سپورټ

د افغانستان او بنګله دیش د سیالیو مهالویش اعلان شو 

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکو ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو مهالویش اعلان شو. د افغانستان په کوربه توب په هندوستان کې د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه سیالۍ پلان شوې، چې د راتلونکې جون میاشتې د ۳ مې نیټې څخه پیلیږي.  د کرکټ نړیوالې شورا د خبر پاڼې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش خلاف د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د چنجیانو وده – د نعمان دوست لیکنه

یو نری خټین دیوال مو تر منځ و. د دې دیوال د سر پسخه به هر باراني موسم کې ، چې هغوی پشکال باله، اوبه شوه او بیا به مو تازه کړه. له دیواله اخوا کور کې مو ګاونډیان ډير ارام خلک وو؛ خو دې ارامې کورنۍ یوه شوخه لور لرله. ماشومه وه. دې ماشومې داسې خطرناکې لوبې کولې تا به ویل راتلونکې کې په (سرکس) کې لوبیږي. د دوی په کور کې څاه وه. … نور ولولئ

سپورټ

په لندن کې افغان لوبډلې سریلنکا ته ماتې ورکړه

په لندن کې د افغان میشتو مهاجرینو د کرکټ لوبډلې د اسیا جام په ۲۰ اوریزه کې د سریلنکا د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.  د اسیا جام په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو څلورم پړاو لوبې تیره ورځ په لندن ښار کې پیل شوې دي، چې پکې د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او انګلستان لوبډلې شاملې دي.  د افغان لوبډلې لوبډلمشر محمد ولي همدرد یاران ته د غږیز پیغام له لارې وویل، دغه سیالۍ تیره ورځ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څیړنه: کورني کارونه د ښځو او د بڼوالۍ کارونه د سړیو عمر زیاتوي

ژباړه او زیاتونه: محمدصادق کریمزی د هالنډ دروټراډ پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلي؛ کورنۍ بوختیاوې د ښځو عمر زیاتوي او د باغوانۍ او بڼوالۍ کارونه بیا د سړیو په عمر کې زیاتوالی راولي. په ډیلي میل ورځپاڼه کې دغه خپره شوې څيړنه وایي، د میرمنو کورنۍ بوختیاوې لکه؛ لوښي مینځل، پخلی کول او د خپلو ماشومانو روزنه کول او دې ته ورته نور کورني کارونه کول د میرمنو د روغتیا او سلامتیا … نور ولولئ

سپورټ

پاکستانی کرکټر عبدالرازاق یو ځل بیا میدان ته راځي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر عبدالرازاق یو ځل بیا د کرکټ ډګر ته راستنیږي. د کرکټ نړیوالې شورا ویب پاڼې سره په خبرو کې دغه پاکستاني کرکټ ویلي دي، د پاکستان ټلویزیون «PTV» سره د تړون له مخې به په راتلونکې قاید اعظم ټرافي سیالیو کې ولوبیږي. نوموړي ویلي، چمتو دی، چې یو ځل بیا د کرکټ ډګر ته راستون شي او خپل ځان و ازمايي، خو له دې راستنیدو څخه یې … نور ولولئ

اقتصاد

۱۰ هغه کارونه چې په کاري چاپېريال کې خوښي درکوي

د محمدحامد اکبري ژباړه په دې ورځو کې د مناسبو دندو لږوالی، د کارګومارنې سخت او پېچلی بهیر، د وزګارتيا زياتوالی او داسې ډېرې نورې ستونزې د دې سبب شوي چې خلک نور ونشي کولی له خپل کار او دندې خوند واخلي او هره شېبه له سترس او ذهني فشار سره لاس او ګرېوان وي. بسنه کوي چې له خپلو ملګرو پوښتنه وکړئ چې آيا له خپله کاره خوښ دي او که نه؟ په څرګند … نور ولولئ

خواړه

وزن او خېټه مو په دې ۲ لارو کم او اوبه کړئ

که مو وزن ډېر وي او یا مو خېټه غټه وي، نو کولی شئ په دې لارو چې مونږ یې درته ښییو جوس جوړ کړئ او وروسته له دوامداره استعمال څخه یې هم خپل وزن کم کړئ او هم مو خېټه اوبه کړئ. په عامه اصطلاح به یې ووایو؛ د مرضونو مور چاغوالی یا ډېر وزن دی. د وزن کمولو ډیر لارې چارې شته، لکه پرهيز، سپورټ او نورې … خو دا ځل درته مونږ … نور ولولئ

سپورټ

راشد خان: که چیرې زه پر سم ځای بالینګ وکړم، هیڅوک راباندې منډې نه شي جوړولی

مرکه کونکی ویشال دیکشیت ژباړه: یاران د کرکټ افغان لوبغاړی راشد خان دا مهال د هند په کورني لیګ کې د سنرایزر حیدراباد ټیم لپاره لوبیږي. په دې لوبو کې دده ستونزو او بریاوو په اړه او ددې ځوان کرکټر د سپورټي ژوند پر نورو اړخونه د کرکټ نامتو هندي ژورنالیست ویشال دیکشیت مرکه کړې. یاران درته ددې مرکې پښتو ژباړه وړاندې کوي. که خوښه مو شوه شریکول یې مه هیروئ. پوښتنه: چیرې دې لیګسپین … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له زده کړو وروسته په کاري ډګر کې د پرمختګ لپاره دا خبرې عملي کړئ

ژباړه: حشمت الله رحمتي که مو د زده کړې ډګر څخه وروسته د کار او عمل ډګر ته سترګې وي، نو د دندې په جریان کې د ترفیع او مخکې تګ لپاره لاندې لارښونې پا پام کې ونیسئ: ۱. د وظیفې په ځای کې او همدارنګه په عادي ژوند کې هم هیڅکله د خلکو پسې خبرې مه کوه، ځکه خلکو پسې خبرې کول ستا حیثیت داغمن کوي. ۲. کوښښ وکړه چې د داسې شخص سره … نور ولولئ

سیاست

تازه کادرونه او نوې هیلې – نعمان دوست

ننګرهار ته په دې وروستیو کې ځوان، علمي او داسې کادرونه د رییسانو په توګه معرفي شول چې حساب پرې کیږي. له دوی څخه په ټولنیزو رسنیو کې دروند هرکلی، د همدې ادعا ښکاره ثبوت دی. دغه ځوانان که له یوې خوا لوړې زدکړې لري، ټولنیز په ځانګړې توګه په ځوانانو کې محبوبیت لري، نو له بلې خوا د فساد پر ضد دریځونه هم لري او له دې نوي ماموریت وړاندې یې دا دریځونه په … نور ولولئ