ټولنیز ژوند

څو شیبې د یوه ځوانیمرګ له پلار سره

ټوله لاره را سره همدا سودا وه چې لومړۍ جمله به مې څه وي؟ څنګه یې پیل کړم؟ ایا خپله جمله به تمامه کړای شم او که نه؟ شاوخوا لس کیلومتره لاره مې ووهله؛ خو خپلو پوښتنو ته مې ځواب ونشو موندلی. د انګړ مخې ته خلک راغونډ وو. جوپه جوپه نور کسان هم راتلل. هوجرې ته رهنمايي شوم. پر توشکو خلک ناست وو. ټولو پر مخامخ سپین ږیري سترګې ګنډلې وې. زما په لیدلو … نور ولولئ

رسنۍ

د روژې دنياوي او اخروي ګټې؛ ځینې یې دلته ولولئ

راټولونکې: مریم محمدي روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي: ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي.) رسول الله (ص) فرمائي: چې په روژه کې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي. کله … نور ولولئ

سپورټ

د انګلستاني جوز بټلر د مسلسل نیمه سلیزو ریکارډ پای ته ورسید 

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکی جوز بټلر، چې د هندوستان د کورني کرکټ یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې په ګټه لوبیږي؛ په دغه لیګ کې یې په ۵ مسلسل لوبو کې ۵ نیمه سلیزې جوړې کړې. جوز بټلر په دغې کارنامې سره د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لیګ کې د هندي ویرندر سیهواګ د ۵ مسلسل نیمه سلیزو ریکارډ ته ځان ورسو. له … نور ولولئ

خواړه

د چغندرو خوړل لوړ فشار راټيټوي او د زړه له ناروغیو مو ژغوري

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی چغندر یو ریښه یي بوټی دی او علمي نوم یې Beta vulgaris) ) دی. د افغانستان د کرنیزو محصولاتو له جملې څخه هغه محصولات دي چې د ښه خوند او رنګ سربیره د ويټامین A، B1، B2، B3 پر درلودلو سربېره معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه، فایبر، فولیټ، منګنیز او پوټاشیم، هم لري چې د روغتیا لپاره هم ډیر ګټور دي. په همدې تړاو د کاناډا د ګویلف … نور ولولئ

کلتور او هنر

د هند سترې محکمې د سري دیوي د مرګ په تړاوو د پلټنو وړاندیز رد کړ

د هندوستان سترې محکمې هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د بالیوډ د پخوانۍ ستورې سرې دیوي د مرګ د پلټنو په تړاوو شوی و. سرې دیوې چې په فلمي ستورو کې زیات احترام څښتنه وه، موده وړاندې په متحده عربې اماراتو کې مړه شوه. په لومړیو کې د نوموړې د مرګ په تړاوو جلا جلا رپوټونه ورکړل شول، چې ځينو ویلي دغه فلمي ستورې په مرګ نه بلکې په لوی لاس وژل … نور ولولئ

سپورټ

ایرلینډ د ټیسټ کرکټ پیل په ماتو سره وکړ؛ خو کیون اوبراین پکې نړیوال ریکارډ ثبت کړ 

 د پاکستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د فهیم اشرف د ۸۳ او اسد شفیق د ۶۲ زیاتو منډو جوړلو سره ایرلینډ ته د لیډ اخیستو یا مخکې والي په موخه ۳۱۰ منډې جوړې کړې، خو ایرلینډ لوبډلې په لمړۍ ځوابي پاڼۍ کې د پاکستان خلاف ښه لوبه ونکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۳۰ منډو سره وسوځیده. … نور ولولئ

کلتور او هنر

په شمشیره فلم کې د بالیوډ ښکلې اداکارې ته د کار موقع ورکړل شوه

د رنویر کپور په نوی فلم (شمشېره) کې د بالیوډ ښکلي اداکارې واني کپور ته چې په خپلو وروستیو فلمونو کې یې کامیاب رول لوبولی موقع ورکړل شوه. شمشېره فلم د مرکزې رول لپاره هندي ستوری رنویر کپور غوره شوی او هيروئني رول یې واني کپور ته ورکړل شوی. له کله چې رنویر کپور د بالیوډ پخواني ستوري چې تر اوسه هم په فلمونو کې کارکوي د سنجي دت په ژوند په جوړ شوی فلم … نور ولولئ

سپورټ

کلکتې د پنجاب، ممبیي او بنګلور مخکې تګ شکمن کړ

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره تجارتي «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو کې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د درې نورو لوبډلو پنجاب، ممبيي او بنګلور مخکې تګ نور هم ستونزمن کړ. د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په خپلې ۱۳ مه لوبه کې د راجستان رایلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو په روانو لیګ سیالیو کې خپله ۷ مه بریا خپله کړه او د دغه درې واړو لوبډلو څخه وړاندې شوه.  همدا راز که کلکته … نور ولولئ

اقتصاد

د امريکا د اقتصاد تور مخ؛ د نړیوال بانک د کتنو له مخې په ټولنیز عدالت کې له ۱۰۷ هیوادونو هم شاته ښکاري

ژباړه: محمدحامد اکبري امريکادنړۍ ټولو لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی، يوازې په ۲۰۱۷ ز کال کې د دې هېواد ناخالص ملي توليد ۱۸ ترېليون ډالرو ته رسېده، چې دا رقم د ټولې نړۍ د ناخالص ملي توليد څلورمه برخه جوړوي. د امريکا اقتصاد د چين، جاپان او آلمان له اقتصاد سره چې په ترتيب سره په نړۍ کې دويم، درېيم او څلورم ځای لري برابر دی. که لنډه يې ووايو د اقتصادي پراختيا له مخې … نور ولولئ

کلتور او هنر

د اردو ژبې مشهور لیکوال حسن سعادت پر ژوند د جوړیدونکي فلم، ټریلر خپور شو

د اردو ژبې په مشهور ډرامه لیکوونکي سعادت حسن منټو په ژوند د بالیوډ سینما فلم د جوړیدونکي فلم ټریلر خپور شو. ټریلر تر فلم وړاندې د فلم لنډه برخه ده چې فلم ته د ښه مارکیټ یا بازار په خاطر د سینما پر پردو او پر انټرنیټ خپریږي، تر څو لیدونکي یې وګوري او د فلم د لیدو لپاره تلوسه پيدا کړي. کله چې یو فلم ښه ټریلر ولري او زیات وګړي په تلوسه … نور ولولئ