افغانستان په پرله پسې ماتو کې د زِمبابوې ریکارډ مات کړ

افغان لوبډلې او لوبغاړو چې په تېر کې یې مثبت ریکارډونه جوړ کړي وو، اوس دا نړیوال جام د افغانستان لپاره ښه نه دی.
د مورګن ۱۷ شپږیزې، د انګلستان ۲۵ شپږیزې، ۳۹۷ منډې، او د مورګن ۱۴۸ منډې جوړول پر افغانستان د یوې لوبډلې ریکارډونه دي، چې په روان نړیوال جام کې جوړ شول.
د محمد شمي له خوا په وروستي اوور کې د هېټرېک ترسره کول بل ریکارډ و، چې د هند له خوا پر افغانستان جوړ شو.
د شاهین افریدي له خوا د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې ۴ وېکټې اخېستل پر افغانستان د پاکستاني شل کلن بالر ریکارډ شو.
د نیوزیلېنډي توپ وهنې الراونډر جیمي نېشم له خوا له افغان لوبډلې د پنځه وېکټو اخېستل د هغه لپاره د نړیوال جام بیسټ یا غوره توپ اچونه وه.
د افریقا او نیوزیلېنډ له خوا په نهه وېکټو لوبه ګټل د نړیوال جام نور ریکارډونه دي.
د دې ریکارډونو سربېره یو بل منفي ریکارډ چې افغان لوبډلې تر لاسه کړ، هغه په نړیوال جام  کې سر پر سر د اته لوبو بایلل دي.

تر اوسه په نړۍ کې یوه لوبډله هم داسې نه وه، چې هغې دې اته لوبې په پر له پسې ډول بایللي وي.
افغان لوبډلې د ډېرو لوبو په بایللو سره د زِمبابوې د نړیوال جام د بایللو لوبو ریکارډ مات کړ او زِمبابوې په دې ریکارډ کې اوس دوهم شوه.
زِمبابوې په ۲۰۱۵ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام کې ۷ لوبې په پر له پسې ډول بایللې وې.
افغان لوبډله د پنجشنبې په ورځ ماسپښين دوه بجې د جولای په ۴ مه نېټه خپله د نړیوال جام وروستۍ لوبه له ویسټ انډیز سره ترسره کوي؛ ډېر احتمال شته چې افغان لوبډله نهمه ماته هم وخوري.
افغان لوبډله په نړیوال پنځوس اوریز جام کې تر اوسه په وروستي ځای کې ده او مخ په بره یې حرکت نه دی کړی.
که افغان لوبډله د جدول وروستي ځای سره له نړیوال جام بهر شي دا به د دې لوبډلې یو بل منفي ریکارډ وي.