ټولنیز ژوند

بد ملګري مو داسې وپېژنئ

ژباړه: بشر دروېش بدو دوستانو ته په پښتو کې د لستوڼي ماران ویل شوي. عام او واقعي باور دا دی، چې له دښمن څخه باید هغومره وېره ونه لرو لکه له بد دوسته یې چې باید ولرو. بد دوستان معمولا د دوستۍ پیل ته درسره ډېر ارزښت درکوي. دوی د وخت له تېریدو سره خپله اصلي څېره بربنډوي، چې بیا مو بد ترې راځي او ترې د نجات لارې ځانته ګورئ. دلته هغه ځانګړنې درسره … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ټولنیزو رسنیو په استعمال کې له دې تېروتنو ځان ساتئ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش اینسټگرام، فیسبوک، تویټر، لینکدین، اسنپ چټ او… په مجازي نړۍ کې له نورو سره زموږ د اړیکو د ټینګښت وسایل دي. له دې وسایلو باید ګټه واخلو خو پرې نه ږدو، چې دا شیان مو پر عاطفي اړیکو او ژوند منفي اغېز پرېباسي. خو څنګه کیدای شي له دغو منفي اغېزو څخه په امان کې اوسوو؟ په دې مطلب کې هغه تېروتنې درسره شریکوو، چې په ټولنیزو رسنیو کې مخنیوی … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

لوڅې پښې ګرځیدل دا ګټې لري

تاسې کیدای شي یوازې د خپلې کوټې په منځ کې لوڅې پښې وګرځئ، خو د ځینو لپاره لوڅې پښې ګرځیدل او مزل د ورځیني تمرین بڼه لري. معمولا په کورونو کې والدین د دې لپاره اولادونه لوڅې پښې ګرځیدو ته نه پریږدي، چې له پوښاک سره یې ګرځیدل پر عضلاتو ښه اغېز نه کوي. دوی د وخت په تېریدو سره د ماشومانو لپاره یې د پوښاک بندوبست کوي او مانع کیږي، چې لوڅې پښې ونه … نور ولولئ

کلتور او هنر

پاکستانۍ اداکاره ۳ کاله وروسته د دوکه بازۍ په قضیه کې بې ګناه ثابته شوه

پاکستانۍ فلم او ټلویزیون اداکاره مشي خان د دوکې او چل بازۍ په یوه قضیه کې وروسته له دریو کلونو له بنده ازاده شوه. د پاکستان د ایکسپریس نیوز د خبرې له مخې، د پاکستان د فلم نړۍ مشهوره اداکاره مشي خان دوکه بازۍ په یوه قضیه کې بې ګناه ثابته شوه. د معلوماتو له مخې، د مشي خان په خلاف راولپنډۍ په یوه تاڼه کې شکایت ثبت شوی و او پرې تور پورې شوی … نور ولولئ

په زړه پورې

هغه څه چې د نړۍ نامتو لیکوالانو او پوهانو د انسان په اړه ویلي

لیکنه: ریاض مقامزی • ځينې وخت انسان فکر کوي، چې ماتې يې خوړلې، خو په حقيقت کې يې ارزښت تر بري موندلو هم زيات وي. (مارکېز) • د انسان او سپي تر منځ توپير په دې کې دی، چې که سپي ته کله هم غذا ورکړې، تا به هېڅکله و نه داړي. (تولستوی) • انسان دوه کاله اړتيا لري، چې خبرې کول زده کړي او پنځوس کاله اړتيا لري، چې چوپ اوسېدل زده کړي. (همينګوی) … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د عقل او احساس اړیکه

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله چې ژور خپګان زېږونکي او وېرونکي افکار زموږ په مغز باندې هجوم راوړي، نو ګیچ کېږو. آیا پوهېږئ، چې له دې احساساتو سره څه ډول چلند وکړو؟ په دې مقاله کې هوډ لرو، چې د ۵ پوښتنو په پوښتلو سره، د دې ستونزې په حلولو کې له تاسو سره مرسته وکړو: ۱ ـــ عواطف او احساسات څه ته وایي؟ احساسات زموږ د روح برخه ده، چې زموږ د دننني ژوند … نور ولولئ

سپورټ

« د کرکټ ۲۰۲۲م ښځینه نړیوال شل اوریزم جام د سرمایې راټولولو سرچینه ده»

د کرکټ نړیواله شورا هڅه کوي، چې د انګلستان، اسټرالیا او هندوستان په ملتیا کرکټ په نړۍ کې عام کړي او په همدې پار یې د ښځينه بېګ باش لیګ سیالۍ او نړیوال ښځینه جامونو سیالۍ په لاره اچولي دي. د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۶مه نېټه تائید کړه، چې ښځينه شل اوریز جام به د عامه ګټې څخه خالي نه وي. دا سیالۍ د لندن په برمېنګم ښار … نور ولولئ

کلتور او هنر

مړې شوې سريديوي د شاه رخ خان په راتلوونکي فلم کې کار کړی

د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان په راتلوونکي فلم (زیرو) کې به د بالیوډ مشهور اداکاره سري دیوي هم راښکاره شي. سري دیوي د هندۍ سېنما مشهوره ستورې وه چې شاوخوا کال وړاندې په دوبۍ کې مړه شوه. هندي رسنۍ وایي اوس د شاه رخ خان په راتلوونکي فلم (زیرو) کې به سري دیوي هم پر سکرین راښکاره شي. د رپوټ له مخې د زیرو فلم یوه سندره کې به د فلم مړه شوې … نور ولولئ