ټولنیز ژوند

له څلوېښت کلنۍ وروسته دا خبرې مه کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله چې د خپل ژوند ۴۰ کلنۍ ته ننوځئ، نو دا احساس کوئ، چې د خپلې ځوانۍ دوران مو تر شاه پریښی دی، له همدې امله، له ډېرو کارونو څخه ځان محروموئ، خو د بایدونو او نبایدونو لپاره هېڅ قانون شتون نه لري، کله چې تاسو د خپل ژوند نوي پړاو ته داخلېږئ، نه یوازې باید ځان محدود نه کړئ، بلکې په ډېرې خوښۍ او خوشالۍ، له دې چې یوه بله … نور ولولئ

سپورټ

شاهد افریدي د هندي ایم ایس ډوني په ملاتړ راودانګل

شاهد افریدي ویلي، مهنیدرا سنګ ډوني د هیچا لارښوونې ته اړتیا نه لري، چې هغه له کرکټ څخه لاس په سر کړي. د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر، پښتون الروانډر او په ټي ټېن لیګ کې د پښتون ټیم لوبډلمشر شاهد افریدي ویلي، چې هیڅوک دا حق نه لري، چې ماته ووایي، د کرکټ څخه استعفا وکړه. نوموړي د ډوني په هکله هم ویلي، چې هیڅوک نه شي کولای، ډوني ته لارښوونه وکړي، چې له کرکټ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په ۱۰ دقيقو کې رښتينی ارامښت او سکون ترلاسه کړئ !

ژباړه: محمد عزيز پردېس ښايي فکر وکړئ چې د ارامښت او سکون د ترلاسه کولو لپاره ډېرو کارونو او ډېر وخت ته اړتيا ولرئ، خو په زړه پورې دا ده چې تاسو کولی شئ د ځينو ځينو وړو کارونو په ترسره کولو سره په لږه موده کې ارامښت او سکون ترلاسه کړئ. پوهېږئ چې دا کوم کارونه دي؟ ټوله ورځ مو د کار له امله ستړې تېروئ، اصلا دې ته وخت نه لرئ چې خپل … نور ولولئ

اقتصاد

د کاروبار یا نوي تولید پيلولو لپاره دا ۶ مرحلې عملي کړئ

لیکنه: غازي عابد دلته موږ پر دې بحث کوو چې کله یو کاروبار پيلوو او یا کاروبار لرو او غواړو په همدې کاروبار کې یو بل نوی تولید مارکیټ یا بازار ته وړاندې کړو، نو اړینه ده چې یو څو پروسې تعقیب کړو، تر څو وشو کړای له تاواني عواقبو یې بچ شو. ممکن په افغانستان او نوره نړۍ کې مو لیدلي وي هغوی چې یو کاروبار شروع کوي یا یو نوی تولید غواړي بازار … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د نړۍ یوه نامتو پوه د بریالي انسان لپاره دا ۴۰ ځانګړنې یادې کړي

د عمران لمر ژباړه تاسې خامخا غواړئ چې بريالي شئ او د همداسې يوې مقالې په لټه وۍ؛ نو اندېښنه مه کوئ، لاندې څلوېښت نقطو ته پوره پاملرنه وکړئ؛ تر څو په ژوند کې بريالي شئ. کرايګ هايپر؛ ليکوال، څېړونکی، مقاله ليکوونکی او ښه وياند دی، هغه په تېرو ۲۵ کلونو کې په شخصي او ټولنيزو برخو کې د خپلو کارونو په اساس د يو بريالي کار پوه په حيث پېژندل شوی دی. هايپر د … نور ولولئ

خواړه

زیتون د دانې سربیره یې پاڼې هم روغتیا ته ګټې لري

ژباړه راټولونه: مریم محمدي زیتون په خپل ترکیب کې په پرېمانه اندازه مغزي او معدني مواد، بېلابېل وېټامینونه، اوسپنه، فیبر، فنولي ترکیبات، اوليیک اسید او انتي اکسیدان لري. په نیویارک کې د زیتونو په پاڼو نوې طبي څېړنې ښودلې چې د زیتون پاڼو کې د اولیوروپین په نامه ځانګړي کیمیاوي مواد تولیدوي چې د زخمونو د پړسوپ او جلد د خارښ د مخنیوي لپاره ګټور دي. د زیتونو پاڼې د ناروغیو ښه درمل دي ډاکټران … نور ولولئ

په زړه پورې

ويليام شکسپیر او څو ګټورې ویناوې یې

راټولوونه: ریاض مقامزی ويليام شکسپير (William Shakespeare)، هغه څېره چې تقريباً د ادب ټول مينه وال يې له نامه سره بلد دي. ويل کېږي په انګلستان کې به داسې کورونه ډېر کم وي، چې دده به په کې يو يا څو کتابونه نه وي. خو د تعجب خبره دا ده، چې د دې نامتو شخصيت په هکله داسې خبرې هم شوي، چې آن ځينې يې د خندا وړ دي. يو وخت د ليبيا ولسمشر (معمر … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دا افغانستان دی؛ هغه عملي ټکي چې ښيي موږ په غلطه یوو

د رحیم خان شيدا لیکنه دلته دا شل کاله کېږي چې ويل کېږي، پنځه زره کلن تاريخ لرو، خو دا تاريخ لا تر اوسه هم نه پنځه زره لسم شوی او نه پنځه زره شلم شوی دی؛ شايد لامل يې دا وي چې دلته د پښتانه و هزاره، ازبک و تاجک او نورو ټولو قومونو خبره، يوه خبره وي او په همدې خاطر دا پنځه زره کلن تاريخ نه کمېدلی او نه زياتېدلی شي!؟ دا … نور ولولئ

سپورټ

راشد خان: کرکټ کې مې انګلنډۍ ښځینه لوبغاړې سارا ټېلر خوښيږي !

راشدخان نه په انسټګرام پوښته شوې، چې په ښځينه لوبغاړو کې دې د خوښې لوبغاړې څوک ده، هغه ورته د انګلستان سارا ټېلر ښودلې، چې زما د خوښې لوبغاړې ده. راشدخان او سارا ټېلر له ډېر وخت راهیسې په انټرنېټ کې یو بل پېژني او سارا ټېلر بیا د راشد خان د لوبو ننداره هم کوي. راشدخان اوس مهال د ټي ټېن لیګ په سوداګریزو لوبو کې د عربینز لوبډلې په ګټه په لوبو بوخت … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د نورو څخه د مننې کولو ۱۳ اړینې ګټې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ايا تر دې دمه داسې شوي چې د يو چا څخه د مننې کولو ډېر هڅه وکړئ خو په دې امر کې شاته پاتې شوي يئ؟ موږ ټول د داسې تجربې سره مخ شوي يو. دا کار بيا هغه وخت کې ډېر ستونزمن دی چې په سختو شرايطو کې بند واوسو. خو دا بايد هېر نه کړو چې د دې کار ګټې بيخي ډېرې دي. له ذهني سلامتيا څخه نيولې، فزيکي، … نور ولولئ