو پړاوونوکې تر دې دمه ۱۴ اورونه مېډن … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان سوپر لیګ پیلیږي؛ یوازې دوه افغان لوبغاړي به په کې وي

د پاکستان د کورني کرکټ (PSL) یا پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزه سیالیو څلورم پړاو لوبې روانه اونۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي.  د پاکستان کرکټ بورډ د سوپر لیګ رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې څلورم پړاو دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د ۶ لوبډلو په ګډون د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال سټیډیوم کې پیلیدونکې دي، چې ورته اوس مهال چمتوالی روان دی. د … نور ولولئ

خواړه

ولې له ډېر زحمت وروسته بیا هم وزن نه شئ کمولی؟

ولې له غذایي رژیم او ورزشي تمرینونو سره سره لا هم په دې نه یې توانېدلي چې وزن کم کړې، بلکې ورځ تر بلې مو وزن زیاتېږي. روغتیاپالان وایي، پر ټولو هڅو سربېره څو نور اړین ټکي هم شته چې د اضافي وزن په کمولو کې در سره مرسته کولی شي: ۱- له خوبه محروم یاست د (ګالوپ) د نظر پوښتنې پر بنسټ، ۴۰ سلنه خلک هره شپه تر ۷ ساعتونو کم خوب کوي. که … نور ولولئ

اقتصاد

د یوټیوب مخکښ چینلونه په میلیونونو ډالرو پلورل کېږي

د یوټیوب هغه چینلونه چې ډېر لیدونکي او څارونکي لري، نن سبا یې د پېر او پلور بیه میلیونونو ډالرو ته رسېدلې ده. همدا څه موده وړاندې، له سلو مخکښو یوټیوب چینلونونو څخه یو یې په څو میلیون ډالره وپلورل شو. دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو د لوړې بیې معامله وه. هغه کسان چې د یوټیوب چینلونه یې زیات څارونکي لري، وایي، کېدای شي دغه څه ورځ تر بلې د ارزښت وړ … نور ولولئ