ټولنیز ژوند

د نانځکو کولو رازونه: ولې ځیني انجونې چې ودیږي هم، ځانځکې لوبوي ؟!

نانځکو د لوبولو ګټې او رازونه دا طبیعې ده چې د نانځکو لوبول د انجونو د پیدایښت او لږ لږ پوهیدو سره سم پیلیږي او دا طبیعې مینه بیا کله په یوې ځانګړې مینې بدله شي او ددې سبب شي چې انجونې دې آن د واده په جهیز کې هم له ځانه سره نانځکې یوسې او د واده وروسته يې هم ولوبوي. پوښتنه داده چې، په ماشومتوب او د عمر په نورو مرحلو کې د … نور ولولئ

اقتصاد

د یوه پياوړي کورني اقتصاد لپاره په دې لیکنه عمل وکړئ

ژباړه او زیاتونه : عتیق الله فایق لکه څرنګه چې انسانان په یو ګډ چاپېریال او ټولنه کې ژوند کوي، د ډېرو فعالیتونو سربېره انسانانو ته اړینه ده چې په خپل کور کې، همدارنګه کوم ځای کې چې ژوند کوي، د خپل ژوند ضرورتونه مهیا، برابر او یو منظم اقتصادي سیستم رامنځته کړي. لاندې څو مهم ټکي دي چې د کوراقتصاد په جوړولو کې ډېره مرسته کوي: پسنداز سیستم رامنځته کول په کورکې د پیاوړي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښې او ګټورې وینا لپاره په دې ۱۰ رازونو پوه شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس 1- په کوچنيو غونډو کې وينا وکړئ. هڅه وکړئ چې داسې ځايونو کې ويناوې وکړئ چې د ځينو د مخاطبانو سره همغږي ولرئ. که پلان مو دا وي چې ستاسو د وينا په پروګرام کې ۲۵ کسان ګډون وکړي، داسې يو ځای په پام کې ونيسئ چې حد اقل د ۳۰ کسانو لپاره ظرفيت ولري، نه د ۱۰۰ کسانو لپاره. يو ډکه خونه د خالي صالون په پرتله خوندوره او د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

جلال اباد د بیا ځل خپلواکۍ اخیستلو په موخه په درې رنګه بیرغ پوښل شوی

 د اسد ۲۸ مه نیټه، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده، هر کال په ټول هېواد کې په خوښیو سره لمانځل کیږي.  سږ کال هم د نورو ولایتونو په څیر د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دغې ورځې د جشن لمانځلو په موخه پوره تیاری روان دی.  ننګرهار ولایت په دې وروستیو کې د جګړې په لمړۍ کرښه بدل شوی دی او د څو ورځې وړاندې د … نور ولولئ

کلتور او هنر

نن د پریانکا چوپړا کوژدن ده، خو د شاه رخ خان په شمول مهم ستوري ورسره ګډون نه کوي

هندۍ رسنۍ وایي چې د پریانکا چوپړا په کوژدنه کې به د شاه رخ خان په شمول ممکنه یو شمېر نور مشهور هندي فلمي ستوري هم ګډون ونکړي. د تېرو څو ورځو راهیسې د بالیوډ د ښکلې او مشهوري ستوري پریانکا چوپړا د کوژنې او اړیکو راپورونه ورکول کیږي. هندۍ رسنۍ وایي؛ د پریانکا چوپړا او د امریکایي مشهور سندر غاړي نک جونز کوژدنه شا اوخوا میاشت وړاندې شوې وه، خو هغه وخت دغه کوژدنه … نور ولولئ

کلتور او هنر

د ایشوریا رایې په ژوند فلم جوړیږي، په اړه یې خبرې کړي

ایشوریا رایې بچن د دې په ژوند په جوړیدونکي فلم په تړاوو د خپلو مینوالو لپاره لا زیات معلومات شریک کړي دي. ایشوریا رایې د هندي سینما د وخت له ښکلو او تکړه فلمي ستورو وه چې د ډېرو مینوالو په زړونو کې لا هم ځای لري. رایې بچن نه یوازې دا چې یوه ښه فلمي اداکاره ده بلکي ښکلا یې هم د مینوالو په پیدا کولو کې زیات ونډه لرلې ده. ایشوریا مخکې له … نور ولولئ

سپورټ

د فلسطین او افغان لوبډلې ترمنځ به د یکشنبې په ماښام لوبه ترسره شي

 د افغاستان د فوټبال ملي لوبډلې سره د یوې دوستانه سیالۍ په موخه د فلسطین فوټبال ملي لوبډله کابل ته راغلې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر پاڼې له مخې د فلسطین هېواد د فوټبال ملي لوبډله یې د اسد ۲۸ مې د هېواد د خپلواکۍ د جشن په مناسبت کابل ته د وستانه سیالۍ د ترسره کولو په موخه رابللې وه، چې پرون رارسیدلې. د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو د فوټبال … نور ولولئ

سپورټ

د افغان لوبډلې دا اختر هم په مسافرۍ کې راغی 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې د کلونو راهیسې د کرکټ په ډګر کې لوبیږي، ډیر کله یې د اخترونو خوښۍ د هېواد لپاره له کوره بهر په مسافرۍ کې تیریږي. افغان کرکټ ملي لوبډله د تیر کمکي اختر په څیر یو ځل بیا له هېواد بهر په سفر تللې ده، چې د ایرلینډ خلاف به د ۶ لوبو لړۍ ترسره کوي.  د هېواد کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ سفر د تیاریو په موخه … نور ولولئ