سپورټ

په نړۍ کې شل اوریزې لوبې او مخکښ هیوادونه یې

شل اوریزې لوبې د ټي ټوېنټي په نامه هم یادېږي، دې لوبو په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې انقلاب یا بدلون رامنځته کړ. شل اوریزې لوبې په ۲۰۰۳ م کال کې د انګلستان کرکټ بورډ له خوا تاسیس شوې، دې لوبو د منډو جوړولو، د توپ وهونکو په چټک کولو کې او نوو ننداره کوونکو او مینه والو په جذبولو کې یې خورا رغوونکی رول ولوباوه. شل اوریزو، پنځوس اوریزو او ټېسټ لوبو اُصول … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د وخت په مدیریت کولو کي ۱۰ معمولي تېروتني

ژباړه: نوراحمد فضلي آیا تاسي خپل وخت په ښه ډول مدیریت کوئ؟ که تاسي هم د اکثرو کسانو په شان یاست، نو ستاسي ځواب کاملاً مثبت نه دئ! ستاسي د کار حجم تر حد زیات دئ او اړ یاست چي د کارونو د پرله پسې کولو له پاره تر ناوخته کار وکړئ. یا شاید هره ورځ ستاسي له پاره یوه له بحرانه ډکه ورځ وي او ستاسي دا حالت ددې سبب کېږي چي تاسي فشار … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښايي دا ۵۵ خبرې د ارواپوهنې د ۵۵ کتابونو د مطالعې په څیر ارزښت ولري

ژباړه: مریم محمدي ۱- لږ تر لږه په کال کې یو ځل د لمر راختلو ننداره وکړئ. ۲- د سبا لپاره نوی پلان جوړ کړئ، کارونه به مو ښه پایله ولري. ۳- د مننې کلمه ډېر وکاروئ. ۴- په دې ځان پوه کړئ چې کله باید چوپتیا «سکون» غوره کړئ. ۵- احمقانه رفتار مه کوئ. ۶- د هرې خوښۍ لپاره کوچنی جشن ونیسئ. ۷- هغه څیزونه یا سامانونه چې ځوانان یې پلورې، هغه واخلئ. ۸- … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مثبت فکر د برياليتوب کلي ده

ژباړه: محمد عزيز پردېس مثبت فکر له ځان سره سوله، ارامښت، برياليتوب، په اړيکو کې ښه والی او جسمي سلامتيا راولي. د مثبت فکر په مرسته به مو ورځې په برياليتوب سره پای مومي او روښانه راتلونکې به مو په انتظار وي. مثبت فکر هرڅوک لرلی شي. مثبت فکره انسانان تل خوښ او د ژوند په ډېری برخو کې بريالي وي. که غواړئ د ژوند ستونزې او جنجالونه مو مخه ډب نه کړي، نو اسانه … نور ولولئ

ژوند بڼه

که خاوند مو تل دا ۶ خبرې کوي، نو د واده اړیکه مو له ګواښ سره مخ ده

ژباړه: عطا محمد میاخېل منفي جملې په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، هغه ګډ ژوند، چې کلونه کلونه یې دوام درلوده، ویجاړ کړي. که چېرې ستاسو او د خاوند ترمنځ مو اړیکه او درنښت کمزوری شوی وي، نو په ګډ ژوند کې مو یو شمېر ستونزې را منځته شوې دي. د یوه ټینګ، همېشني او خوشاله ګډ ژوند د لرلو لپاره، باید ستاسو ترمنځ درې څیزونه تل پاتې وي: د خبرو اترو اړیکه، متقابل درنښت … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

لس ناسم کارونه چې بايد همدا اوس يې پرېږدئ

ژباړه: عمران لمر زه له تاسې غواړم چې يو څو شېبې تم شئ او ټول هغه وخت او پيسو ته فکر وکړئ چې په داسې شيانو مو لګولي چې ستاسې لپاره يې هيڅ ګټه نه درلوده. که له خپل ځان سره رښتيني يئ؛ نو خامخا به ځان ته حيران شئ چې د لنډ مهالي او د لږ وخت خوند لپاره مو څومره وخت ضايع کړی دی او پرته له دې چې له مهمو کارونو يې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د برياليو انسانانو د تفکر ۳ کړنلارې

ژباړه: محمد عزيز پردېس هرڅه ستاسو د فکر څخه سرچينه اخلي. دا ستاسو اعتقادي سيستم او د تفکر طرز او کړنلاره مو ده چې ننني ژوند ته مو بڼه ورکوي. که ژوند مو متوسط الحاله وي، دا د هغو پرېکړو پايله ده چې تاسو نيولي دي او کوم تصميمونه مو چې نيولي دي، ستاسو د فکر او باورونو د طرز څخه سرچينه اخلي. په پايله کې که غواړئ چې برياليتوب ته ورسېږئ، بايد لومړی مو … نور ولولئ

سپورټ

د معلولینو افغان لوبډله نن د هندۍ لوبډلې خلاف د ۵ لوبو لړۍ پیلوي !

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د هندوستان ممبيي ته د یو شمیر سیالیو د ترسره کیدو په موخه په سفر تللې، چې نن یې د ۵  لوبو د لړۍ لمړۍ پیل کیږي.  د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د روانې ډیسمبر میاشتې له ۹ مې نېټې څخه تر ۱۷ پورې د خپلې سیالېهندۍ معلولینو کرکټ ملي لوبډلې خلاف په درې ۲۰ اوریزه او دوه ۵۰ اوریزه سیالیو کې ولوبیږي. د کرکټ بورډ په وینا د افغان لوبډلې دغه سیالیو … نور ولولئ

سپورټ

افغان لوبډله د ایمیرجینګ کپ سیالیو څخه بهر شوه !

د کرکټ اسیایي شورا یا (ACC) لخوا د ایمرجینګ یا ځوان غوړیدونکو لوبغاړو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال  سیالیو کې د افغان لوبډلې ګډون په دوه مسلسل ماتو سره پیل شو، چې له امله افغان لوبډله د دغه جام سیالیو څخه بهر شوه.  افغان ایمیرجینګ لوبډلې په لمړۍ لوبه کې هندوستان او ورپسې دویمې سیالۍ کې د سریلنکا خلاف ماتې وخوړه، خو د عمان لوبډلې خلاف به سبا د ډیسمبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

که په خوب کې مو له خولې اوبه ځي دا یې حل لارې دي

ژباړه: بشر دروېش د خوب پر وخت به یا ستاسې یا د کورنۍ غړو او دوستانو له خولې مو ترخې اوبه ځي، خو په دلیل او حل لارو یې ممکن ونه پوهیږئ. دلته د دغې ستونزې په لاملونو او حل لارو خبرې کوو. ولې مو له خولې ترخې اوبه ځي؟ د خوب پروخت معمول ده، چې د وجود غړي یا عضلات مو په غیر ارادي ډول ځينې غبرګونونه ښيي یا فعالیتونه کوي. له خولې څخه … نور ولولئ