خواړه

د ورځې یوه کېله خوړل مو له دغو وژونکو ناروغیو ژغوري

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی الله جل جلاله پر خپلو بنده ګانو د نه شمېریدونکو نعمتونو لورینه کړې چې له ډلې يې میوه هم یو غوره نعمت دی او په خوړلو سره یې د انسان بدن ته روغتیا او ارامتیا دواړه وربخښي. نن غواړو د مېوه جاتو له جملې مو د کېلو پر ګټو خبر کړو، کېله زیات ویټامینونه او په مناسبه اندازه پوتاشیم لري چې په خوړلو یې انسان له مختلفو ناروغیو ژغورل … نور ولولئ

په زړه پورې

سعودي غواړي د اسلامي هیوادونو څخه سیلانیان هم ورجلب کړي

سعودي عربستان د ” مسلمانانو لپاره منزل“ په نوم د یو ابتکار په عملي کولو غواړي، دا هیواد د مسلمانو سیاحانو ( سلانیانو ) لپاره د خوښې پر یو ځای بدل کړي او پر زیارت کوونکو سربیره له ټولې نړۍ څخه مسلمان سیلانیان هم ورشي. د سعودي عربستان د سیاحت او ملي میراثونو کمیسون دا پروژه پیل کړې او په ترڅ کې یې هڅه کوي چې دغلته د عمرې لپاره د ورتلونکو کسانو، مسلمانو سوداګرو، … نور ولولئ

سپورټ

پاکستان په تجارتي لیګونو کې د خپلو لوبغاړو لوبیدل محدود کړل

د پاکستان کرکټ بورډ پر خپلو لوبغاړو د کرکټ په بهرنیو تجارتي لیګ سیالیو کې بندیز ولګو او خپلو لوبغاړو ته یې حدود وټاکل. د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې له دې وروسته به د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړي، چې د پاکستاني کرکټ بورډ سره قرار دادونه لري، نشي کولی، چې د دوه لیګ سیالیو څخه په زیاتو کې ګډون وکړي. ویل شوي دغه لوبغاړي به د هندوستان پرته په دوه … نور ولولئ

سپورټ

شعیب ملک د نړیوال کرکټ پریښودو هوډ په ډاګه کړ

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او اوسنی الراونډر لوبغاړي شعیب ملک د خپل نړیوال ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو د پریښودو په اړه خبر ورکړی دی. نوموړي ویلي په نړیوال کرکټ کې د اوسني حالت ښه لوبیدو ته په کتو سره به یې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام وروستۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ وي. الرونډر شعیب ملک چې د پاکستان د کرکټ ملي … نور ولولئ

سپورټ

د ایرلینډ خوب په حقیقت بدلیږي ؛د خپل کرکټ لمړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه سبا پیلوي

د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دواړه افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د خپلو تاریخي ټیسټ سیالیو ترسره کیدو ته شیبې شماري. د کرکټ نړیوالې شوراه سره دواړو هېوادونو په تیر ۲۰۱۴ م کال کې د ۳ کلنو لپاره په مواقت ډول بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې په دغه موده کې به دواړه لوبډلې د نورو پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د سیالیو د ارزونې او د … نور ولولئ

سپورټ

اسټرالیا د بنګله دیش کوربه توب نه انکار وکړ

د اسټرالیا کرکټ بورډ د بنګله دیش خلاف د سیالیو کوربه توب څخه د مالي ستونزو له کبله انکار وکړ. د کرکټ نړیوالې شورا د (FTP) یا د راتلونکو سفرونو پروګرام له مخې ویل شوي و، چې دواړه لوبډلې به د روان کال په وروستیو میاشتو کې په اسټرالیا کې ټیسټ او پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي، خو اوس یې د لغوه کیدو خبر ورکړل شو. د پلان له مخې ویل شوي و، چې د … نور ولولئ

سیاست

افراطیت څه شی دی؟ لاملونه او حل لارې یې؛ دا ټول په دې لیکنه کې ولولئ

لېکنه: غازي عابد افراطیت په یوه کار کې له حده زیاتوالی او تیری، داسې زیاتوالی او تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعې پر حقوقي حریم د بې دلیله توجیهاتو په زور ظلم، زیاتي، سخت ګري او تجاوز سره وشي. له بدمرغه اوس اسلامي نړۍ له دې خطرناکې پدیدې ځوریږي او بیا په خاص ډول افغانستان په بیلابیلو ډولونو سره دا بد مرغي د پرمختګ له لوړو پوړونو وروسته پاتې کوي. د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په خپله دنده کې داسې راضي او خوښ اوسئ

انسان د وړ کار او ډېر عاید په لټه کې حریص دی. پر شته وضعیت د قناعت ډېرې کمې بېلګې دي. ډېر کسان له ځانونو پوښتي، چې په شته دنده کې ولې دومره پاتې دی، ولې بل کار نه مومي. دا د کارموندنې او ودې او پرمختګ پر لور ښه فکر دی، خو دا فکر باید د خپلو ظرفیتونو، اړتیاوو او وړتیاوو په رڼا کې تعقیب کړي. انسان ته د نوي کار هوس په څو … نور ولولئ

ټیکنالوژي

سایبري امنیت؛ کوم هیوادونه په سایبري بریدونو کې تر ټولو مخکښ دي؟

لیکوال: عبید ناصري سایبري امنیت د خوندیتوب هغه لارې چارې دي چې، شبکې، پروګرامونه او ډېټا (معلومات) له بریدونو، وېجاړېدو او دې ساتي چې هر څوک لاسرسی ورته ولري. د سایبري امنیت اصلي موخه له سایبري ګواښونو لکه: سایبري ترهګرۍ، سایبري جګړې او سایبري جاسوسۍ څخه د معلوماتو او سیسټمونو خوندي کول دي. د سایبري ګواښونو تر ټولو ویجاړوونکې بڼه دا ده چې ډېری وخت پکې د یوه ملت پټه سیاسي، پوځي، زيربنایي شتمني او … نور ولولئ

خواړه

ډیره مالګه او غوښه خوړل د زړه او شکر په ناروغیو د مړینو سببونه دي

په زیاته اندازه د سرو شویو او پروسیس شویو غوښو او ډیرې مالګې خوراک او په کمه اندازه د وچې میوې/ تخمونو خوراک د هغو کسانو ترمنځ له عامو عادتونو څخه دی چې د زړه د ناروغۍ، سکتې او یا شکرې په ناروغۍ مري. دا خبره په هغه  څیړنه کې شوې ده چې په یو امریکايي طبي ژورنال کې خپره شوې. څیړونکو په دې څیړنه کې لس ډوله خواړه او د زړه د حملې، سکتې … نور ولولئ