په زړه پورې

سعودي عربستان کې نن د لومړي ځل لپاره عملا ښځو ډرایوري پيل کړه

سعودي کې وروسته له هغې چې د ښځو له خوا پر موټر چلونې تیر کال لګیدلی قانوني بندیز لرې شو، نن د لومړي ځل لپاره ښځو ته عملا د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه. ښځو ته د موټر چلولو اجازه اصلا تیر کال د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د اصلاحاتو د پلان په لړ کې ورکړل شوې وه. خو عملا لا ښځې نه وي توانیدلې چې موټر وچلولی شي. د شنبې په ورځ … نور ولولئ

اقتصاد

د مثبت فکر په اړه د اتو پوهانو ۸ لنډ‌ې، خو ګټورې ویناوې

دلته مو د مثبت فکر په اړه د ځینو علماوو یو شمیر ګټورې ویناوې راخیستي دي: وینسټون چرچیل: بدبینه او نامېده په هر فرصت او موقع کې سختۍ ویني او خوش باوره په هره سختۍ کې فرصت لټوي. زیګ زیګلر: مثبت فکر دې چمتو کوي چې څو هر کار په ښه ډول سره ترسره کړای شې، خو منفې داسې نه وي. انانوموز: مثبت فکر لرونکي نه لیدل کیدونکي، نا څرګند او ناممکنه شیان، ممکن کوي. … نور ولولئ

اقتصاد

د کوپرې یا ناریال مهمې روغتیايي ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ناریال شیدې د ډېرو ناروغیو لکه د ستوني درد، د معدې زخم او نورو لپاره تسکین بښونکې دي. څېړنو ثابته کړې هغه کسان چې د بډوډو ناروغي لري او یا هم د بډوډو شګې، نو د له منځه وړو لپاره یې د ناریال شېدې ګټورې تمامېږي. دغه راز د ناریال اوبه چې د مدني موادو په تېره بیا د پوتاشم او مګنيزیم سرچینه بلل کېږي، په بډوډو کې د ډبرې د … نور ولولئ

اقتصاد

رښتیني او واقعي ملګري دا ۱۱ ځانګړنې لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس ملګرتيا د ژوند يوه مهمه برخه ده؛ خو د ښه او بد ملګري/ ملګرې معلومول ستونزمن کار دی او ځانګړي مهارت ته اړتيا لري. د ريښتيني او غير ريښتيني ملګري تفاوت د زمکې او اسمان په څېر دی او حتا ستاسو د فکر څخه پورته هم ستاسو پر ژوند اغېز کولی شي، کله چې يو ريښتينی دوست ولرئ، نو کولی شئ د هر کار په ترسره کولو کې له هغه څخه … نور ولولئ

سیاست

د سولې له ولسي کاروان سره تقابل؛ طالبان په کومه خوا درومي ؟

لیکنه: ارشاد رغاند له هلمنده د سولې پيل شوي ولسي کاروان اعلان کړه، چې وسله والو طالبانو یې د سولې په اړه غوښتنې رد کړي او په دې ډول دوی د بیاځلي اوربند د پیلیدو پر وړاندې خنډ ګرځیدلي . دغه کاروان، چې له ۳۸ ورځې پلي مزل وروسته له څو ورځو راهیسې کابل ته راغلی او ارګ ته یې د ورتلو د بلنې له رد سره ولسمشرغني دوی ته په ورتګ اړویست، اوس ورسره … نور ولولئ

اقتصاد

له خپل ذهن سره اړیکه ټینګول مو د پیاوړتیا سبب کیږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي کله چې وزګار یاست او د ارامۍ احساس کوئ، په یو ځانګړي ځای کې یوازې کېنه، سترګې پټې کړه او یوه ښکلې منظره دې په ذهن کې مجسمه کړه، وروسته فکر وکړه چې یو کس ستا پر لوري را روان دی، کله چې دا کس تا ته نږدې راځي ګورې چې دا ته خپله یې، په داسې حال کې چې دغه کس به له تا سره ډېر توپیر لري. ته یو خوشال … نور ولولئ

ټیکنالوژي

اینټرنیټي اعتیاد څه شی دی؟

تاسې سګرټ نه څکوئ، نصوار نه اچوئ، خو بیا هم معتاد ګڼل کیږئ!! اعتیاد یوازې نشه يي توکي نه دي، چې تاسې پرې روږدي کیږئ. اعتیاد انټرنېټ هم دی. له ګهیځ نه، چې تر ماښام پورې په انټرنیټي ماشینونو کې بوخت یئ، فیسبوک او ټویټر لټوئ او په دفتر، موټر او کور کې ترې ارام نه یئ، بله څه معنا درلودای شي؟ څه فکر کوئ دا انټرنېټي اعتیاد (Internet addiction) نه دی؟!. فیسبوک او ټویټر … نور ولولئ

ټیکنالوژي

په اینټرنیټ کې د خپلې ناروغۍ د نښو لټون خپله یو ډول ناروغي ده

سایبر کوندریا (Cyberchondria ) یا اینټرنیټ کې د خپلې ناروغۍ د نښو د لټون څخه پیدا شوی اضطراب او اندېښنه، د تشویش او انګیزایټۍ یوه نوې بڼه ده چې په وروستیو لسیزو کې د انیټرنیټ په راتګ په خلکو کې زیاته شوې. په نړۍ کې ګڼ روغتونونه وايي، د دوی ډیر وخت هغه ناروغان نیسي چې په اینټرنیټ کې د خپلې روغتیا او خپلې ناروغۍ د نښو لټون په سخت تشویش کې اچولي او پر … نور ولولئ