په زړه پورې

د نړۍ ترټولو پخوانۍ ډوبه شوې کشتۍ وموندل شوه

لرغون پېژندوکو د تورې بهېرې په تل کې څو ورځې وړاندې يوه ډوبه شوې کشتۍ په داسې حال کې وموندله چې تمه کېږي د نړۍ ترټولو پخوانۍ کشتۍ وي. ترټولو جالبه بيا دا ده چې ياده کشتۍ تر دې دمه په خپل حالت پاتې ده، يانې لاس نا وهل شوې ده. اټکل کېږي چې د نوموړې کشتۍ عمر به له ۲۴۰۰ کلونو څخه هم ډېر وي او د څېړونکو لپاره ترټولو جالبه بيا ده ده … نور ولولئ

خواړه

اوبه وڅښئ چې وزن مو کم شي

ژباړه: مریم محمدي اوبه د ژوندیو موجوداتو لپاره یو حیاتي ماده دي چې د زړه حمله کموي، انرژي زیاتوي، د سردرد ښه کوي، په هضم کې مرسته کوي، د سرطان مخه نیسي، د وینې لوړ فشار ټیټوي او نور ګټو سربیره وزن کموي. ډاکتران وايي د هاضمې سیسټم د خوړو د هضم او غیر ضروري موادو د دفعې لپاره زیات مقدار اوبو ته ضرورت لري. په کافې اندازه اوبه د خوړو هضم اسانه کوي او … نور ولولئ

کلتور او هنر

الماس خلیل؛ هغه سندرغاړی چې په ۵۰ کلونو کې یوې سندرې وځلوه

پرېږده ما پرېږده خومار ته لږ شان پرې مې ږده بې نشې نشه یم، دې روزګار ته لږ شان پرې مې ږده دا سندره د پښتو له ترټولو مشهورو سندرو څخه حسابیږي. سندرغاړی یې الماس خلیل وایي له ۵۰ کلونو راهیسې هنري فعالیتونه لري، خو همدې یوې سندرې زیات وځلوه او پرخلکو یې ډېر ګران کړ. خو ولې دا سندره دومره مهمه شوه، چې الماس خلیل یې وځلوه؟ په دې لیکنه کې به یې د … نور ولولئ

سپورټ

پولیسو پخوانی سریلانکایي لوبغاړی د ډزو په پېښه کې نیولی

د سریلانکایي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ارجونا راناټونګا د دوشنبې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو، کله چې د نوموړي ساتونکو د هغه د ساتنې لپاره د هغه د کمپنۍ، چې سېلون پېټرولیم کمپنۍ ده بهر ډزې وکړې. د ډزو په پېښه کې درې سریلانکایي عام وګړي ټپیان شوي وو. رناټونګا د سریلانکا پخوانی لوبغاړی دی او اوسمهال د سریلانکا د پېټرولیم وزیر دی. نوموړی د … نور ولولئ

اقتصاد

ممکنه ده چي د بېړي او عجلې پرته کارونه پر وخت ترسره کړو؟

ژباړه: نوراحمد فضلي په دې مطلب کښي غواړو هغه کسان د ارواپوهني له نظره وڅېړو چي همېشه پرېشان او مضطرب دي او غواړي چي کارونه په بېړي او عجلې سره ترسره کړي او ژر پایلي ته ورسېږي. ور اخیستې وي؛ ځغلي، پرته له دې چي له حاله خوند واخلي. خو ولي همېشه دوی پرېشان وي؟ ددې بېړي او عجلې منشاء څه شي ده؟ څرنګه پوه سو او زده کړو چي په کرارۍ سره د” کرار … نور ولولئ

سپورټ

افغان کرکټ بورډ کې بدلون: عزیزالله فضلي وايي نور بدلون هم را روان دی

د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه د افغان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان کړه چې د غوراوي کمېټې پخوانی مشر نوروز منګل له دندې لرې او پرځای یې دولت احمدزی په دنده وګمارل شو. د ده سربېره اسدالله خان او پاچاحُسېن د غوراوي کمېټې غړي شول. د ډېسپلین کمېټې لپاره الله داد نوري مشر وټاکل شو، عبدالولي امین او احمدشاه سُلېمانخېل د یادې … نور ولولئ

خواړه

د مور د شیدو هغه غوره والی چې له مصنوعي شیدو سره یې لري

ژباړه: مریم محمدي د مور شيدو کې په کافي اندازه ټول هغه مواد وجود لري کوم چې د ماشوم لپاره ضروري دي. همدارنګه په قران کریم کې هم راغلي دي چې میندې باید خپل ماشوم ته پوره دوه کاله شېدې ورکړي. بلخوا ساینسي او طبي تحقیقات هم دې نتیجې رسیدلي، چې د ماشوم لپاره د مور شیدې بهترینه غذا ده، همدا شیدې ماشوم له ناروغیو ژغوري او د ماشوم د عمر اوسن اړوند مواد پکې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پر نفس باور مو بريا ته رسوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس پر نفس باور او اعتماد هغه څه دي چې تاسو د برياليتوب او پرمختګ هسکو او لوړو څوکو ته رسولی شي. که پرځان، مسلک او وړتياوو مو باور ولرئ، نو هېڅ ډول ستونزې به ستاسو مخ ډب نه کړي. دلته مو د بریالي ژوند او دا چې څنګه يو انسان په خپل ورځني ژوند کې د ستونزو پر وړاندې کامياب شي، يو څو ټکي راټول کړي دي: ۱- په خپل ځان … نور ولولئ

په زړه پورې

د اسراییلو ملي سرود د لومړي ځل لپاره په عربي اماراتو کې وغږول شو

اسراییل، چې اسلامي نړۍ ترې خورا نفرت لري، په لومړي ځل یې په متحده عربي اماراتو کې ملي سرود غږول شوی. ورزشي سیالۍ راپورونه ښیي، چې دا سرود د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د جودو ورزشي سیالیو پر وخت غږول شوی دی. ویل شوي، چې د اسراییلو ملي سرود په یادو سیالیو کې د یوه اسراییلي لوبغاړي تر اتلولۍ وروسته غږول شوی دی. د خوښۍ اوښکې د اسراییلو د فرهنګ او ورزش … نور ولولئ