خواړه

د اوږدو، قوي او ګڼو ویښتانو لپاره دا کارونه وکړئ

ژباړه: مریم محمدي د ښکلو ویښتانو درلودل د ځوانۍ ترڅنګه د انسان په ښکلا کې پوره اغیزه لري. که غواړئ چې اوږده او قوي ویښتان ولرئ، نو له دې ساده او اسانه لارو چارو کار واخلئ: ۱- پروتین لرونکي خواړه وخورئ د ښه ویښتانو لپاره شېدې، مستې او د چرګې هګۍ وخورئ، ځکه دا خواړه په پریمانه اندازه پروټین لري. ۲- ویټامین لرونکي خواړه وخورئ که د ښکلو ویښتانو خوښونکي یاست نو د ویټامینA، ویټامینB، … نور ولولئ

اقتصاد

فقر او بې وزلي په حرکت او مبارزه ختمیدای شي، لاس په کار شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس ذهن يوازينۍ وسيله ده چې انسان د هغه په مرسته کولی شي د برنامې په جوړولو او هغه ډول چې غواړي او علاقه لري ژوند وکړي. په همدې اساس اجبار ته اړتيا نشته او انسان اختياري موجود دی. په حقيقت کې موږ کولی شو د خپل دنياوي تقدير مالک واوسو. ځکه د ذهن فرمان زموږ په اختيار کې دی او کولی شو د ذهني ليدلورو د کنټرول په مرسته هغه يو … نور ولولئ

خواړه

د هند مشهور خواړه (چکن هانډې) په افغانستان کې داسې پاخه کړئ

الما افغان د چکن هانډې په اړه به مو اوریدلې وي چې په هندوستان هیواد کې يي پخول او خوړل ډیر دود لري، خو دلته په افغانستان کې هم په ځینو کورنیو او هوټلونو کې یې د خوړو خاص مینوال شته. دا چې له یادو خوړو تاسو هم خوند واخلئ، زه يې درته د پخولو ساده طریقه ښييم: لازم مواد: ۱- د چرګ سینه/د چرګ بې هډوکې غوښه یوه کیلو ۲- یوه قطۍ ملايې/نیمه کیلو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ننګرهار او لغمان ته مو د ولسمشر له سفره څه زده کړل – خوشال خلیل

د خوشال خلیل لیکنه جلال اباد ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال د ولایت د غونډو تالار ته له لیپټاپ سره ننوتم، ولسمشر لا نه و، راغلی ما غوښتل داسې ځای کینم چې د برق ساکټ ورته نږدې وي، تالار خورا ګرم و، ایرکنډیشن کار نه ورکاوه او بادپکیو توده هوا شړله، ناستو خلکو چا له تندي خولې وچولې او چا کاغذ نه ببوځی جوړ کړی ؤ، خو د حامد کرزي په نامه د … نور ولولئ

سپورټ

د زونونو په کچه له ۱۹ کلنو د کم عمره سیالیو اتلولي بند امیر وګټله

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شپږو زونونو ترمنځ د نهو ورځو راپدیخوا د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو پنځوس اوریزې سیالۍ پیل شوې وې، چی اتلولي یې پرون د بند امیر زون لوبډلې وګټله. په پایلوبه کې بند امیر او امو زونونو لوبډلې مخامخ شوې، امو د ټولو ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۸ اورونو کې د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه، چې په ځواب کې بند امیر لوبډلې په ۴۹ م … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

بدلون هغه وخت شونی دی چې تاسو یې د راوستو غوښتونکي اوسئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي پر دې باید پوه شې چې هېڅ شی هم بدلون نه کوي تر څو چې خپله ونه غواړې. حالات، د ځان او نورو ملامتول نه شي کولای ستا په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډېرو شیانو د درلودو غوښتونکی وې او د زړه له تله ونه غواړې او خپل بخت پلمه کړې چې دا هر څه ممکن نه دي، هېڅ کله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شې … نور ولولئ

سپورټ

کرکټ: افغانستان لیست A لوبې پيل شوې؛ نن لمړۍ لوبه ده

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د زونونو په کچه د غازي امان الله خان پنځوس اوریزې لیست A لوبې سبا په کابل او خوست ولایتونو کې پیلیږي. افغان کرکټ بورډ وايي، د غازي امان الله خان په نامه یادې لوبې به ۱۸ ورځې دوام وکړي. ددغو لوبو وروستۍ ۸ لوبې به په ژوندۍ بڼه په یک ټلویزیون هم خپرې شي. په یادو سیالیو کې ملي لوبغاړي هم لوبیږي، جاوید احمدي د امو زون، حشمت … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

سعودي کې نړیوال اسلامي کنفرانس؛ په افغانستان کې به یې پر جګړې اغېزې څه وي؟

ټاکل شوې، چې د سې شنبې په ورځ به سعودي عربستان د اسلامي همکاریو د سازمان په ملتیا په نړیواله کچه په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو د اسلامي عالمانو د یوه خورا مهم کنفرانس کوربه وي . دغه کنفرانس ته د نړۍ له بېلاـ بېلو هېوادونو، افغانستان او همدا شان پاکستان څخه دیني عالمان بلل شوي . اټکل کیږي، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د روانې جګړې دیني اړخ … نور ولولئ

ژوند بڼه

د ژوند شل حقیقتونه چې ډیرو ته یې منل سخت دي

لیکنه: مټیو جونز ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل یوازې له مړینې پرته، نور د هوا، سپورټ او مشهورو کسانو په اړه غږیدل خورا اسانه کار دی. له بده مرغه څومره وخت چې ته د دې مسئلې په اړه په فکر کولو تیروې چې ګواکې اصلي حقیقتونه نه شته، نو هماغومره زیات وخت ته په هغه څه ضایع کوې چې ګوندې ته په خپله یو باوري کس نه یې او د ژوند هره ارزښتمنه شیبه دې بې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

که د نورو بریالیتوبونه ولمانځئ، نو دا څلور ګټې به مو کړي وي

لیکنه: نجما خورمي ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل کله چې ستا یوه ملګري او یاهم نیږدې خپل ترقي کړې وي، یا هم کوم غوره څه یې لاسته راوړي وي او یاهم یوه ښه دنده یې موندلې وي، نو ایا ستا په یاد دي چې په هغه شیبه کې تا څه احساس کړی؟ د خوشالۍ احساس او یاهم که د بخیلۍ احساس؟ ډیرښه، اوس نو خپل وروستۍ لاسته راوړنه او یاهم بریا په یاد راوړه. په هغه … نور ولولئ