سپورټ

افغانستان د بنګله دیش او هندوستان خلاف سیالیو ته غبرګې لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې د بنګله دیش او هندوستان خلاف راتلونکو لوبو ترسره کیدو لپاره د لوبیدونکو لوبغاړو د لوبډلو نوملړ اعلان کړ. د غوراوي کمیټې د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو ته په اعلان کړې ۱۶ کسیزې لوبډلې کې اضغر ستانکزی لوبډلمشر او په ورسره نورو لوبغاړو کې شهزاد محمدي، عثمان غني، نجیب ترکی، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، محمد نبي، راشد خان، سمیع … نور ولولئ

سیاست

حق یې دی کنه؟ ګوندونه پخپله ګټه ټاکنې غواړي!

لیکنه: ارشاد رغاند په کابل کې د نیږدې دېرشو مطرحو سیاسي ګوندونو استازو د یوه ګډ ایتلاف په رامنځته کولو سره د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ګوند محوره کیدو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه په مشخص ډول دا ده، چې د خپلواکو نوماندانو له لرلو څخه ټاکنې داسې سیستم ته واوړي څو ګوندي نوماندان د دغو ټاکنو د ګټلو له ډېر چانس څخه برخمن او راتلونکی پارلمان تر ډېره د ګوندونو په لاس کې وي. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه باید پوه شو چې خلک مو له وینا یا خبرو ستړي شوي؟

لیکنه: غازي عابد هر خبرې کوونکی/ې یا ویناوال باید خپل ټول مخاطبین درک کړي چې حالت یې څه ډول دی، ستاسې د خبرو په مقابل کې یې په په څیره څه ډول عکس العمل ښکاري، په دې باید پوه شي چې تکراري خو نه غږیږم، ډیرې خبرې خو به مې نه وي کړي، زړې خبرې خو به نه کوم، داسې وینا خو به نه کوم چې زما د مخاطبینو په مقابل کې یې کول بې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

که دغه نښې مو درلودې ژوند مو پر ښه لوري روان دی !

ژباړه: حمیدالله حمیدي که هر څه سم روان وي، بیا نو لازمه نه ده، چې د راتلونکې په اړه سودایي شو. بل دا چې که هر څه پر سم لوري روان وي، د ژوند له هرې شېبې به خوند اخلئ. په دې لیکنې کې د ځینو هغه نښو نیښانو یادونه شوې ده چې که یې ولرئ، پوه شئ چې پر سم لوري روان یاست. دا هغه نښې دي چې خپلې د دې لیکنې لیکوال او … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

خوب ته د اړتیا لاملونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د انسان بدن يو ماشين وګڼو، د نورو ماشينونو سره په پرتله کې يو لويه کمزوري لري؛ الکترونيکي ماشينونه کولی شي پرته له ځنډه شپه او ورځ کار وکړي، خو د انسان بدن بيا دا وړتيا نه لري. د انسان بدن بايد په منظم ډول، موکه ولري تر څو د خپل ستړي بدن غړو او اندامونو ته ارامښت ورکړي، جزئي بيارغونه ترسره شي او د ورځې په اوږدو کې ذخيره … نور ولولئ

اقتصاد

په ۷ لارو مثبت لیدلوری خپلولی شو

ژباړه: حمیدالله حمیدي زموږ ډېرو لپاره د داسې پېښو رامنځ ته کېد پر وخت چې ځورونکې وي حوصله ساتل او ارام اوسېدل یو خیال ښکاري. کېدای شي په سختو شرایطو کې د یو چا پر شونډو مسکا او په تندي کې خوښي ښکارېدل داسې یو کار وي، چې تصور یې ناشونی وي. خو اوس د دې وخت را رسېدلی، چې موږ ټول باید د دې مثبت لیدلوري د خپلولو لپاره لاس پر کار شو. په … نور ولولئ

اقتصاد

هغوی چې کم خونه وي، له شپږو خوراکونو ته دې استفاده وکړي

ژباړه: مریم محمدي موږ او تاسو د وینې په اهمیت پوهیږو چې وینه په بدن کې د روغتیا لوی لامل دی. دا چې وینه د بدن مهمه برخه ده، نو د همدې لپاره تل هغو خوړو پسې ګرځو چې وینه جوړونکي وي. باید ووایو چې د کم خونۍ تداوۍ لپاره مختلف درمل شته، خو هغه خواړه چې د کم خونۍ لپاره ګټه لري، ترې استفاده کول تر ټولو غوره کار دي. که چیر د هغه … نور ولولئ

اقتصاد

که دنده غواړئ لومړی باید کاري مرکه زده کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي دا سمه ده چې د دندې پیدا کول نن سبا یو ستونزمن کار دی او ډېر وخت نیسي، چې د ځان لپاره دنده پیدا کړو، خو ځینې مهم ټکي هم شته، چې د دندې پیدا کولو لپاره باید په پام کې ونیول شي. ښکاره ده چې زده کړې پای نه لري او انسان باید له زانګو نیولې د مرګ تر ورځې په دې هڅه کې وي، چې نوي څه زده کړي، خو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – درېیمه برخه-۵ مهم ټکي یې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱۱- خپل ورځيني کارونه مو د فهرست په ليکلو سره اولويت بندي کړئ. د ورځينيو کارونو په ليکلو او هغو ته د شخصي ژوند او دندې پر اساس لومړيتوب ورکولو خپل پلانونه منظم کړئ. هره ورځ مخکې له دې چې خپله کاري ساحه پرېږدئ، د هغو کارونو يو لېست وليکئ، چې بايد سبا ته يې ترسره کړئ. په همدې ترتيب کله چې هر سهار له کور څخه ووځئ بايد د هغو … نور ولولئ

په زړه پورې

ساینس ثابته کړه چې لمونځ زیاتې روغتیايي ګټې لري

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی لمونځ چې د اسلام مبارک دین دویم رکن دی او د الله ج له لورې پر مسلمانانو فرض شوی چې د بې شمېره اخروي اجرونو او ثوابونو سربیره یو شمېر دنیاوي ګټې هم لري. همدغه لمونځ چې شااوخوا څوارلس سوه کاله وړاندې د حضرت محمد ص په وسیله خپل امت ته راوړل شوې او بدله یې په دنیا او اخرت روښانه شوې ده، خو ساینس یې د ښه وضاحت … نور ولولئ