ټولنیز ژوند

د ورزشي سیالیو د نندارې پر وخت دا شیان خورئ

د ورزشي سیالیو ننداره افغان ځوانان او ځینې عمر خوړلي اکثره د تلویزون په وسیله کوي. کرکټ، فوټبال، فري فایټ او ځینې نورې لوبې په افغانستان او له افغانستانه د باندې د افغانانو لخوا زیات ننداره کیږي. د دغو لوبو ننداره ، هغه هم د تلویزون پر وخت یوازې خوند نه کوي. په ښاري او له سرګردانۍ نه ډک ژوند کې د همداسې سیالیو ننداره ډېر وخت پلمه کیږي، چې ځوانان او پخواني یاران په … نور ولولئ

سفر

سفر پروخت دا امادګۍ درته ضروري دي

ژباړه: بشر دروېش که غواړئ د سفر پر وخت ښایسته او منظم اوسئ، ځینې ټکي باید خامخا په پام کې ونیسئ. دا ټکي مو له کوره لیرې هم هغسې منظم او نورمال ساتي، لکه په کور او عادي حالت کې چې وئ: مناسب بوټان باید ولرئ سفر نه مخکې باید د سفر هدف او کیفیت ته په پام سره مناسب بوټان یا څپلۍ ځان ته چمتو کړئ. د رنګ په اړه یې خپل ذوق ته … نور ولولئ

سپورټ

په IPL کې به افغان لوبغاړي د غوره بالر او بیټسمین نښې (خولۍ) پرسر کړي؟!

دا چې نن د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه د آې پي ایل بولي ترسره کېږي، پکې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب الرحمن ځدران له وړاندې اخېستل شوي دي؛ خو نن به اته نور افغان لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي. په دغو لوبغاړو کې شهزاد محمدي، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواری، دولت ځدران حضرت الله ځاځی او نور لوبغاړي شامل دي. راشدخان په ۲۰۱۷ م کال کې ښه توپ اچونه وکړه، … نور ولولئ

سپورټ

هند د اسټرالیا خلاف د بریا چانس له لاسه ورکړ !

 په اسټرالیا کې د کوربه اسټرالیا او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو د پیل شوې لړۍ په لمړۍ لوبه کې هندوستان، خو په دویمه سیالۍ کې کوربه اسټرالیا لوبډلې د ۱۴۶ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه.  په سیالۍ کې اسټرالیا په لمړۍ توپ وهنې ۳۲۶ او په دویمه پاڼۍ کې ۲۴۳ منډې جوړې کړې، چې په ځوابیه لوبه کې هندوستان د ویرات کوهلي د سلیزې ۱۲۳ منډو سره سره … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیوال جام ټرافي هند ته رسیدلې !

 د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ټرافي یا کپ هندوستان ته رسیدلی دی.  د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې له مخې د نړیوال جام سیالیو ټرافي یا کپ به د سیالیو د پیل وړاندې لمړی د نړۍ د ۵ براعظمونو په ۲۱ هېوادونو په ۶۰ ښارونو کې وګرځوي، چې په لمړیو کې د افغانستان نوم له دغه لیست څخه د امنیتي ستونزو له کبله بهر شوی و، خو د افغانستان … نور ولولئ

خواړه

هغه څه چې د حافظې د پياوړو کولو لپاره یې کولی شئ

لیکنه: حامد مشواڼی ډيری زده کونکي او محصلين شکايت کوي چې درسونه يې په سمه توګه نه زده کېږي، څو څو ځله يو مطلب لولي خو په ذهن کې يې نه کېني. يا هم کله چې يوه صفحه ولولي ياد يې شي خو وروسته يې په ذهن کې هېڅ هم نه وي. د دې ډول محصلينو اساسي ستونزه د حافظې ګډوډۍ ده. د دې لپاره چې درسونه مو په سمه توګه زده شي او حافظه … نور ولولئ

سپورټ

کلکته کوم افغان لوبغاړی غواړي؟

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمر ليګ لپاره نن بولۍ ترسره کيږي،او ۸ افغان لوبغاړي ورته شارټ ليست سوي دي. شهزادمحمدي، قيس احمد، شفيق الله شفق، ګلبدين نايب، ظاهرخان، حضرت الله ځاځی، کريم جنت او سيدشيرزاد هغه لوبغاړي دي چي شايد د بیلابيلو لوبډلو له لوري به واخيستل سي. د باليووډ باچا شاهرخ خان هم د کلکتې لوبډلې خاوند دی. کلکته نايټ رايډرز لوبډلي چي دوه ځلي يې ددې ټورنمينټ اتلولي ګټلې د راتلونکي پړاو … نور ولولئ

اقتصاد

زموږ پولي واحد؛ زموږ ملي هويت او اقتصادي ګټه ده

د عایشه نیازۍ لیکنه که د نړۍ د هر هېواد او ملت تاريخ په غور او دقت سره مطالعه شي، نو ليدل کېږي چې د هغه هېواد وګړي يو شمېر خاص او ځانګړي ملي ارزښتونه لري. دا ارزښتونه د هغه هېواد په اساسي قانون کې يې هم تعريف شوي وي او ټولو ته د منلو وړ وي. يو هېواد همدې ملي ارزښتونو، لکه : ګډه کرنسي( پولي واحد)، ملي سرود، ملي بيرغ، ملي جامه، ملي … نور ولولئ

سپورټ

((ویرات کولي د نړۍ بد اخلاقه لوبغاړی دی))

ویرات کولي چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی او اوس په اسټرالیاکې په لوبو بوخت دی، ۳۰ کاله عمر لري، نوموړی وخت نا وخت د ځېنو خلکو له توند غبرګون سره مخ کېږي، ویرات کولي د خپلې رویې او سلوک په وجه ځېنې وختونه له سختو نیوکو سره مخ وي. ویرات کولي داسې یو شخصیت لري، چې زیاتره خلک وایي هغه ازاد فکر نه لري او تل مغروره حالت کې وي. اوس د خپل سلوک … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له دې ډول خلکو سره اړيکه مه جوړوئ

ژباړه: عمران لمر زمونږ په ژوند کې تل فشار زېږوونکې عوامل شته دي؛ د دې لپاره چې ډېر کار وکړو؛ نو بايد خطرناک او فشار زېږوونکي خلک له خپل ژونده وباسو. په لومړيتوبونو تمرکز او له دې ډول خلکو خلاصون زمونږ د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دي؛ خو له هر څه مخکې بايد دا ډول خلک وپېژنو: ۱- ځان غوښتونکي خلک ځينې وختونه غرور يوه اخلاقي ښېګڼه ګڼل کېږي؛ مګر کبرجن اوسېدل يعنې دا چې … نور ولولئ