سپورټ

  افغان کرکټ بورډ هم د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه؛خو تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د لوبډلې څخه جدا شو!

  د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د کرکټ اسیايي شورا لخوا د پیلیدونکې ۵۰ اوریزه اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه خپله لوبډله اعلان کړه. د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې په اعلان کړي ۱۷ کسیز لیست کې اضغر افغان، محمد شهزاد، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، سمیع الله شینواری، محمد نبي عیسی خیل، حشمت الله شاهدي، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان، منیر احمد، شراف الدین … نور ولولئ

خواړه

د وریجو اوبه نور لرې مه اچوئ؛ د سرطان ضد ګټور رول لري

ژباړه: مریم محمدي د ورجو اوبه نه یوازې دا چې ښه خوند لري بلکې ډيرې ګټې هم لري. د ورجو جوش اوبه یا (سرسر) څښل د سرطان ضد دي، ویښتان قوي کوي او د جلدي ناروغیو لپاره ګتور تمامیدی شي. دا چې د وریجو جوش شوې اوبه نورې څه ګتې لري په دې لیکنه کې به یې اړه پوه شئ: ۱- د وریجو اوبه د ویټامینونو او معدني مواد غوره منبع ده روغتیا پالان وايي … نور ولولئ

په زړه پورې

ولسمشر: "بهر کې کناربونه مه پاکوئ؛ خپل وطن ته راشئ"

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو بهر کې میشتو وینزویلايي مهاجرو ته ویلي، چې د بهرنیو کنارابونو پاکول پریږدي او خپل کور ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو د شمیرنې له مخې په وینزویلا کې د سیاسي او اقتصادي غوغا له زیاتیدو وروسته چې ورسره د بې کارۍ ګراف هم لوړ شو، له دغه هیواد په تیرو دریو کلونو کې ۱.۶ میلونه وینزویلایان تښتیدلي. د حکومت چارواکي وايي، چې د وینزویلا د ولسمشر ښاغلي مدورو له … نور ولولئ

سپورټ

ملینګا بیرته د افغانستان او بنګله دیش خلاف د سریلانکا کرکټ ټیم ته راستنیږي

سرېلانکا د کرکټ د ۲۰۱۸ م کال د اسیايي جام لپاره خپل ۱۶ کسیز ټیم اعلان کړی دی، چې په کې تر یو کلن ځنډ وروسته ددې ټیم تجربه کار باولر( توپ اچووونکی) لاسیټ ملینګا بیرته شامل شوی دی. ملینګا د وروستي ځل لپاره د تېر کال په سيپټمبر میاشت کې د هندوستان خلاف په کولمبو لوبغالي کې لوبیدلی و چې وروسته نوموړی ټپي شو. ملینګا په دې میچ کې د 35 منډو په بدل … نور ولولئ

سپورټ

هندوستان د اسیايي جام لوبو لپاره خپل ټیم اعلان کړ؛ ویرات کوهلي په کې نه دی شامل

د هندوستان د کرکټ بورډ په روانه میاشت کې د اسیايي جام د لوبو لپاره خپل ۱۶ کسیز ټیم اعلان کړی، چې په کې د ټیم کیپتان ویرات کوهلي نه دی شامل. د هندوستان د کرکټ بورډ پر خپل ټویټر په یو پیغام کې ویلي چې د سیپټمبر په ۱۵ نیټه د اسیايي جام په لوبو کې به روهت شرما د هندوستان د ټیم کیپتاني کوي. پخوانی کیپتان مهندرسینګ دهوني هم په دې ۱۶ کسیز … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

۴ هغه ځانګړنې چې له ډاره مو ژغوري

د عطا محمد میاخېل ژباړه اندېښنه مه کوئ، د وېرې ( ډار) له پاره هېڅ دلیل شتون نه لري. که څه هم زما د حل لاره دا ده. البته وېره شتون لري، خو نباید له کوم څه څخه ووېرېږئ، ځکه یوازې مینه ده، چې حقیقي ده. اجازه راکړئ، چې توضیح یې کړم، کله چې تاسو د الله (ج) په لارښوونو او دا چې څوک یاست، پوه شئ او ورته تسلیم شئ، نو د وېرې له … نور ولولئ

په زړه پورې

د روس او امریکا تر منځ سړه جګړه او په بډه بیره کې د (U2 ) جاسوسي الوتکو امریکايي اډه

د روس او امریکه ترمنځ ” سړه جګړه” (کولډ وار) له بډه بیرې نه پېل شوه. په ۱۹۴۹ م کې شوروي اتحاد (روس) د پاکستان لومړي وزیراعظم لیاقت علی خان ته بلنه ورواستوله. امریکه دا نه غوښتل او دی يې مجبور کړو چې بل کال د مې په میاشت کې امریکه ته لاړ شي. هلته د فلسطین په اړه د لیاقت علی خان خبرې د امریکایانو خوښې نه شوې او هغه په اکتوبر کې د … نور ولولئ

سیاست

د بحراني ټاکنو پرلور؛ حکومت که ګوندونه پړه دي؟

د راتلونکو پارلماني ټاکنو له نیږدې کیدو سره ورځ تربلې د دغو ټاکنو د بحراني كیدو نښې نښانې هم په پياوړي کیدو دي. په دې لړ كې د لوی ملي ایتلاف په نوم د یو شمېر مطرحو سیاسي جریانونو مجموعې پرون لسګونه زره هغه جعلي تذکرې رسنیو ته ښودلي، چې په وینا یې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د درغلیزه کولو یوه برخه ده. دغه ایتلاف پر ارګ، د ټاکنو خپلواک کمیسون او د ثبت احوال … نور ولولئ

کلتور او هنر

له دوه کلن ځند وروسته ابهشیک بچن بېرته فلمي نړۍ ته راځي

د هندۍ سینما مشهور ستوری ابهشیک بچن د فلمي نړۍ څخه د خپل لريوالي په تړاوو ویلي ډاریږي د خلکو په زړونو کې خپل پیدا کړی ځای له لاسه ورنه کړي. ابهشیک بچن د هندۍ سینما د مشهور او قدرمن فلمي ستوري امیتابهـ بچن زوی او د ایشواریا رائی خاوند دي. نوموړي د تېرو دوو کالو راهیسې د سینما په پرده راښکاره نشو< خو اوس د یوه فلم په شوټینګ (ډکولو) بوخت دی. ابهشیک بچن … نور ولولئ

اقتصاد

لوږه په تنده ووژنئ، وزن به مو کم شي !

ژباړه او زیاتونه: ګلاب هیواد د وزن زیاتوالی د اوسنۍ نړۍ له عامو شکایتونو څخه دی. ډاکټرانو یوه لویه برخه مراجعین چې مختلفې ناروغۍ لري، یو دلیل يې ورته دا ښودل کیږي چې وزن یې زیات دی. د وزن د کمولو لپاره ډاکټران ګڼې سپارښتنې کوي، چې له هغو څخه یوه هم د اوبو زیات څښاک دی. د اوبو څښاک ډاکټران د وزن سوزولو او د وجود د جوړښت لپاره ضروري ګڼي. په دې لیکنه … نور ولولئ