د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام څه ډول ترسره کیږي او افغانستان به له چا سره مخ وي؟!

 د کرکټ اسیايي شورا لخوا د اسیا جام ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه پیلیږي، چې پکې تر دې مهاله ۵ د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په ډاګه شوې دې، خو یوازې د یو بلې لوبډلې انتظار کیږي، چې لا تر دې مهاله نامعلومه ده.

 په دغه جام کې د ګډون کونکو ۶ لوبډلو څخه د افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا او بنګله دیش لوبډلې معلومې شوې دي، خو شپږمه لوبډله به د مالیزیا، سینګاپور، هانګ کانګ، نیپال او متحده عربي اماراتو څخه یوه د غواراوي پړاو څخه راتیرییږي.

 د دغه جام سیالۍ په دوه ګروپونو ویشل شوې دې، چې پکې افغانستان د سریلنکا او بنګله دیش، خو پاکستان د هندوستان او د غوراوي پړاو څخه د راتیریدونکې لوبډلې سره په ګروپ کې قرار لري.

 د ګروپ سیالیو څخه به ۴ لوبډلې دویم مرحلې ته ورسیږي او د سیالیو دوه بایلونکې لوبډلې به د مخکې تګ څخه پاتې شي.

په دویم پړاو کې به څلور واړه لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبیږي، چې هره لوبډله به درې لوبې ترسره کړي او دوه ګټونکې لوبډلې به تر پای لوبې ورسیږي.

 د اسیايي جام دې پړاو سیالۍ د سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه د سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ لوبې سره پیلیږي.

 همدا راز د سیپټمبر میاشتې په ۱۷مه نیټه به افغانستان په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د سریلنکا سره مخامخ شي او د همدغه میاشتې په ۱۹ مه نیټه به پاکستان د هندوستان خلاف بخت و ازمایي.

 د اسیا جام په نوم د کرکټ  دا۵۰ اوریزه سیالۍ، چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پيلیږي تر ۲۸ مې نیټې پورې به دوام ولري.