ایران وايي له افغان طالبانو سره یې خبرې کړې دي
یو لوړپوړي ایراني چارواکي د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې له افغان طالبانو سره یې کتلي دي. د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني دا خبره کابل ته د سفر پر مهال کړې. ایراني رسنیو د شامخاني له خولې ویلي” افغان حکومت یې له طالبانو سره له ارتباطاتو او خبرو خبر کړی او دا پروسه به دوام وکړي.“ په دې اړه چې دا خبرې چیرې شوي، جزییات نه دي ورکړل شوي. … نور ولولئ