سیاست

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښه غړې ګلالۍ اسماعیل نیول شوې

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښه ښځینه مشره او د پښتنو او نورو د حقونو غوښتونکې ګلالۍ اسماعیل نن هغه مهال په اسلام اباد هوايي ډګر پاکستاني امنیتي مامورینو د پوښتنو ګرویږنو لپاره ونیوله کله چې نوموړې له لندن څخه پاکستان ته ستنیده. راپورونه وايي چې د پاکستان د فیدرالي تحقیقاتو ادارې مامورینو د پښتون ژغورنې د غورځنګ له دې فعالې څخه د دوه نیم ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې … نور ولولئ

کلتور او هنر

د رنګین ماښام هنرمند خالد ملک: څوک چې مئېن نه وي خوشې سنډا به وي

د پښتو موسیقۍ مشهور نوم خالد ملک باوري دی، چې هر انسان باید مېن شي او که مېن نه شي نو انسان به نه وي، خوشې سنډا به وي. د ریښتینې مېن ارمانجن خالد ملک، چې له ۲۰۰۴ راهیسې یې د «لیلا لیلا لیلا- ځار شم له تا لیلا» سندرې په ویلو سره موسیقۍ ته مخه کړې، وایي ریښتینې مینه یې خوښیږي. ملک په یوه تلویزوني مرکه کې وویل: د ډوډۍ والا مینه مې نه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د غاښ درد یو روسی ګرځندوی ځان وژنې ته اړویست

د غاښ درد له ترټولو ډېرو ځورونکو دردونو څخه ګڼل کیږي. د دې درد یوه غټه بدي دا ده، چې عام دی او تقریباً هر څوک یې د ژوند په یوه یا څو مرحلو کې تجربه کوي. د دې درد به نورڅه بیان کوو، کیدای شي تاسو هم تجربه کړی وي او دا اوس یادونه به یې هم د هغه درد بدې خاطرې در په زړه کړي. د غاښ درد، یوه لویه بدي دا ده … نور ولولئ

سپورټ

د کندهار لوبډله په ستونزو کې ده؛ خو نورې لوبې هم لري چې بیرته راښه شي

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۵ مه نېټه په متحده عربي امارتو کې پيل شوې دي، چې تر دې مهاله یې ۹ لوبې ترسره شوې دي. په دغه سیالیو کې د (بلخ لیجنډز، پکتیا پینټرز، کابل ځوانان، ننګرهار لیوپرډز او کندهار نایټز) ۵ لوبډلې شاملې دي، چې له هرې لوبډلې سره کورني او بهرني د کرکټ پیاوړي لوبغاړي شتون لري. که له یو خوا … نور ولولئ

سیاست

پوتین ۶۶ کلن شو؛ ترټولو عجیبه ډالۍ ورته څه وه؟

ژباړه: بشر دروېش د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ورځې مخکې ۶۶ کلن شو. هغه ته د کلیزې په مناسبت یې تر ټولو جالبه او عجیبه ډالۍ د یوه بزګر لخوا د مڼې د یوه نیالګي ډالۍ کول و. دغه ډالۍ د کرنیز شرکت د مشر مرات ګالاییف له لورې پوتین ته ډالۍ شوه. ګالاییف وویل: زموږ د شرکت یوه بزګر پوتین سره د زیاتې مینې له کبله دغه ډالۍ هغه ته استولې ده. د … نور ولولئ

خوندیتوب

د انسان د زړه په اړه جالبې خبرې

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي زړه يو موټي ته ورته عضلي ارګان دی چې په بدن کې د يوه پمپ حيثيت لري. دا غړی رګونو ته د وينې د پمپولو دنده ترسره کوي. وینه د زړه د پرله پسې رېتميک غونجېدلو په پايله کې نورو رګونو ته ورځي. په انيلايډونو، مولاسکونو او آرتروپوډونو ژونديو کې همداسې زړه ته ورته يو جوړښت دا کار ترسره کوي. همدارنګه د يو انسان زړه د هغه د ژوند په … نور ولولئ

سپورټ

کرکټ: کندهار له کابل او ننګرهار له بلخ لوبډلو ماتې وخوړې

د ګلبهار افغانستان شل اوریزه لیګ سیالیو په لړ کې کابل ځوانانو لوبډلې کندهار نایټس لوبډلې ته د  دوو منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ لیکي؛ د لوبې پچه د کندهار نایټس لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او د توپوهنې بلنه یی کابل لوبډلې ته ورکړه، کابل په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه. د … نور ولولئ