ځوانان او زده کړې

ماشوم ور سپارل شوي کارونه هېڅکله هم له یاده نه باسي

ژباړه: حمیدالله حمیدي مشهور او پېژندل شوی ارواپوه«ان باکس» د ماشومانو په اړه وایي، هېڅ یو ماشوم هغه مسوولیتونه، چې ورته سپارل شوي په اسانۍ سره له یاده نه باسي. له وړکتوبه حتا له درې کلنۍ څخه له هغوی څخه وغواړئ، چې هر سهار یې خپل وېښتان منظم ږومنځ کړي او خپل د لوبو سامانونه یې په یوه ځانګړي ځای کې کیږدي. کله، چې دوی هر سهار دغه کارونه سرته ورسول په حقیقت کې تاسو … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

هغه توکي او وسایل چې باید د سفر پرمهال درسره وي

ژباړه: حمیدالله حمیدي د سفر اړوند وسیایل او توکي هغه څه دي چې د یوه مسافر لپاره تر بل هر څه ډېر اړین او ضروري بلل کېږي. د بیک توکي او کالي مو په دې پورې اړه لري، چې په څه ډول او چېرته سفر کوئ. یوه څه ته مو پام وي، چې پخوانیو سفرونو بېلو او اوسني سفرونه بیا بېلو توکو او وسیالو ته اړتیا لري. د تکنالوژۍ راتګ او د سفرونو نوی رنګ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مهال واک د ویر په کوڅو کې د ژوند لټون کوي

د رڼا لودين لیکنه د کابل کوڅې که پرلپسې د چاودونو، وژنو او تښتونې شاهدانې دي، خو ددې ښار په همدې ویرجنو کوڅو کې د ژوند لټون هم دوام لري. که ددې ټولنې یوه ډلې خلکو په ځانګړي توګه سړیو، د وژنو کاروبار ته زور ورکړی، خو یوه لویه ډله ځوانان داسې هم شته چې غواړي ژوند وکړي او د نورو د ژوند د بهبود لپاره د زده کړو، هنر او نورو ټولنیزو فعالیتونو له … نور ولولئ

ټیکنالوژي

د وریژو تر دانې هم کوچنی کمپيوټر!

ژباړه او راټولونه: مهرتاج امريکايي ساينس پوهانو د نړۍ د تر ټولو کوچني کمپيوټر د جوړولو دعوه کړې. دا کمپيوټر يوازې ۰.۳ ميلي متره دی او څېړونکي په دې نظر دي چې د سرطان ناروغۍ په درملنه او د سرطان په ناروغۍ د اخته کسانو پر حالت نظر ساتلو کې به ترې ګټه واخيستل شي. د ميشيګن پوهنتون څېړونکو دا کوچنی کمپيوټر د سرطان ناروغۍ له درملنې سربېره د خامو تېلو د ذخايرو د څار، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په میرمنو کې د سینې سرطان؛ نښې، عوامل او د مخنیوي لارې چارې یې

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي سرطان وېرونکې اصطلاح ده، چې په اوریدلو سره هر څوک ترې د ځان ساتلو دعا کوي. او د تیو یا سینو سرطان په عمومي توګه په میرمنو یا ښځو کې ډیر لیدل کیږي. سره له دې چې د سینې سرطان ناروغي د درملنې وړ ده، خو په افغانستان کې هر کال ۱۷۰۰ مېرمنې د یادې ناروغۍ له کبله مري: د سرطان په اړه نور مهم معلومات دلته لولو: ۱ – … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

وچکالي او د هغې ټولنیزې – امنیتي اغېزې

لیکنه: احسان الله ځيرک (له اوبو سره د امنیت اړیکه) لنډیز: د سیلاب، طوفانونو، زلزلې، وچکالۍ او … په څېر طبعي پدیدې د هغو منفي اغېزو او پایلو له کبله چې پر انساني ژوند یې لري، د «طبعي خطرونو» په نوم یادیږي؛ د طبعي ښکارندو(پدیدو) له ډلې یوه یې چې د نړۍ ځینې سیمې او انساني ټولنې په ځانګړې ډول منځني ختیځ د هغوی په اړه اندېښنه لرله او لري یې، وچکالي او د هغې … نور ولولئ

ژوند بڼه

د چارلي چاپلېن ژوند او اند

اوډون او ژباړه: محمد عزيز پردېس چارلس چاپلين، بريالۍ كوميډي څېره د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته كډه وكړي. د برتانيې مشهور او ممتاز فلمي هنرمند چارلس چاپلين د ١٨٨٩ كال د اپريل په ١٦ نيټه په لندن كې وزيږيد، پلار او مور يې سندرغاړي وو، د پنځه كلنۍ په … نور ولولئ

رسنۍ

د سولې او جګړې ژورنالیزم: په سوله کې د رسنیو رول

لیکنه: غازي عابد وايي سوله له ذهنونو پيلیږي، کله چې ذهن سوله ییز شي او بدي، جګړه او وژنه ناوړه وبولي، نو سولې ته لار هواریږي، خو ذهن اړ دی چې د یو څه له امله یا د یوه څه په وسیله سوله ییز اړخ خپل کړي او دا اله په نن سبا نړۍ کې رسنۍ هم دي، که خواله رسنۍ دي او یا نورې ټولنیزې رسنۍ. دا چې د سولې په ټینګښت او د … نور ولولئ