سپورټ

پښتون لوبډله د ‍۱۰ اوریزه سیالیو پای لوبې ته ورسیده !

 د کرکټ په ۱۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو څخه پښتون ټیم د لمړۍ لوبډلې په توګه دویم پړاو پای لوبې ته ورسیده. د دغه سیالیو پای لوبې ته د رسیدو په موخه پښتون لوبډله د نورترن ویریرز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ وه، چې پښتون لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د پاکستاني شاهد افریدي د ۵۹ او افغان شفیق الله شفق د ۲۲ زیاتو منډو جوړولو سره د لوبې په … نور ولولئ

سپورټ

په کرکټ کې جالب نوښت؛ د سلو توپونو په لوبه کې، یو اور لس توپونه شول

د انګلستان کرکټ بورډ غواړي چې په ۲۰۲۰ م کال کې د سل توپونو کرکټ لوبې یوه نوې بڼه ایجاد کړي. دا سیالۍ به د انګلستان په یوه ښار کې ترسره شي، چې پکې د سل توپونو لوبه مخته وړل کېږي. دا طرحه د انګلستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې وړاندې کړې وه. اوس یو ځل بیا د چهارشنبې په ورځ د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې هره لوبډله کولای … نور ولولئ

سپورټ

د پښتون لوبډلې لپاره د شفیق الله شفق بیټ ګرم شوی !

 په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو په روان بهیر کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه سیالیو سپیشلیسټ لوبغاړی شفیق الله شفق د پښتون لوبډلې سره ملګری شو، چې د نوموړي په مسلسل ښې لوبې سره د دغه لوبډلې کار هم جوړ شوی دی.  شفیق الله شفق د پښتون لوبډلې سره د لمړي ځل لپاره د ویکټ کیپر توپ وهونکي په توګه یو ځای شو، چې د پیل … نور ولولئ

په زړه پورې

بدمرغه پېړۍ ده؛ نړۍ له ۶۰سلنه ژویو پکې محرومه شوې

د ژویو یا حیواناتو لپاره یوازې افغانستان او جګړه یې په تېرو لسیزو کې خطرناک نه وو. یوه نوې څېړنه څرګندوي، چې په تېره نېمه پېړۍ کې د ټولې نړۍ په کچه د ژویو ۶۰ سلنه له منځه تللې ده. د څېړنې جزیات یاده څېړنه د طبیعت نړیوال صندوق کړې او پایلې یې تازه خپاره کړي دي. دغه صندوق په هرو دوو کلونو کې یو ځل د طبیعت د نورو برخو ترڅنګ د ژویو وضعیت … نور ولولئ

په زړه پورې

جاپان د چورت وهلو خونې جوړوي

چورت وهلو ته په افغانستان کې معمولاً خلک په ښه سترګه نه ګوري. په کورنیو کې هغه اولادونه رټل کیږي، چې کله چورت وهي. داسې هم كیږي، چې ځينې خلک چورت وهونکي ریشخندوي یا یې رواني او عصبي ناروغان ګڼي. د چورت وهلو شدت ممکن له دغو ناروغیو سره تړاو ولري، خو واقعیت دا دی چې چورت وهل له اندیښنو، رواني فشارونو او نارامیو سره ځینې توپيرونه لري. له چورت وهلو د جاپانیانو تعبیر جاپانیان، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هغه څه چې تاسې په یوه نوښتګر انسان بدلوي

ژباړه: عمران لمر مونږ ټول غواړو چې ښه او له نوښته ډک ژوند ولرو؛ مګر دا ډول ژوند زمونږ لپاره په واقعيت کې له ننګونو ډک وي. يو څه چې بايد ورته توجه وکړو دا دي چې نوښتګر ژوند کول هر څه ته ورته کېدل نه دي، عادت ته ورته کېدل دي او له هر عادت سره ځانګړي قوانين شتون لري چې د هغې په تعقيبولو کولی شئ له هغه عادت سره کلک ونښلئ. که … نور ولولئ

سپورټ

د ویسټ انډیزي کریس ګیل په شتون کې د تیر کال اتلې کیراله نایټز سفر نیمګړی شو !

په متحده عربي امارتو کې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو پیل شوي دویم پړاو لوبو کې د تیر کال لمړي پړاو اتلې کیراله نایټز لوبډلې سفر پای ته ورسید. که څه هم له دغه لوبډلې سره په دې دویم پړاو کې د شپږیزو پاچا په نوم مشهور ویسټ انډیزی کریس ګیل، کیرن پولارډ، انګلستانی کپتان ایون مورګن، ایرلینډی پاول سټرلینګ، پاکستانی سهیل تنویر ملګري وو، خو د دغه لوبغاړو د شتون سره سره بیا هم … نور ولولئ

سپورټ

د نجیب ځدران په بهترینه لوبې مراتا لوبډله د Do/Die مرحلې ته ورسیده 

د دویم پړاو کرکټ ټي ټيڼ یا ۱۰ اوریزه سیالیو د روانې لړۍ د بیګا شپې په وروستۍ لوبه کې مراتا اربینز لوبډله د سند خلاف سیالۍ کې مخامخ وه، چې پکې مراتا لوبډلې د بریا په خپلولو سره د (Do/Die) یا حزفي مرحلې ته ورسیده، خو بلخوا په روانو سیالیو کې د راجپوټ، پنجاب، سد او کیراله نایټز لوبډلو سفر پای ته ورسید.  د بیګا شپې په مهمې سیالۍ کې سند لوبډلې د خپلو … نور ولولئ

سپورټ

له (T-10) لیګ سیالیو څخه پنجاب، کیراله، سند او راجپوټ  لوبډلې کورته رخصت شوې 

 د کرکټ په (ټي ټين) یا ۱۰ اوریزه لیګ سیالیو کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو څخه ۴ لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو په موخه بل پړاو ته ورسیدې، خو پاتې ۴ نورې لوبډلې کور ته رخصت شوې.  د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو دویم پړاو لوبې د تیرې نوامبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه یولس ورځې وړاندې پيل شوې دې، چې سبا یې وروستۍ … نور ولولئ

سیاست

هغه پښتون مشر چي د ژوند هره درېمه ورځ یې زندن کي تېره کړې ده

د سردارولي پښتون زوی لیکنه او راټولوونه د سهېلي پښتونخوا په پښتني کهول کي لوی سوی ۶۶کلن [عبدالصمدخان] (خان شیهد) چي ژوند، کړه وړه، عادات، عقیده، مبارزه، فکر او لرلید ئې په نړۍ او سيمه کي د پښتون ملت په افتخاراتو کي راځي. دغه مخور اولسي او سياسي مبارز د برتانيوي هند د واکمن حکومت لخوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په وار وار زنداني سو . د انجمن وطن په نامه ئې … نور ولولئ