خواړه

مستې ګټور خواړه او د مفیدو باکټریاوو سرچینه

ژباړه: مریم محمدي مستې د ګټورو موادو غوره سرچینه ده. تازه څیړنو ښودلې، هغه کسان چې درې وخته له خوړو سره مستې خوري، کیدای شي چې د عمر د اوږدیدو سبب یې شي. په ایران کې د یو طبی مرکز د څیړونو ډلې مندلې، چې مستې په پریمانه اندازه د کلسیم، فاسفورس، ويتامين B۲، ويتامينB ۱۲، ويتامين B۵، پوتاشیم او د پروتين لري، چې د بدن د ټولو غړو د روغتیا لپاره ګټور دي. مستې … نور ولولئ

رسنۍ

کاریزماتیک رهبر؛ ډاکټر نجیب ولې ډېر پلویان لري؟

ارشاد رغاند د افغانستان ترنېمایي ډېر موټرونه، شخصي کارځایونه او د مشهورو شخصیتونو عکس پلورنځي یې عکسونه لري. پر ډېرو امنیتي موټرونو او مرکزونو یې حتا مخالفینو دا مشهور شعار لیکلی: یا وطن، یا کفن! ډاکټر نجیب الله(۱۳۲۶- ۱۳۷۵) د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې مهم غړی او پر افغانستان د شوروي لښکرو د یرغل پروخت د خاد ( د دولت د استخباراتي خدمتونو) د ادارې عمومي ریس و. د نجیب په … نور ولولئ

رسنۍ

کمپاین او قانوني احکام؛ نوماندانو دا ټکي په پام کې ونیسئ

سبا د میزان په ۶ مه په افغانستان کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوماندانو رسمي کمپاین پيلیږي. د ټاکنو خپلواک کمیسون د اعلان له مخې، د ولسوالیو شورا د نوماندانو کمپاین به د میزان په ۱۱ مه پيل شي. دغه دواړه کمپاینونه د میزان په ۲۵ مه پای ته رسیږي او د میزان په ۲۸مه به د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو لپاره رایه اچونه وشي. خو په کمپاین کې باید پارلماني نوماندان کوم … نور ولولئ

په زړه پورې

ایرانی ماشوم د مړو په غسل خانه کې بیا ژوندی شو

  پښتو متل دی چې: د ګور شپه نه په کورکیږي. خو موږ به د دې مطلب له مخې دا متل داسې وکاروو: د کور شپه نه په ګورکیږي. د لومړني متل د تطبیق زیات مثالونه به لرئ، لیدلي به مو وي چې یو څوک رک روغ درسره ناست وي، خو ناڅاپه یا په عادي مرګ یا په کومه پېښه کې د ګور شپه کور ته نه شي رسولای. د دویم متل د اثبات مرحله … نور ولولئ

ټیکنالوژي

پر ایفون Xs څومره لګښت راغلی، په څو یې پلوري؟

ګرځنده ټلیفونونو متخصصینو د ایپل کمپنۍ نوي تولید کړي Xs ایفونونه په مالي لحاظ څېړلي او پر دغه لګښت راغلی لګښت یې اعلان کړی. د اسپوتنیک وېب پاڼې د راپور له مخې، د دغه ټلیفون پر یوه سیټ ټول ۳۹۵ ډالره لګښت راځي. د دغه نوي ماډل ایفون د لګښت اندازه له ایفون x څخه ۴۸ ډالره زیاته ښودل شوې. ویل شوي، چې د ایفون نوی ماډل ټلیفون بازار ته په ۱۱۰۰ ډالرو وړاندې کیږي. … نور ولولئ

سیاست

د ملګرو ملتونو غونډه؛ د نړۍ مشرانو ولې ټرمپ پورې وخندل؟

بشر دروېش د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا پرمهال د نړۍ مشرانو د هغه وینا پورې خندلي. خو ډونالډ ټرمپ دا راپور نه مني؛ هغه وایي د غونډې ګډونوالو ده پورې نه دي خندلي، بلکې له ده سره یې خندلي دي. ټرمپ پورې ولې وخندل شول؟ ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وویل: د امریکا په تاریخ کې یوه دولت هم د ده د دولت هومره ډېرې بریاوې … نور ولولئ

کلتور او هنر

عامر خان؛ له امیتابهـ بچن سره یو ځای کار کول مې ارمان و

د هندۍ سینما تر ټولو کامیابترین او مشهور فلمي ستوری وایي، دا چې د امیتابهـ بچن سره په یوه فلم کې یې کار وکړ خوشحاله دی. دی وایي تر اوسه یې هم باور نه کیږي چې دی د خپلو خوبونو رښتیني تعبیر ته رسیدلی وي. عامر خان دغه خبرې وروسته له هغې کړي چې یې د هغه راتلوونکي فلم لومړی پوسټر خپور شو چې په پکې یې د امیتابهـ بچن سره یوځای کار کړی. دغه … نور ولولئ

کلتور او هنر

اجي دیوګن د خپلې مېرمنې نمبر ټويټ کړی؛ کاجول ورته سخته غوسه ده!

د هندۍ سینما د مشهور ستوري اجی دیوګن مېرمن او د همدغې سینما نوموتې فلمې اداکاره کاجول په خپل خاوند د دې له امله غوسه ده چې ولې یې د دې نمبر په ټوئټر کې خپور کړی دی. تېره ورځ اجی دیوګن په خپله ټوئټر پاڼه د خپلې مېرمنې نمبر ټویټ کړی او ورسره یې لیکلي وه چې ((کاجول اوس مهال په هېواد کې نه شته او کولی شئ چې د کاجول سره په دغه … نور ولولئ

سیاست

د ختیځ او لویدیځ ناندرۍ؛ افغانستان څنګه له«سوریه» کیدو وژغورو؟

د ایران پلازمېنه تهران پرون له افغانستان سره د سیمې د یو شمېر مقتدرو هېوادونو( روسیې، چین، هند او ایران) د ګډې امنیتي غونډې کوربه و. دا غونډه، د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي کلنۍ غونډې سره هم مهاله بلل شوې وه چې د یادو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د لوړپوړیو پلاویو په مشرۍ پکې برخه لرله. لویدیځ او افغانستان ته پيغامونه د غونډې برخوالو ختیزو قوتونو ظاهراً لویدیځ ته … نور ولولئ

خواړه

د مالګینو کلچو پخول

زموږ په کورنیو کې ډیری غړي نه خوښوي چې خوږې کلچې وخوري، ځکه ځیني د خوږو کلچو خوړلو علاقه نلري، بلکې تروشې هغه خوښوي، نو ښه دی چې ورته پخې شي. نن غواړم تاسو ته د داسې کلچو پخولو طریقه در وښیم چې د بورې پرځای پکې مالګه اضافه کړئ. لازم مواد ۱. یو نیم ګیلاس سپین وړه ۲. یو قاشوغه پیکن پوډر ۳. غوړي د ضرورت په اندازه ۴.مالګه یوه قاشوغه ۵.میده کړي غوزان … نور ولولئ