” چې وړه وم “ د نغمې نوې سندره د افغان ماشومانو رنګینه نړۍ تصویروي

 
نامتو سندرغاړې نغمې نن خپل تازه سندره خپره کړې ده.  ” چې وړه وم  “په نوم دا سندره له ښکلې ویډويي داستاني تصویرونو سره احمد پروډکشن خپره کړې.
نغمې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه ددې سندرې په اړه لیکلي” د وعدۍ سره سم خپله نوۍ سندره تاسو ټولو عزیزانو ته ډالۍ کوم“
د سندرې په شعر او ویډیو دواړو کې د افغان نجونو د ماشومتوب رنګینه دنیا تصویر شوې ده.  د نغمې ددې سندرې شاعر ګل نذیز منګل بلل شوی او موسیقي یې وقار ساپي  جوړه کړې ده.

د سندرې په موسیقۍ کې د نغمې د نورو سندرو سره کوم لوی توپیر نه لیدل کیږي، خو ویډیويي تصویرونو کې یې د ماشومانو د رنګینې دنیا تصویرونو  ددې سندرې خوند او رنګ زیات کړی دی.
وایې ورئ، ویې ګورئ او خوند ترې واخلئ.