ټولنیز ژوند

خطرناک ودونه او د مخنیوي لارې چارې یې !

د ځوانانو یو لوی مشکل د واده په اړه فکر دی. دوی له یوې خوا د مینې په دام کې ګېر وي او له بلې خوا وېریږي، چې مینې یې سترګې ړندې کړې نه وي او په خطرناکو ودونو یې وانه ړوي. دلته به هغه لارې چارې در وښيوو، چې د خطرناکو ودونو سبب کیږي: ښایست او سینګار معیار نه دی ! ښایست د هرچا خوښیږي، خو یوازې د ښایست لپاره څوک د ژوند ملګری/ … نور ولولئ

سیاست

د اتمر په اړه به قضاوت څنګه کوو؟ د ډاکتر مصدق یحیی لیکنه

لیکوال: ډاکتر مصدق یحیی زه په پوهنتون کې زیات بوخت وم چې یو ملګري سره دهلیز کې مخ او د اتمر صاحب له استعفا يې خبر کړم، دا دا موضوع لکه څنګه چې ګورم تاسو ته هم مهمه ده، د امنیتي مطالعاتو له زاویې ماته هم مهمه وه، بیا مې د ولسمشرغني هغه خبرې واورېدې چې د نوي مشاور ډاکتر حمدالله محب صاحب د معرفۍ په مراسمو کې یې کړې وې. ولسمشر غني په خپلو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

داسې اله جوړه شوه چې ماشي انسان ته نیږدې نه پریږدي

د قسیم هلال لیکنه داسې اله جوړه شوه چې د ماشو مخنیوي کوي. ددې الې په اخیستلو او استعمالوو سره به ماشي له تاسو تر دوه میترو لرې ځان ساتي. ماشي د زیاتو ناروغیو انتقالونکي وسیله ده چې په اسانۍ سره له یو انسان بل انسان ته ناروغۍ لیږدوي، ځینې خطرناکې ناروغۍ لکه ډینګي، زیړی، تبې، د پوستکې ناروغۍ د همدې ماشو په واسطه له انتقال مومي. د دغو مضرو حشرو له شر د ځان … نور ولولئ

سپورټ

افغان چټک بالر ۳ میاشتې وروسته په نن لوبه کې توپ اچوونه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسی تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی. نوموړی نږدې درې میاشتې وړاندې د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ ته د چمتوالي په موخه په تمریناتو کې ټپي شو، چې له کبله یې بیرته هېواد ته راستون شوی و.  تیز بالر دولت ځدران د ټپي کیدو له کبله … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان لپاره د سچن ټنډولکر لوبه

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سچن ټنډولکر، چې د کرکټ په نړۍ کې په ماسټر بلاسټر مین سره مشهور دی او هم یې د کرکټ په تاریخ کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره په لوبیدو کې تر ټولو زیاتې ۱۰۰ سلیزې جوړې کړې دي؛ یو وخت د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره هم لوبیدلی دی.  ښايي دا خبره تر ډیره تاسو ته د باور وړ نه وي او په اوریدو … نور ولولئ

سیاست

د حکومت او ګوندونو جنجال؛ ګډه کمېټه به یې حل کړای شي؟

ولسمشرغني تېره شنبه مخکې له دې، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه معترض ګوندونه په رسمي ډول خپل بایکاټ اعلان کړي د دوی استازي ارګ ته د مذاکراتو لپاره وبلل. د سیاسي ګوندونو استازو ویلي، چې ولسمشر ورسره په دغه ناسته کې د راتلونکو ټاکنو پر سر د رامنځته شوي جنجال د حل لپاره پرګډې کمېټې جوړولو هوکړه کړې. د ګډې کمېټې هوکړه په داسې حال شوې، چې د اعلان شوي مهالوېش له مخې … نور ولولئ

سپورټ

ښآيي ویرات کوهلي یو ځل بیا له هندۍ لوبډلې جلا شي 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي، چې پرې ټوله لوبډله کې حساب کیږي، یو ځل بیا د هندۍ لوبډلې څخه غاړې ته شي. د سپورټز کیډا ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د هندۍ لوبډلې اوسنی کپتان ویرات کوهلي، چې دم ګړۍ په انګلستان کې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې سره په ټیسټ سیالیو کې بوخت دی؛ ښايي د اسیا جام په سیالیو کې ګډون ونکړي. د معلوماتو له مخې ویل شوي، … نور ولولئ

سپورټ

د بلاسټ سیالیو وروستۍ مرحله: د ظاهر خان دې لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسیده

 د انګلستان د کورني کرکټ ویټالیټي ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې د تیرې جون میاشتې په ۴ مه نیټه په انګستان کې پیل شوې وې، وروستي پړاو ته ورسیدې. د ۱۸ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د سسیکس، لینکا شایر، کینټ سپیټ فایرز، دورهم جیټز، ورسیسټر شایر ریپیډز، ګلوسیسټر شایر، نوټز اوټ لاز لوبډلې د کوارټر فاینل مرحلې ته ورسیدې، چې په لمړي کوارټر فاینل کې لینکا شایر د کینټ خلاف، سسیکس د دورحم خلاف او … نور ولولئ

سپورټ

د کارابین سیالۍ؛ د قیس احمد دې لوبډله تر ټولو وروسته شوې

د ویسټ انډیز کارابین لیګ سیالیو داوم…  د ویسټ انډیز د کورني کرکټ «CPL» یا کارابین پریمییر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د روانې اګسټ میاشتې په ۸ مه نیټه ۲۰ ورځې مخکې په ویسټ انډیز کې پیل شوې دي؛ پکې تر دې مهاله ۱۸ لوبې ترسره شوې دي. په دغه سیالیو کې ګډون کوونکې ۶ لوبډلې ګیانا امازون، سنټ لوشیا سټارز، نایټ رایډرز، بار باډوس، پیټریټز او جمیکا یو بل سره په سیالیو کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ

ژباړه: مریم محمدي سترګې مو کوم رنګ لري؟ ریښتیا ووايئ! وروسته بیا د خپلو سترګو رنګ ته په کتو وګورئ چې څه ډول شخصیت لرئ. په دې لیکنه کې د سترګو له رنګ نه د انسان شخصیت د ارواپوهنې له لارې معلومولی شئ: ۱- شنې سترګې چې لږ تور ته نږدې وي د شنو سترګو نښه د ځوانۍ ده، هغه کسان چې شنې سترګې لري، هر ځای ته چې لاړ شي له ځان سره ښکلا … نور ولولئ