نړیوال مبصرین: که چینايي بریا خپلول غواړي؛ نو راشد خان نه دې ځان وساتي

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو پای لوبه نن ماښام ترسره کیږي، چې پکې دواړه چینايي سوپر کینګز او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د اتلولۍ خپلولو په موخه سره مخامخ کیږي.

په دغو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او ځوان راشد خان د حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې پکې راشد خان په مسلسل ډول لوبیدلی دی او د خپلې لوبډلې لپاره یې د یو مهم لوبغاړي دنده ترسره کړې ده.

 د کرکټ مبصرینو انګلیندي بالر ګریم سوان او هندي پخواني تیز بالر اجیت آګریکر د کرک انفو ویب پاڼې سره بیګا شپه په ویډيوي مرکې ویلي که چینايي لوبډله د راشد خان خلاف سیالۍ کې ګیر شي، نو ورته به بریا خپلول اسانه نه وي او هڅه به یې دا وي، چې د راشد خان خلاف سیالۍ کې احتیاط وکړي، ځکه چې نوموړي په تیرې سیالۍ کې کلکته لوبډله په خپلې بهترینه لوبې د روان لیګ څخه بهر کړه.

د دواړو چینايي سوپر کینګز او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلو ترمنځ د یولسم پړاو پای لوبه نن د هندوستان په ممبيي کې ترسره کیږي، چې ورته په کور دننه او بهر کې د کرکټ بې شمیره مینه وال په تمه پاتي دي.

سیالي به نن د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶ او د هندوستان پر وخت ۷ بجو سره پیل شي، چې پکې به چینايي سوپر کینګز د دریم او حیدر اباد د دویم ځل اتلولۍ ګټلو هڅه کوي.