ټولنیز ژوند

ښځې دې خپل غږ په خپله پورته کړي

د تېر په څېر اوس هم په کليو او بانډو کې زموږ ښځینه قشر د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دی، او لا هم پر یو او بل نوم یې حَقَّه او اسلام ورکړي حقوق ترې سلبیږي. د وهلو، ترټلو او سپکولو تر څنګ حتی د انسان په سترګه ورته هم نه کتل کيږي. د خپل حق له پاره یې له خولې هره راوتونکې ناره تر راوتو وړاندې د جبر پر منګولو په ستوني … نور ولولئ

کلتور او هنر

د عامر خان فلم (ټهګز اف هندوستان) د ناکامېدو په خطر کې !

د بالیوډ د سترو فلمي ستورو عامر خان او امیتابهـ بچن وروستي فلم (ټهګز اف هندوستان) په څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ کروړ زیاتې هندوستانۍ روپۍ ګټلي دي. هندۍ رسنۍ وایي، دغه فلم په څلورو ورځو کې ۱۲۳ کروړه هندۍ روپۍ ګټلي، خو بیا هم فکر کیږي چې دغه فلم ناکام دی. (ټهګز اف هندوستان) لومړی فلم دی چې دغه مشهور فلمي ستوري عامر خان او امیتابهـ بچن په کې د یو بل سره یوځای … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د حافظې د پیاوړې کولو لپاره څو ساده لارې

راټولونه/شپنه سلګۍ 1-بادام او نورې مغز لرونکې وچې میوې وخورئ. 2-د تازه مڼو اوبو یا جوس وڅښئ. 3-منظم خوب مو هم حافظه پياوړې کوي 4-تفريح وکړئ 5-بدني ورزش وکړئ 6-ذهن ته مو په ریاضت او ښکلو فکرونو ورزش ورکړئ 7-د خوږو خوړو د ډير استعمال نه ډډه وکړئ 8-د شپې له خوا نه ساده غذا وخورئ 9-فکري قوت مو زيات کړئ 10-غوسه مو کنترول کړئ 11-ميوې او سبزي استعمال کړئ 12-د مطالعې د پاره ځانګړى … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دا عادتونه مو له ښځینه دوستانو لیرې کوي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش له نورو سره د نیږدې والي او لیرې والي په افغاني دلایلو حتماً پوهیږئ، ځکه په همدې ټولنه کې ژوند کوئ، د مړي ـ ژوندي، ټولنیزو اړیکو او نورو مسئلو اصول او لارې چارې درمعلومې دي. دلته درته په نړیواله کچه د څېړل شویو هغو عادتونو معلومات درکوو، چې په ټوله کې بد ګڼل کیږي او له خلکو څخه ستاسې د لیرې والي سبب ګرځي: ادبیات کله چې له ښځینه … نور ولولئ

سپورټ

شاهد افریدي به د پښتون لوبډلې کپټان وي

د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبډلمشر شاهد افریدي وایې حتماُ به په راروانو لس اوریزو لوبو کې ګډون کوي. نوموړي یو ځل بیا د پښتون لوبډلې مینوالو ته زیری ورکړی چې دی به یې د ټیم مهمه برخه وی. د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد افریدي ته نژدې سرچینو ویلي، چې زیاته هڅه وشوه او پر افریدي زیات فشار راوړلو شو تر څو په راروان ټي ټين لیګ کې ګډون ونه کړي. خو پاکستانیو رسنیو … نور ولولئ

کلتور او هنر

د افغان ښوونکو څو مهمې دندې

1-ښوونکى مکلف دى چې د درس د شروع څخه مخکې پنځلس ورځې د مشروطي،معذرتي ازموينې او ادارې سره د همکارۍ په خاطر حاضر وي. 2-ښوونکى مکلف دى چې د ښه تدريس په خاطر کلنى، مياشتنى،هفته وار او ورځنى پلان جوړ او د هغې مطابق تدريس تر سره کړي. 3-ښوونکي بايد د درسي ساعت د پيل څخه پنځلس دقيقې مخکې حاضر وي. 4-ښوونکي مکلف دي چې د موضوع اړوند ممد مواد ولري او ورځينې استفاده وکړي … نور ولولئ

کلتور او هنر

وير زهرا ۱۴ کلن شو؛ د پریټي زینټا او شاه رخ خان د مینې داستان

ليکنه: مدثر دعوت وير زهرا؛ د دوو عاشقانو يوه داسي کيسه چي د دوی يوځای کيدل پکښې ناممکنه وه خو ددوی ريښتينولۍ هيڅ قانون ته دا موقع ورنکړل چي دا عاشقان سره بيل کړي. ۱۴ کلونه وړاندي د يش چوپړا په ډايريکټرۍ د شاه رخ خان او پريتي زينتا فلم د ۲۰۰۴ز کال د نومبر په ۱۲مه نيټه بازار ته وړاندي سو. په فلم کي شاهرخ خان يو هندی پيلوټ دی او پريتي زينتا يوه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د یوه بریالي ګډ ژوند څو رازونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله چې ښځه او نارینه له یوبل سره د ګډ ژوند ژمنه کوي، نو دغه راز دوی دواړه له یوبل سره په دې خبره هم ژمنه کوي، چې د عمر تر پایه به له یوبل سره پاتې کېږي، خو تل داسې نه وي او حتا ځیني وخت له یوې لنډې مودې وروسته، د هغوی ترمنځ اړیکه ورو ورو سړېږي او په پایله کې جدایي رامنځته کېږي، خو ځینې جوړې د عمر … نور ولولئ

په زړه پورې

د جاپانیانو د ژر نه ناروغه کیدو راز

ژباړه: مریم محمدي چاپانیان د نړۍ له هغه خلکو دي، چې تل یې روغتیا نورو ته ښه ښودل شوې. اوس به له تاسو سره دا پوښتنه حتمي پیدا شوي وي چې د دوی د روغتیا راز په څه کې دی؟ د بدني او مغزي روغیتا لپاره ښه دا ده چې د چاپانیانو کړنې وڅارئ، چې دلته یې په اړه معلومات درسره شریکوو: ۱- د چاپان خلک سمندري خواړه خوري سمندري خواړه د یو مناسب اندام … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ماضي د هېرولو لپاره دا لارې چارې وازمایئ

ژباړه: بشر دروېش د ماضي هېرول یو مخ نه وي په کار، خو ځينې وخت اړتیا وي چې باید هېره شي. دا مطلب ترډېره هغو ته مخاطب دی، چې رواني ستونزې لري او د خپلې ځپلې ماضي او بدو خاطرو په هېرولو نه بریالي کیږي. ډېر خلک فکر کوي، چې دا کار یانې د ماضي هېرول شونی نه دی، خو دا ناسم تصور دی، ځکه کیدلای شي چې داغداره ماضي او بدې خاطرې یې هېرې … نور ولولئ