سیاست

د پارلماني ټاکنو نتایج به څنګه وي؟

که څه هم د تیرې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې مشکلات ډیر وو، ولې دا هم باید ووایم چې تر ډیره د پخوا په نسبت رایه اچوونې له اړخه شفاف انتخابات وو. ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال ریاست جمهورې ټولټاکنې او د ۲۰۱۰ کال پارلماني ټولټاکني ډیر له درغلیو ډکې وي. حتا ما په سترګو هغه وخت ولیدل چې ډیری رئیس محلانو او ډیفسېانو او نوماندانو به ځان سره تر څو زره د انتخاباتي کارتونو کاپيانې … نور ولولئ

سپورټ

د ۲۰۲۳ م کال پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ نوې پروسه

د ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام به هم د لس لوبډلو ترمنځ کېږي، دا جام هم لکه د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام په څېرکېږي؛ خو د ۲۰۲۳ م کال جام لپاره د کوالیفای لوبډلو پروسه خورا ستره او بدله شوه. مخکې به د اتو لوبډلو څخه نېولې، تر لس یا ۱۵ لوبډلو پورې په کوالیفای جام سیالیوکې ګډون کاوه، چې دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته وتلې، لکه څنګه چې سږ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له نوې دندې د کارکوونکو د شړلو لاملونه

ژباړه او زیاتونه: احمد فرهاد توتاخیل په کاري فضا کې ازمایښتي “درې میاشتنۍ” دوره هغه دوره ده، چې یو نوی استخدام شوی کارکوونکی پکې د ادارې د رئیس له خوا تر جدي څار لاندې وي او د هغه په وجود کې معمولاً ټول نغښتي مهارتونه، وړتیاوې، د پیاوړتیا او کمزورتیا ټکي، صداقت، باور، له همکارانو او پیرودونکیو سره چلند او داسې نور موارد ارزول کیږي. که کوم کارکوونکی په دغې دوره کې د اړوندې ادارې … نور ولولئ

خواړه

هره ورڅ ۷ چهار مغز وخورئ

ژباړه: مریم محمدي متخصصین وايي چې چهار مغز د نورو وچو میوو په پرتله په ډېره اندازه آنټي اکسیډان لري، دوی سپارښتنه کوي چې هر شخص په ۲۴ ساعتنو کې باید ۷ دانې چهارمغز وخوري. د څېړنو په اساس چهار مغز د پروټين غوره منبع ده، که چیرې په منظم ډول وخوړل شي د زړه ناروغۍ، د کلمو سرطان، شکر او د تریخې تیږو مخنیوی کوي. چهار مغز نه یوازې دا چې ښه خوند لري، … نور ولولئ

اقتصاد

بريالي اشخاص د خپلو پیسو سره دا تېروتنې نه کوي!

ژباړه: نوراحمد فضلي هغوی چي نن د بریا پر لوړو پوړو ناست دي؛ دې ځای ته د رسېدو له پاره له کړاوونو او ګړنګونو تېر سوي دي. اوس پوښتنه دا ده چي بریالي کسان په خپلو پیسو کوم کارونه کوي؟ په بریالیتوب کښي د پیسو اغېزناک مدیریت له مهمو مهارتونو څخه دی. ډېری بریالي کسان د خپل ژوند له لومړیو کلونو تصمیم نیسي چي د پیسو په اړخ کښي اغېزناک اوسي. ستاسي د عوایدو پر … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د یوریک اسید زیاتېدنه پښتورګي خرابوي او د زړه د حملې خطر زیاتوي!

ژباړه: پلوشه فضلي د پښتورګو یو مشهور اروپايي متخصص پروفیسور اسټین جی اسټک ویلي دي چي په بدن کښي د یوریک اسید په زیاتېدو سره نه یوازي د بندونو درد پیداکېږي ورسره د پښتورګو د ناکاره کېدو خطر څو برابره زیاتوي. په کراچي کښي د هایپر یوریسیمیا په درېیم علمی کنفرانس کښي اروپايي ډاکټر آسټِن جی اسټیک وویل چي هایپر یوریسیمیا یا په بدن کښي د یوریک اسید زیاتېدل د میټابولیک سینډروم یوه برخه ده، … نور ولولئ

خواړه

د روسانو د چای څښلو له فرهنګ او ادابو سره اشنا شئ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش چای څښل یوازې زموږ افغانانو فرهنګ نه دی، په نوره نړۍ؛ بالخصوص په ختیزه نړۍ کې د چای څښلو دود عام او هر هېواد ورته خپل ځانګړي اصول لري. مثلاً: زموږ ګاونډی پاکستان شین چای ډېرکم هغه هم د کاوې په نامه له بورې سره جوش شوی او خوږ شوی څښي. نور د خلکو زیات سروکار د شیدو له چای سره، چې دود پتې یې ګڼي وي. روسیه د ختیزې … نور ولولئ

روغه سټه

د ورځې ۵ دقیقې ورزش مو روغتیا تضمینوي

ژباړه: پلوشه فضلي دو دېرش کلنه د فیټنیس ستورې لورین د اسټرالیا اوسېدونکې ده، نوموړې د خپل کم وزن او روغ بدن ځیني رازونه راسره شریکوي. لورین وايي چې د ورځي لږترلږه پنځه دقیقې او زیات پنځه څلوېښت دقیقې ورزش کوي. لورین پخوا جمناسټره هم وه او ځان ته یې د فټنس ګرو لقب خپل کړی دی. لورین د خپل ورځني ژوند او پرهېز پلان تشرېح داسي کوي: – د fat په نوم د پرلیکې … نور ولولئ

روغه سټه

د روغو وېښتانو لپاره ۸ لار ښوونې چې ویل کیږي ګټورې تمامیږي

ژباړه: مریم محمدي انساني فطري غوښتنه دا ده چې د ښکلي مخ ترڅنګ د سر ویښنان یې هم ډېر وي. ځکه ښکلي وېښتان د انسانانو د ښايست او جذابيت لپاره ډېر مهم بلل کيږي. راځئ د وېښتانود روغتيا لپاره ۸ وړاندېرونه عملي کړئ: ۱- متوازن خوراک وکړئ د وېښتانو د ښه صحت لپاره متوازنه غذا ډېره مهمه ده. په بدن کې د مهمو مالګو او ويټامینونو کمښت پر وېښتانو هم منفي اغېز لري. سابه، کبان … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د انسان په ژوند کښې د ایمان اغېز

ژباړه: نوراحمد فضلي ایمان؛ یوازي یوه کلمه نه ده، بلکي د زړه یقین او باور دی. داسي یو باور چي د انسان ژوند ته جهت او تګلوری ورکوي او د ژوند کولو په څرنګوالي کښي یې مهم رول لري. ویلای سو چي ایمان د خلکو د فکرونو او کړنو د ارزښت ګذارۍ/اغېزشیندنې محور دی. همدا وجه ده چي د بنده ګۍ او مسلمانۍ طریقې ته د ور داخلېدلو لومړنی قدم ایمان دی او هرڅوک چي … نور ولولئ