د ۲۰۱۹ کال په IPL کې لومړی هیټرېک

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د آې پي ایل ۱۳ مه لوبه د لومړي هېټرېک شاهده وه، دا لوبه د ډیلي کپېټلز او کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
پچه ډیلي وګټله او د توپ وهنې بلنه یې پنجاب ته ورکړه؛ پنجاب لوبډلې په ټولو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ منډې وکړې.
ډیلي لوبډلې د لوبې تر اوولسم اوور پورې لوبه په لاس کې لرله.
اتلسم اوور او د ډیلي لوبډلې زوال

له لومړي سره تر اوولسم اوور پورې لوبه ۸۰ سلنه د ډیلي لوبډلې په لاس کې وه؛ داسې وخت راغی چې په ۱۸ توپونو ډیلي لوبډلې ته ۲۳ منډې پاتې وې او ۶ وېکټې یې درلودلې.
اتلسم اوور د انګلستان کیڼ لاسي شل کلن الراونډر سام کورن ترسره کړ، په دغه اوور کې هغه یواځې درې منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته؛ افریقایي خطرناک توپ وهونکی کولېن اېنګرام یې په کېچ سره په وروستي بال بهر کړ.
په نولسم اوورکې محمدشمي ترسره کړ، په ۱۲ توپونو شل منډې پاتې وې، چې هغه رېشاب پنټ بولډ کړ، بیا کرېس مورېس د اشوېن له خوا په ډایرېکټ هېټ رن اوټ شو او په وروستي توپ بیا هنوما وېهاري د شمي له خوا بولډ شو.
وروستي اوور ته ۱۵ منډې پاتې وې او سام کورن په لومړي توپ کګېسو رباډا بولډ اوټ کړ او په دوهم توپ یې بیا سندیپ لامېچانی کلین بولډ کړ او په دې ډول یې د تېر اوور د وروستي توپ په وېکټ سره د نوي اوور د دوو لومړیو توپونو په وېکټو سره هېټرېک وکړ او ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې یې لومړی هېټرېک ثبت کړ.
پنجاب په ۱۴ منډو ډیلي لوبډلې ته ماته ورکړه او د نومرو په جدول کې یې دوهم ځای ونیو.

سام کورن د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ هغه په ۲ اعشاریه ۲ اورونو کې ۴ وېکټې واخېستې او ۱۱ منډې یې ورکړې.
سام کورن په ۲۰۱۹ کال کې لومړی لوبغاړی شو، چې هېټرېک کوي او په ټول آې پي ایل کې شپاړسم لوبغاړی شو، چې هېټرېک ترسره کوي.