سیاست

د پښتنو او هزاره سیمو نا امنۍ؛ د وینې رنګ که ارادې فرق لري؟

له تېرې اونۍ راهیسې د غزني پر جاغوري او مالستان ولسوالیو او له څه مودې راهیسې د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ كې چې درې واړه سیمې د هزاره وروڼو مېشت ځایونه دي، د وسله والو طالبانو د درنو بریدونو خبرونه ورکړل شوي. په دغو بریدونو کې ځایي خلکو او افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو خبر ورکړل شوی. له بریدونو سره هم مهاله د مختلفو سیمو اړوند هزاره مدافعینو د طالبانو د بریدونو او … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ هغه لوبغاړي چې کرکټ یې پریښودو یې مینوال خفه کړل !

د کرېک بز وېب پاڼې داسې یو راپورخپور کړی، چې پکې د هغو لوبغاړو یادونه شوې ده، چې نړیوال کرکټ یې په خورا خفګان پای ته رسولی دی. د لوبو یا ورزش په برخه کې تقاعد یا رېټایرمېنټ هغه مسئله ده، چې هم لوبغاړي خفه کوي او هم د هغوی ننداره کوونکي خفه. مختلفو هېوادونو او د هېوادونو لوبغاړو د ورزش په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي، چې بیا همدغه لوبغاړي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد

ژباړه: محمد عزيز پردېس د امريکې متحده ايالتونو کارپوهان هر کال د امنيت او ارامښت له اړخه هېوادونه درجه بندي کوي، د سپوټنيک د راپور په اساس د امريکې متحده ايالتونو کارپوهانو د يو لړ څېړنو څخه وروسته د ايسلنډ هېواد د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد اعلان کړ. څېړنې ښيي چې په ايسلنډ کې د مېشتو خلکو عمر د نورو اروپايي هېوادونو، امريکا او اسيا د خلکو په پرتله ډېر دی. همدارنګه په دې … نور ولولئ

کلتور او هنر

رحیم غمزده؛ هغه ولس پاله هنري څېره چې خلکو خپل وکیل ټاکلی و

په افغانستان کې اوس سندرغاړو ته هغسې لازم احترام نه کیږي، خو پخوا وخت دا ډول نه و. په دې مطلب كې یو داسې مشهور هنرمن درمعرفي كوو، چې لسیزې پخوا پرې ولس د خپل وکالت باور کړی و: څو بعدي شخصیت رحیم غمزده یو مشهور او څو بعدي هنري شخصیت و. هغه په عین حال کې شاعر، کمپوزجوړونکی، سندرغاړی او له دې وراخوا د خپلو خلکو د ګذر وکیل و. رحیم غمزده نیږدې ۵ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

۷ هغه کړنې چې ستاسې کوچنی ماشوم غوسه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل میندو مو وي چېماشوم مو تل ستاسو مینې ته ځواب درکوي، دا موضوع د ځوانۍ د دورې له غوسې څخه ډېره مخکې ده. موږ د هغو وختونو په اړه غږېږو، چې ستاسو ماشوم لا هم ماشوم دی. ډېری بد سلوکونه او بد چلندونه، د هغو کارونو له امله دي، چې د خپل ماشوم له پاره یې ترسره کوئ. دلته په هغو اوو کارونو باندې رڼا اچوو، چې ستاسو د ماشوم نه … نور ولولئ

سپورټ

پي ایس ایل سیالیو کې د ملتان سلطان لوبډلې لپاره بد خبر !

د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دوی د ملتان سلطان لوبډلې څخه د ۲۰۱۹ م کال پي ایس ایل سیالیوکې د لوبېدو حق د دې لپاره واخېست، چې د دغې لوبډلې پخوانی مالک چې د سکان پراپرټي بروکر په نامه شرکت و، د مالي سیستم په تصفیه کې پاتې راغلی دی. پاکستاني کرکټ بورډ دغه اعلان د شنبې په ورځ کړی دی. د پي ایس ایل یا پاکستان سوپرلیګ سیالیو بولۍ ته یواځې ۷ … نور ولولئ

په زړه پورې

د یمن د مظلومیت سمبوله نجلۍ مړه شوه

امل حسین هغه یمني نجلۍ چې د یمني ماشومانو د فقر او مظلومیت سمبول ګڼل کیده، د خوارځواکۍ له وجې مړه شوه. دا څوک وه؟ امل حسین ۷ کلنۍ نجلۍ وه. د هغې د خوارځواکۍ ځپلي وجود تصویرونو هغه د یمن د فقر او مظلومیت په سمبول بدله کړې وه. نوموړې د نومبر په لومړۍ نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغې له مرګه څو ورځې مخکې(د اکتوبر په ۲۶ … نور ولولئ

په زړه پورې

د یوه سترمجرم محکمه؛ ایل چاپو د دفاع لپاره یې ۵۰ میلیونه ډالر ورکوي

له ګڼو خلکو به مو د لاسلیک اخیستو اوریدلې وي، خو په دې به نه یئ خبر، چې دا ځل د امریکا په نیویارک کې د یوې محکمې د منصفه پلاوي غړي له یوه ترټولو لوی مجرم څخه د یادګاري لاسلیک غوښتنه کړې ده. دا لوی مجرم څوک دی؟ دا لوی مجرم ایل چاپو نومیږي، او د مکسیکو په یوې کلیوالې سیمې کې په یوه غریبه کورنۍ کې زیږیدلی او لوی شوی دی. هغه د … نور ولولئ