طبیعت

د هند په اندهرا پردیش کې په څو ساعتونه ۳۶ زره تندرونه غورځیدلې

د هند په جنوبي ایالت اندهرا پردیش کې د چارواکو په وینا د سه شنبې په ورځ په ۱۳ ساعتونو کې شپږ دیرش زره اوه سوه نهه څلوېښت ځلې د اسماني تندرونو یا تالندې او بريښنا پېښې ثبت شوې. په داسې حال کې چې دغلته د مونسون باراني موسم پیل شوی چارواکو د راډیو تلویزون او انلاین شبکو له لارې خلکو ته د نورو تندرونو د غورځیدو خبرداری ورکړی. چارواکو ویلي که څه هم د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ذهن پیاوړتیا لپاره دا اووه ټکي په یاد لرئ

لیکنه: میلسا برنز ژباړه: شاهین که تاسې زده کوونکي يۍ او غواړئ، چې په کم وخت کې ډیر څه زده کړئ، نو د مغزو پیاوړتیا ته باید ضرور پام وکړئ. که په کوم دفتر کې کار کوئ، او غواړئ، چې د خپلو همکارنو په پرتله ځان مؤثر ثابت کړئ، نو هم د مغزو رول پکې مهم دي. په لنډ ډول ویلی شو، چې د ژوند په ټولو برخو کې د بریالیتوب لپاره موږ یو قوي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هغه څه چې د خولې د بدبویۍ د ختمولو لپاره یې کولی شئ

د خولې بدبويي هم ستاسو لپاره او له تاسو ډیر ستاسو د شا او خوا خلکو لپاره نارحته کونکي ده. بلکې په ځینو مواردو کې خو بیخي د زغملو نه وي. په دې وختونو کې چې د خلکو د ژوند بڼه بدله شوې، خواړه او عادتونه بدل شوي د خولې بدبويي هم عام شکایت دی. ښه خبر دادی چې د خولې بدبويي تاسو په کور او شا او خوا کې د شتو وسایلو په کارولو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

که هوسا او خوښ ژوند غواړئ، ۱۰ شيان پریږدئ

لیکنه: انا ایرکک ژباړه: شاهین چې ماشومان و، ژوند ډيره ساده، ښکلی او خوشاله و. همداسې نه ده؟! اندیښنې کمې وي، د هیڅ شي، غم راسره نه و. بس هره خوا مو خپله خوښي لټوله. اوس چې موږ لویان شوي یو؛ د ژوند تجربې مو پراخه شوي، ځان خوشالول راته ګران شوي دي. خو ولې؟ ولې موږ په اسانه ځان نشو خوشالولای؟! ښکاره ده، چې کله موږ ماشومانو و، هرې خوا مو د ځان په … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

په دې ناامنه شرایطو کې زده کونکې څنګه راتلونکې ته هیلمن کړو؟

لیکوال: عباد الله عارفې هغه څه چي مونږ غواړو په راتلونکې کي یې په ترسره کولو خپل ژوند ته نوی رنګ ورکړو هیله یي بولې. د ویلو ده چې د ښې زده کړي تر ټولو مهمه او اساسې موضوع راتلونکې ته هیلمن کیدل دي یعني یو زده کوونکی باید د خپل راتلونکې په اړه پوره ډاډه واوسې هغه باید دا فکر ونکړي ‘که زه مړ شم’ هغه باید تل د ژوند کولو او ژوند ته … نور ولولئ

سپورټ

د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ د نړیوال جام د لوبو مهال ویش اعلان شو

د کرکټ نړېوالې شورا د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو مهال ویش  اعلان کړ. د اعلان شوې مهال ویش له مخې د نړیوال جام دا لوبې به د ۲۰۱۹ م کال د مې له دیرشمې نیټې څخه د جولای تر ۱۴ نیټې پورې موده کې په انګلیستان او ویلز کې ترسره شي. لومړنۍ لوبه به د کوربه ټیم انګلیستان او جنوبي افریقا ترمنځ وي، چې د مې په ۳۰ مه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د هوښیارو ځیرکو خلکو (۱۲) عادتونه

لیکنه: توریندیک ژباړه: شاهین که له تاسې څخه پوښتنه وشي، چې هوښیاران څوک دي؛ شاید ځوابونه مو مختلف او بیلابیل وي. تاسې ممکن ووايئ، چې هوښیار هغه څوک دی، چې ښه حافظه ولري. ممکن ووایئ، چې هوښیار هغه څوک دی، چې ښې او ګټورې پریکړې وکړي. شاید ووایئ، چې لوړه اې کیو IQ ولري. دا ټولې خبرې په خپل ځای سمې دي. د یو انسان د ذکاوت او بریالیتوبونو عناصر مختلف او ډیر دي. موږ … نور ولولئ

روغه سټه

لس داسې څه چې ستړۍ او له ستریس ډک ژوند مو هوسا کولی شي

  لیکنه: جاکو ماریاس ژباړه: غازي عابد   ۱- هر کله چې ورزش یا تمرین کوئ او روان یاست؛ نو غوږې (ګوشکي) واچوئ او څه شی واورئ. هر څه چې درته مناسب او مثبت اغیز یې درلود وایې ورئ. ۲- ډیره ساده او اسان ژوند غوره کړئ.هغه اضافي شیان چې اړتیا ورته نه لرئ وپلورئ او د ژوند اضافي بوجونه مو له ځانه لرې کړئ، څو یو ساده، ارام، هوسا او د توان وړ ژوند … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

که په خوب کې خریږئ، دلته یې لاملونه او کورنۍ درملنه شته

ژباړه: محمد صادق کریمزی په خوب کې خریدل یوه ټولنیزه ستونزه ده چې د خوب د کمښت او د نورو د خوب د مزاحمت سبب ګرځي. یو شمېر روغتیاپالانو په همدې اړه په ترسره کړیو څیړنو کې دې پایلې ته رسیدلي چې په خوب کې خریدل انسان د ساه بندۍ په مرض اخته کوي او د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر هم زیاتوي. دغه روغتیاپالان په خوب کې خرهارې کولو ډير لاملونه یادوي … نور ولولئ

طبیعت

د شاتو د مچیو په اړه اته په زړه پورې واقیعتونه

لیکواله: لیزا لابارڅیو ژباړه : هېواد د شاتو د مچیو په اړه ډیرې خبرې شته چې په زړه پورې دي. دلته ددې پیاوړو خو وړو دوستانو په اړه اته په زړه پورې ټکي درسره شریکوو. ۱- د شاتو مچۍ زموږ شا او خوا ښکلې کوي. ساینس اټکل کوي چې د لسو څخه تر شل میلونو کلونو مخکې مودې راهیسې د شاتو مچۍ د ونو بوټو له ګلانو شات جوړوي. دوی همدارنګه د ونو بوټو په … نور ولولئ