سپورټ

افغان چاینه مین په کوانټي سیالیو کې ښه پیل وکړ 

د افغانستان د ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ظاهر خان چې په چاینه مین سره مشهور دی، د انګلستان په کورنیو کوانټي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللی دی، چې په خپل ګډون سره یې د لوبډلې لپاره ښه پیل وکړ.  نوموړی د انګلستان په کوانټي سیالیو کې د لینکا شایر لوبډلې لخوا د لوبیدو په موخه لندن ته غوښتل شوی و، چې په رسیدو سره سم د دورحم لوبډلې خلاف … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

خلکو ته د ښې وینا کولو لپاره دا لارښوونې په پام کې ونیسئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي که غواړئ چې خبرې مو د د خلکو خوښې شي، نو هڅه وکړئ په مجلو او ورځپاڼو کې او یا هم له نورو منابعو څخه داسې څه پیدا کړئ چې نوي وي او خلکو ته په زړه پورې تمام شي. هغه څه چې خلکو ته یې وایاست مخکې له مخکې یې لنډیز درسره ولیکئ او د خبرو کولو په سر کې پرې یو نظر واچوئ. کله چې تاسو په ارامه او خلاصه … نور ولولئ

کلتور او هنر

په نیویارک کې د امریکا او فرانسې ترمنځ د دوستۍ نښه

ژباړه: محمد عزيز پردېس د امريکې په نيويارک کې د آزادۍ مجسمه د امريکې او فرانسې ترمنځ د دوستۍ نښه ګڼل کېږي، د دې مجسمې ټوله بدنه په مسو پوښل شوې ده. د نوموړې مجسمې بنسټ په کال ۱۸۷۵کې ايښودل شوی دی، چې طراح يې د فرانسوي فردريک بارتلدي له لوري په فرانسه کې ترسره شوې ده. کوم ځای چې ياده مجسمه پکې ډيزاين شوې ده، د اليس يا بدلو جزيرې يوه برخه ده. د … نور ولولئ

خواړه

هغه خواړه چې باید د ښې روغتیا لرلو لپاره یې وخورئ

ژباړه راټولونه: مریم محمدي روغتیا پالان وايي که غواړئ چې ډیر عمر او ښه روغتیا ولرئ، نورو روغتیايي مسایلو ته د پام کولو سر بیره خوړو ته مو هم ځانګړې پاملرنه وکړئ. روغتیا پالان وايي چې سابه (سبزيجات) بايد د هر انسان د خوراک عمده برخه وي. خو د ترکارۍ د پخولو په وخت کې بايد دې ته پام وشي چې پکې مهم ويټامينونه او غذايي مواد يې د زياتې تودوخې او په غوړو کې … نور ولولئ

سیاست

ولسمشر او مخالف سیاستوال؛ پخلاینه یې ضرور او ممکنه ده ؟

ارګ په وروستیو کې د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني د جلاـ جلا لیدنو تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې ولسمشر ورسره د سولې او اوربند په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث و مشورې كړي دي. دې تصویرونو حکومت پلوو ته د دې خبرو موقع ورکړه، چې ولسمشر آخر هم خپل سیاسي منتقدین خپل حضور ته په ورتلو مجبور کړل، خو حکومت ضدو بیا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د امیندوارۍ پرمهال د موبایل کارول، پر ماشوم بدې اغیزې لري

ژباړه: مریم محمدي د حمل په وخت کې د موبایل شعاع په ماشوم (جنین) باندې بده اغیزه لري. ځکه تر ټول حساس وخت د ماشوم ناروغۍ لپاره په بطن (نس) کې له ۱۵ اونۍ وروسته وخت دي. ډاکتران وايي که چیرې په یاد شوي وخت کې ماشوم ته شعاع ورسیږي، د نورو زیانونو سربیره د ماشوم ذهن وده نه کوي، وزن نه اخلي او ماشوم له مغزي ستونزو سره مل نړۍ ته راځي. ډاکتران ټینګار … نور ولولئ

ټیکنالوژي

ایپل دوه سیمکارته موبایل جوړوي

لیکنه: قسیم هلال ایپل کمپنۍ د لومړي ځل لپاره غواړي چې د دوه سیمکارتونو لرونکی موبایل جوړ کړي. د اېفون خبرونه خپرونکې ویب پاڼې (ناین ټو فایو میک) په تازه خپور شوي خبر کې لیکلي “د دې ډیر امکان دی چې اېفون دې په خپل نوي ماډل سمارټ فون کې د دوه سمکارتونو اسانتیا برابره”. د ویبپاڼې په وینا د اې او ایس ۱۲ په بیټا ورژن کي یو ځای د دوه سیمکارتونو خبره یاده … نور ولولئ

اقتصاد

نرسان په کوم هېواد ډېر عواید لري؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ټولو په سر کې باید و وایوو، چې له ډاکټرۍ وروسته نرسنګ تر ټولو مهمه دنده ده. یو نرس نه یوازې دا چې له ناروغ سره پوره مرسته کوي، بلکې تر ډاکټر ډېر پام پرې کوي. په ځینو هېوادونو کې نرسان ډېر ښه عواید لري، خو په ځینو کې بیا یوازې دومره پيدا کوي چې خپل ورځنی ژوند پرې مخ ته وړي. په دې لیکنه کې درته هغه هېوادونه معرفي کوو، … نور ولولئ