اقتصاد

د نړۍ ۱۰ غوره اقتصادي هېوادونه دا دي

بشر دروېش د اقتصاد نړیوالې ټولنې وړاندوینه کړې، چې د نړۍ د ناخالصو تولیداتو کچه تېرکال نیږدې ۸۰ زره میلیارده ډالره وه. د دې ټولنې د ارزونې له مخې امریکا متحده ایالات، چین او جاپان تېرکال د نړۍ غوره اقتصاد لرونکي هېوادونه وو. دغو هېوادونو په ټوله کې د نړۍ د اقتصاد نیږدې ۴۶ سلنه برخه په واک کې لرله. د اقتصادي درجه بندۍ معیارونه د اقتصادي درجه بندۍ په برخه کې یادې ټولنې تر … نور ولولئ

سیاست

د ولايتي شورا ټاکنې، صلاحيتونه او مسٶليتونه

ليکوال: نورآغا ” حقيار ” هوتک سمونګر: کشمالي ” اکرام “ ولايتي شورا يو خپلواک بنسټ دى، چې د قانون په چوکاټ کې د ولس د ستونزو د حل په موخه د ولس په رايه رامنځ ته شوى او اساسي موخه ترې د ملت او دولت تر منځ د اړيکو ټينګول، ساتل او پالل دي، چې د ولس او دولت تر منځ د ارتباطي پْل نوم هم ورکولى شو. په افغانستان کې د لومړي ځل … نور ولولئ

کلتور او هنر

فرزانه ناز او تازه تورونه

  له څو ورځو راهیسې د مشهورې سندرغاړې فرزانه ناز نوم بیا د ژبو په سر ده. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي څه په واضح او څه په کنایوي ډول د هغې ویډیو په اړه توند غبرګونونه ښيي، چې فرزانه ناز ته یې د منسوبیدو ادعاوې كیږي. دغه ویډیو چې زرګونه تنو یو بل ته لېږلې، فرزانه ناز ته یوه ورته نجلۍ یا مېرمنه پکې له یوه سړي سره د جنسي اړیکو د سرته … نور ولولئ

اقتصاد

خپل کاروبار ته د يوې سرګرمۍ په سترګه مه ګورئ !

ژباړه: محمد عزيز پردېس زموږ پلرونو او ميندو له ماشومتوب څخه موږ ته دا زده کړي چې داسې يو مسلک د ځان لپاره وټاکو چې له هغه څخه خوند واخلو او مينه ورسره ولرو. د يوې څېړنې پايلې ښيي چې په امريکا کې ۴۹ سلنه خلک له خپلو مسلکونو څخه خوښ او راضي نه دي او معمولا خپلې دندې تبديلوي. په خپل کار او کسب تمرکز وکړئ. آيا تاسو خپل کار او کسب ته د … نور ولولئ

کلتور او هنر

د موسیقۍ د شهنشاه استاد خیال ګیله: پښتانه مې خیال نه ساتي

حمزه بابا پښتو غزل ته د خپل خدمت په تاثر وایي: ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم که استاد خیال محمد په ورته ډول پښتو موسیقۍ ته د خپلو وینو ورکولو ادعا وکړي، مبالغه به یې نه وي کړې. استاد خیال محمد د پښتو غزل د شهنشاه لقب ګټلی او د نړۍ پرمخ به داسې پښتانه پیدا نه شي، چې موسیقي … نور ولولئ

سیاست

د ماسکو ناسته؛ سوله که نظام جوړونه مهمه ده؟

د روسیې په پلازمېنه ماسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته بالآخره د افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو د مزاحمتي هڅو باوجود د سیمې د یو شمېر هېوادونو، طالب استازو او سولې شورا د پلاوي په ګډون ترسره شوه. دغې ناستې ګڼ اړخونه لرل، چې یو مهم اړخ یې د افغانستان د راتلونکي نظام جوړونې په اړه د وسله والو طالبانو اود پردې ترشا د دوی د ملاتړو قوتونو دریځ و. د دغې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هېڅکله خپلو ماشومانو ته دا جملې مه کاروئ!

ژباړه: محمد عزيز پردېس ( ته راته ارزښت نه لرې او زه تا نه غواړم ) پورته عبارت ښايي د ډېری پلرونو، ميندو او نورو مشرانو په خوله هغه مشهوره اصطلاح وي چې تل يې د خپلو ماشومانو لپاره کاروي. آيا پوهېږئ چې د دې خبرې پايله څومره خطرناکه ده؟ نه، هېڅکله هم نه. دا او داسې ورته خبرې ماشوم په خپل ژوندانه کې وژني، ماتوي يې، ناهيلی کوي يې او له هرڅه يې پاتې … نور ولولئ

سپورټ

اشیش نِهرا وايي، روهیت شرما له ویرات کولي تکړه دی او باید ځای ناستی یې شي !

د هندۍ لوبډلې چټک کیڼ لاسي بالر اشیش نِهرا دا ځل د روهېت شرما صفت کړی دی. نوموړي ویلي دي، چې روهېت شرما په شل اوریزه لوبو کې د هندوستان لپاره همېشه مخکښ توپ وهونکی دی او باید نوموړی د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر شي. نِهرا د استدلال په ډول ویلي دي، چې په يوولس لوبو کې روهېت شرما لوبېدلی ښه توپ وهنه یې کړې، چې له همدې امله هندوستان په وروستیو ۱۱ شل اوریزه … نور ولولئ

سپورټ

د سرفراز د لوبډلمشرۍ په اړه د مصباح الحق تازه څرګندونې

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر مصباح الحق د اوسني لوبډلمشر سرفراز احمد لوبډلمشري ښه بللې او د لوبډلمشر په توګه یې د هغه د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده. مصباح الحق او وسیم اکرم دواړو ویلي چې سرفراز د پاکستان لپاره بریالی لوبډلمشر تمام شوی دی. د سرفراز په لوبډلمشرۍ کې پاکستان په ۳۳ شل اوریزه لوبو کې ۲۹ لوبې ګټلي دي. د سرفراز په لوبډلمشرۍ کې په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستان … نور ولولئ

سپورټ

د مکالم له تګ وروسته لاهور قلندرز لوبډله د بل لوبډلمشر په لټه کې ده

برېنډن مکالم د اکټوبر په میاشت کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره مخه ښه وکړه. له مکالم وروسته اوس د دې لوبډلې مشر رانا غواړي چې نوی موثر لوبډلمشر ومومي. له برېنډن مکالم وروسته سونېل نرېن او عمر اکمل هم د ۲۰۱۹ م کال پي سي ایل سیالیو کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره د مخې ښې خبره کړې ده. مکالم په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونوکې د لاهور قلندرز لوبډلې سره ولوبېد او نوموړي د … نور ولولئ