سپورټ

نوروز منګل د ملي لوبډلې مرستیال رزونکی شو

دد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او په وروستیو دوه کلونو کې د افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو غواروي ډلګۍ مشر نوروز منګل د کرکټ ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه وګمارل شو. نوروز منګل څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د نوي مشر عزیز الله فضلي لخوا له خپلې پخوانۍ دندې څخه ګوښه شو، خو اوس نوموړی بیرته د کرکټ ملي لوبډلې سره د مرستیال روزونکي په توګه … نور ولولئ

کلتور او هنر

رسنۍ: سنجي لیلا بهنسالي د کرینه کپور سپکاوی کړی

رپوټونه وایي، د هندوستان په دودیزو مراسمو دیوالي کې د هندۍ سېنما مشهورې ستورې کرینه کپور ته د فلم د لارښود لخوا سپکاوی شوی. هندۍ رسنۍ وایي، له فلمې لوبغاړې خواشینی او د بالیووډ د نوموتو فلم لارښودو په نوملړ کې مخکښ سنجی لیلا بهنسالي د دیوالي په مراسمو کې پر کیرینه کپور خيال نه دی راوړی او سپکاوی یې ورته کړی. په دې خبره ټول بالیوډ او دفلم مینوال خبر دی چې په سپر … نور ولولئ

په زړه پورې

هغه نړیوال کرکټ لوبغاړي چې بندیان شوي

کرکټ داسې یوه لوبه ده، چې ځانګړي اُصول او قوانین لري، دغو قوانینو، مقرراتو او اُصولوته باید ټول لوبغاړي په کرکټ کې دخیل کسان احترام ولري او په مراعت کولو یې مکلف دي. خو په نړۍ کې بیا ځېنې کرکټ لوبغاړي د اصولو په ساتلو کې پاتې راغلي او بلاخره بندي شوي دي. ډېری کرکټ لوبغاړي د پولیسو له خوا نیول شوي دي او بیا ترې د سلوک په اړه څېړنې شوي. تازه شاپور ځدران … نور ولولئ

کلتور او هنر

مایکل جیکسن هغه سندرغاړی چې د مرګ خبر یې ګوګل د څو دقیقو لپاره بند کړ

د شمس الرحمن هاشمي لیکنه په اوسني دور کې په نړۍ کې لا هم په میلینونو وګړي شته چې د لوږې او بې چارۍ سختې ورځي شپې سبا کوي؛ خو بل لور ته بيا داسې خلک هم شته چې پس له مرګه هم په میلونونو روپۍ ګټي او په دې خبره کې هیڅ شک او شبه نشته چې له مرګ نه وروسته د دنیا دولت او اسباب په دنیا کې پاتې کيږي او انسان بلې … نور ولولئ

کلتور او هنر

د 2.0 فلم ته له ریلیز وړاندې د هېکرانو ګواښ !

د بالیوډ سېنما د مشهور ستورو عامر خان او امتیابهـ بچن د فلم ټهګز اف هندوستان وروسته د اکشي کمار او راجني کانت فلم 2.0 یا د ربوټ د فلم دوېمه برخه د هېکرانو له خطر سره مخ دی. د ټهګز اف هندوستان وروسته هېکرانو دا ځل د ربوټ د فلم دويمه برخې د ان لاین خپراوي ګواښ کړی. دغه اخطار په غیرې قانوني ډول د فلمونو خپرونکي ویب پاڼې [ټاميل روکرز(Tamil Rockers)] د فلم … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له ناهلیو د ځان ژغورلو څو حل لارې

ليکنه: عمران لمر ناهيلي اوس په يوه داسې رواني ناروغۍ بدله شوې ده چې زمونږ د ټولنې لويه برخه ورسره لاس او ګرېوان ده او د دا ډول خلکو يوه لويه برخه نوي ځوانان جوړوي. له بده مرغه په هېواد کې روانو نا امنيو، غربت، بې عدالتۍ محروميتونو او ځينو کلتوري محدوديتونو د دې پديدې د لا خپرولو لپاره زمينه برابره کړې ده. دا ناروغي په پيل کې دومره خطرناکه نه وي؛ خو که دوام … نور ولولئ

سپورټ

روهېت شرما له شاه رخ خانه د سندرې غوښتنه کړې!

که څه هم شاه رخ خان ویلي، که ښځه وای ویرات کولي به یې خاوند وای؛ خو اوس روهېت شرما له شاه رخ خان غوښتنه کړې، چې په کلکته ښار چې د شاه رخ خان د زوکړې ځای دی، اېدن ګارډېن لوبغالي کې هغه ته اکټېنګ یا سندره وکړي. روهېت شرما ځکه اېدن ګارډېن لوبغالی ټاکلی، چې په دغه لوبغالي ده نړیوال ریکارډونه جوړکړي دي. روهېت شرما کله، کله د ویرات کولي په نشتون کې … نور ولولئ

کلتور او هنر

د سیف علي خان لور سارا علي خان هيله لري چې رنبیر کپور سره واده وکړي!

د هندوستانۍ سېنما د کشر نواب خان سیف علي خان لور سارا علي خان وایي، که د واده پرېکړه کوي نو واده به یې د بالیوډ د مشهور هیرو رنبیر کپور سره کیږي. رنبیر کپور د هندۍ سېنما مشهور ستوری دی چې تر اوسه یې په زیات شمېر فلمونه بازار ته وړاندې کړي دي چې ډېری یې د کامیابو فلمونو په قطار کې دي. خو بل لورته سارا علي خان د فلم په نړۍ کې … نور ولولئ

رسنۍ

شاهد افریدی: پاکستان خپل څلور ایالتونه نه شي ساتلی، کشمیر دې پریږدي

د پاکستان د کرکټ نامتو لوبغاړي شاهد افریدي په دې وروستیو کې د کشمیر په اړه په یو بیان د پاکستان دننه د پنجاب د ادارې ملاتړي غوسه کړي دي. په یوې خپرې شوې ویډیو کې شاهد افریدي د کشمیر د برخلیک په اړه د یو کشمیري خبریال په ځواب کې وايي: ” نړۍ له کشیمر یوه لویه ستونزه جوړه کړې چې هومره لویه ستونزه نه ده، هلته چې کوم خلک اوسیږي د ژوند حق … نور ولولئ