مخکښان

د سولې مشال ؛ پاچا خان – تواب غورځنګ

د تواب غورځنګ لیکنه د عدم تشدد د لارې ستر لاروی، خان عبد الغفار خان چې په پاچاخان مشهور دی، د اتمانزو د یوه لوی مشر بهرام خان کره، پر ۱۸۹۰ میلادي کال د پېښور د هشنغرۍ د اتمانزو کلي کې وزیږیده. لومړنۍ زده کړې یې په کلیوالي ښوونځیو او پاتې زده کړې یې په علیګړ کې سرته ورسولې. نوموړي پر ۱۹۱۲ کال د مبارزې عملي ډګر ته راغی. هغه وخت چې پاچا خان د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

بې اولادي او د سپرمو ستونزه؛ د حل لپاره یې دا شیان وخورئ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش په افغاني ټولنه کې د جنسي ستونزو نه معلومول یوه عامه ستونزه ده. ډېری نارینه په جنسي لحاظ فعال وي، خو د سپرمو ستونزه یې د بې اولادۍ وجه وي. دوی د خپلې درملنې پرځای خپلې مېرمنې ملامتوي، بنې پرې راولي او فکر کوي چې دا یې حل لاره ده. ډېر داسې خلک به مو لیدلي وي، چې له څو ودونو سره بیاهم بې اولاده پاتې دي. ډاکټر ته د … نور ولولئ

افغانستان

خال پېژندنه؛ پر وجود طبیعي خالونه څه ماناوې لري؟

ژباړه او زباتونه: بشر دروېش پښتانه خط و خال دومره مهم ګڼي، چې سخت دریځه مذهبیان یې حتا د مینې اړونده شاعري د خط و خال شاعري یادوي. خالونه یې ټول د مخ خالونه د زنې خال یې مرور پخلا کوینه د پښتو ولسي شاعري هم د خال په اړه پریمانه ستاینې، ګیلې او نورې خبرې لري. یوازې موږ نه؛ چینایان او هندیان یا کیدای شي ووایو په ټوله اسیا کې خال د ښایست یو … نور ولولئ

سپورټ

افریقايي لوبغاړي ته د سرفراز خبرې ښايي بده پایله ولري

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد ته د سهیلي افریقا خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې خپله ژبه بلا شوه. سرفراز احمد په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې د سهیلي افریقا ځوان لوبغاړي ته هغه مهال بدې ردې وویلې، چې کله افریقایي لوبغاړي د پاکستان هدف پوره کاوه. په دغې لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، پاکستانۍ لوبدلې په ۴۵ اعشاریه ۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۳ منډې … نور ولولئ

کلتور او هنر

پرینکا خپل سپي ته په ۳.۷ میلونه هندۍ روپۍ جاکټ اخیستی

د هندي سینما مشهورې ستورې پرینکا چوپړا خپل سپي (ډیانا چوپړا) ته یو ژمنی جاکټ په ۵۱،۶۵۴ امریکايي ډالر اخیستي، چې څه کم ۳.۷ میلونه هندي روپۍ کیږي. پرینکا چوپړا تېر ډیسمبر د خپل ملګري، امریکايي سندرغاړي نیک جونز سره واده وکړ. اوس يې سینمايي کارونه او ټلویزوني خپرونې د لنډې مودې لپاره پریښي، او د خپل خاوند سره له چکر وروسته په لاس انجلس کې ده. نوموړې تازه په خپل انستګرام د خپل سپي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پلرونه باید اولادونو ته دا جملې ونه وايي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د پلار خبرې په اولادونو باندې ډېر زیات اغېز کوي، له دې امله، له خپلو خبرو سره ډېر پام کوئ. ځینې جملې د اولادونو لپاره، له زهرو څخه هم بدې دي، چې هېڅکله یې باید ستاسو له خولې څخه ونه اوري. که غواړئ پوه شئ، چې دا جملې کومې دي، نو لاندې لیکنه په غور سره ولولئ. ما زوی/ لور غوښته اولادونه هغه څه ته ډېر زیات ارزښت ورکوي، کوم چې … نور ولولئ

ادبیات

څو لیک نښې؛ دلته یې زده کړئ

لیکنه: ګلستان تمیم ددې لپاره چې له یوې لیکنې مو بشپړه ګټه پورته کړې وي نو اړینه ده چې په لیک نښو ځان پوه کړو. ځینې وایي چې لیک نښې د لیک د لوستلو پر مهال دومره ضروري دي لکه د قرآنکریم په لوستلو کې چې د (تجوید) علم ضرور وي، نو زه هم غواړم چې دغه نښې په لنډ ډول ولیکم. 1 ـ ټکی یا نقطه (.) دا نښه د بشپړې جملې په پای … نور ولولئ

سیاست

له سماواره تر صدارته؛ مودي یو وخت له انسانانو په ځنګل کې پټېده

د هندوستان لومړي وزیر نریندار مودي په اړه ویل کیږي، چې چای پلورونکی (سماوارچي) و، او د بي جي پي سره له یو ځای کیدو وروسته سیاسي ډګر ته راووت. نوموړي په یوه تازه مرکه کې د خپل ژوند له ځینو لوړو ژورو پرده پورته کړې. دده د ماشومتوب په اړه ویل کیږي، چې له کور څخه ددې له امله تښتیدلې و، چې پلار يې ورته دده له رضایت پرته واده کړی و. ښاغلی مودي … نور ولولئ