په زړه پورې

سږ کال بیا افغان پاسپورټ تر ټولو وروستی او د اماراتو لومړی دی

د نړۍ د پاسپورټونو د درجه بندۍ ( پاسپورټ اینډیکس) نړیوال سازمان سږ کال بیا په ټوله نړۍ کې د اسانه سفر پر بنسټ د نړۍ د هېوادونو پاسپورټونه درجه بندي کړې دي. په دې درجه بندۍ کې د هیوادونو د پاسپورټونو درجه بندي پر دې بنسټ شوې چې څومره هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي. د نړۍ د ټولو هیوادونو پاسپورټونه له لومړۍ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د یوه فوق العاده ژوند لرلو په موخه دې ۸ څیزونو ته اړتیا نه لرئ

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي دا طبیعي خبره ده چي موږ ټول همېشه ددې غوښتونکي یوو چي ښه تر سو، ډېر ولرو او ډېر کارونه وکړو. خو د ژوند په لاره کي موږ دا هېروو چي د خوشحاله اوسېدو له پاره چي چشي ته موږ اړتیا لرو هماغه څه دي چي مخامخ زموږ پر وړاندي پراته دي. موږ د کامیابۍ په تلاش کي هېروو چي ځانو ته ووایو چي بس یوو، کافی یوو او همدا … نور ولولئ

کلتور او هنر

د تامیل فلمونو اداکارې ریا میکا ځان وواژه !

د هندوستانۍ سېنما د فلم یوې ستورې په خپله غاړه کې په رسۍ اچولو سره خپل ژوند ته د پای ټی کېښود. هندوستانۍ رسنۍ وایي، د تامیل فلمونو مشهوره اداکارې ریامیکا ځان زندۍ کړی او مړه شوې. د رپوټونه له مخې، ریامیکا ۲۶ کلنه وه او په داسې حال کې یې جسد موندل شوی چې رسۍ یې له غاړې تاو وه، خو دا چې د جسد سره یې کوم خط نه دی موندل شوی تر … نور ولولئ

رسنۍ

د ټېنډولکر لور خپل ورور ته؛ خدای خبر دا قد به دې له کومه کړی وي

د هندۍ کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړي سچېن ټېنډولکر لور سارا ټېنډولکر د خپل ورور ارجون ټېنډلکر په قد ویاړي او ناز پرې کوي. سارا ټېنډولکر د خپل ورور ارجون ټېنډولکر یو انځور په انسټګرام خپور کړی دی. په انځورکې ټېنډولکر، د هغه مېرمن انجلي، لور یې سارا او ارجون څلور واړه ولاړ دي؛ خو د ټېنډولکر د زوی قد له خپلې مور، پلار او خور څخه لوړ دی. د سچېن ټېنډولکر د زوی لوړ قد … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پیغامونو کې دا جملې مه کاروئ

ژباړه: بشر دروېش پیغام استول اوس په شخصي او رسمي ژوند کې یوه عامه موضوع ده. د نړۍ یوه لویه برخه خلک د خپلو موبایلونو، ایمیلیونو او ټولنیزو شبکو له لارې خپلو دوستانو او رسمي همکارانو سره د پیغامونو په وسیله شخصي او رسمي موضوعات شریکوي. دلته هغه جملې درسره شریکوو چې په پیغامونو کې باید ونه کارول شي: د زیات بحث وړ خبرې مه لیکئ ځینې خبرې داسې وي، چې زیات بحث ته اړتیا … نور ولولئ

اقتصاد

دښمن لرل دا ګټې لري

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش په دې مطلب کې له دښمن لرلو هدف زموږ او ستاسې دودیزې دښمنۍ نه دي، چې تمرکز یې پر یو بل وژلو دی. د بهرنیانو هدف په ژوند کې له دښمن لرلو تر ډېره د سیال، بدخواهانو او ضد بازانو څخه وي. له دې یادونې وروسته د هغو دښمنانو د لرلو په ګټو درسره وغږیږو، چی بهرنیان یې دښمن او موږ یې سیالان- شریکان، تربوران او ورته نور ګڼو. اوس … نور ولولئ

اقتصاد

ورځنی پلان مو داسې جوړ کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس بريالي کسان په دې پوهېږي چې بايد هره ورځ يې ګټوره او له کارونو څخه ډکه وي، په همدې دلیل هڅه کوي چې څومره ممکن وي؛ له هرې ورځې څخه ډېره ګټه واخلي. هغه ابزار چې دوی يې خپل ځان ته د انګېزې ورکولو لپاره کاروي، ورځينۍ برنامه ده. کله چې عادت وکړئ چې د هرې ورځې لپاره برنامه ولرئ، په خپلو کارونو به مو تمرکز ډېر وي او خپل لومړيتوبونه … نور ولولئ

سپورټ

د هندوستان په چینای سیمه کې د افغان لوبغاړو تمرینات

افغان لوبغاړي چې د نومبر په میاشت کې له افغانستان څخه هندوستان ته تللي هلته یې د لس ورځو راهیسي خپل تمرینات جاري ساتلي دي. د نومبر میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د هندوستان چینای سیمې ته یې شا او خوا ۴۷ ځوان او د ملي لوبډلې برحاله لوبغاړي استولي او هلته به تمرینات وکړي، چې ځېنې لوبغاړي به بیا د اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو کې د لوبېدو په پار سریلانکا … نور ولولئ

کلتور او هنر

مزاحیه فلمي ستوری راجپال یادوو دري میاشتې بندي شو !

د هندۍ سېنما مشهور مزاحیه ستوری راجپال یادوو په درې میاشتني بند سزا باندې محکوم شوی. هندوستانۍ رسنۍ وایې، راجپال یادوو د پور د نه ورکولو په جرم د هندوستانۍ محکمې لخوا په دغه دري میاشتني قید باندې محکوم شوی. د فلم (بهول بهلیان، هنګامه او چهپ چهپ کې) د ښې مزاحیه کارکردګۍ له امله ډیر مشهور شوی. د رپوټ له مخې، د ډيلي سترې محکمې تېره ورځ خپله پرېکړه واوروله او د راجپاله د … نور ولولئ

کورنی ژوند

د مور و پلار اختلافونه پر اولاد دا بدې اغېزې لري

ژباړه: بشر دروېش پښتو متل دی، چې خټکی له خټکي رنګ اخلي. ستاسې اولادونه هم ستاسې یانې خپل مور پلاره رنګ اخلي. د دوی نيک اوبد خویونه ټول په طبیعي ډول ورته انتقالیږي او هماغه ډول شخصیتونه ورڅخه جوړیږي. په کورني ژوند کې د ژوند د ملګري او ملګرې ترمنځ اختلافونه هم طبیعي ده، چې حتماً لږ یا ډېر موجود وي. دلته د دغو اختلافونو هغه منفي اغېزې یادوو، چې اولادونه د خپل مور وپلار … نور ولولئ