سپورټ

انډریو رسل د چینای په بالرانو زړه یخ کړ

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې ویسټ انډیزي الراونډر انډریو رسل د چیناۍ سوپر کینګز لوبډلې پر بالرانو د شپږیزو باران وکړ. رسل د کلکتې نایټ رایډرز او چیناۍ سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې د لوبې د لمړي اننګز په نیمايي کې میدان ته راښکته شو، چې پیل یې په چټکې لوبې سره وکړ او خپله لوبډله یې د سخت حالت څخه وویسته. نوموړي د خپل ځان او … نور ولولئ

کلتور او هنر

سویس رنویر سینګ او ډپيکا پاډوکون ته وړاندیز کړی چې هلته دې واده وکړي

خبرونه وایي ښایي د بالیوډ د دوو ستورو او غوره جوړې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون واده له هندوستان بهر په سویس هېواد کې تر سره شي. تر دوی وړاندې د هندې سینما مشهورې څیرې انوشکا شرما او همدغه هېواد د کرکټ ستوري ویراټ کهولي واده هم د هندوستان څخه بهر شوی و. خو دا ځل رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون د واده خبرې ګرمې دي. که څه هم د دوی دواړو د واده خبرې … نور ولولئ

سپورټ

یو بلجمي سایکل چلولو لوبغاړی هدف ته له رسیدو وړاندې ناڅاپه مړ شو

د سایکل چلولو د مسابقي پر مهال پر یوه لوبغاړي د زړه حمله راغلې چې له امله یې دغه لوبغاړي مړ شوی. د رپوټونو له مخې بلجیم کې د یو ځوان سایکل چلوونکی هغه وخت ومړ چې د سایکل چلولو پر مهال پرې د زړه حمله راغله خو روغتون ته رسیدو سره سم یې روح له جسد سره خدای پاماني وکړه . دغه ځوان لاټس نومیږي او بلجیم څخه فرانسي هېواد ته د سایکل چلولو … نور ولولئ

سپورټ

بلاخره له ډیرو هڅو وروسته هند د پاکستان کرکټ بورډ مشر ته ویزه ورکړه

د کرکټ د نړیوالې شورا او د هندوستان د کرکټ بورډ تر منځ د پټو اړېکو او خبرو اترو کې د ګډون په موخه د پاکستان کرکټ بورډ چارواکې هم هندوستان ته ځي. وړاندې تر دې هم پاکستان کرکټ بورډ دغې ناستې ته د ورتګ هڅه کړې وه، خو د هندوستان هېواد لخوا ورته ویزه ورنکړل شوه. خو اوس راپورونه وایي چې هندوستان د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټهي په ګډون یو شمېر نورو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د اولاد درد

کوچنی باغ مو د لوکاټو له ونو ډک و. چې کله به ونې ګل شوې، تا به ویل لکه کتار عطاران چې ولاړ وي او پر خلکو شیبه په شیبه عطرونه شیندي. په باغ کې د بکیانډې یوه لوړه ونه ولاړه وه. د دې ونې ډډ صاف و او ښاخ یې نه درلود. ډیر وخت به مو همدې ونې ته د ختلو په تمرین تیریده. د باغ په یوه څنډه کې د رامبیلو بوټی و. … نور ولولئ

سپورټ

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ د اسیا جام لوبې له هند څخه اماراتو ته انتقال شوې

د ۲۰۱۸ م کال کې د کرکټ د اسیايي جام د لوبو میزباني متحده عربي اماراتو ته وسپارل شوه. دا لوبې تر دې مخکې په هندوستان کې پلان شوې وې. د اسیا د کرکټ شورا د تازه پریکړې له مخې به د کرکټ د اسیايي جام دا لوبې د روان کال د سیپټمبر میاشتې په دویمه نیمايي کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیا له هند څخه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

بريالي کسان له خپلو فارغو وختونو څه ډول ګټه پورته کوي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د برياليتوب په لټه کې ياست، بده به نه وي، چې د هغو کارونو په اړه پوه شئ چې تاسو برياليتوب ته رسوي او د برياليو کسانو ورځني پروګرامونه مطالعه کړئ. په دې ليکنه کې مو هڅه دا ده چې تاسو ته د برياليو کسانو شپني يا د فارغو وختونو پروګرامونو په اړه مالومات درکړو. که د سهارنيو برنامو يا پروګرامونو په اړه په ګوګل کې پلټنه وکړئ، نو د … نور ولولئ

سپورټ

په «IPL» سیالیو کې د چټکو سلیزو جوړونکي

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه «IPL» یا انډین پریمېیر لیګ تجارتي سیالۍ، چې په نړیواله کچه مشهورې دي، پکې د کرکټ نړۍ پیاوړي لوبغاړي د بېلابېلو هېوادونو څخه ګډون کوي. په دغه لیګ سیالیو کې هر بهرنی او کورنی لوبغاړی کوشش کوي، چې ښکلې چټکه او بهترینه لوبه ترسره کړي، تر څو د نور پام د ځان پر لور کړي. په دغه سیالیو کې یو شمیر هغه لوبغاړي، چې جاریحانه توپاني … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

یوه انجلۍ نورو انجونو ته؛ باید د (ځوان) کلمه یوازې نارینه وو ته پرینږدو

لیکنه: مریم محمدي لوپټې مو له دستاره کمې نه دي دا يو روڼ حقيقت دی، چې ځوانان د يوې ټولنې غښتلی ځواک بلل کېږي، پردې اساس د ځوانانو دغه رول ته بايد په درنه سترګه وکتل شي. همداراز ځوانان د ټولنې د ملا تیر هم بولو، خو زه دلته ځکه یواځې په ځوانو نجونو او مېرمنو خبرې کول غواړم چې د نارينه وو ترڅنګ دوی هم خپلو مسؤوليتونو ته متوجه شي او په راتلونکې کې … نور ولولئ

کورنی ژوند

له ماشومانو سره څرنګه چلند وکړو چې ذهین او نیک عمله اوسي، ۶ لارې چارې

لیکنه: حشمت الله رحمتي د اولاد روزنه یو دروند مسولیت دی او که چیرې والدین د خپلو اولادونو پر وړاندې خپل مسولیت کاملآ درک کړي، نو نه یواځې دا چې دا کار د یوې کورنۍ لپاره غوره دی، بلکې د ټولې ټولنې لپاره ددغه ډول افرادو او اشخاصو روزنه بلا اهمیت لري، نو راشئ چې د ټولنې په وړاندې خپل مسولیت درک کړو او داسې افراد ټولنې ته وړاندې کړو چې د نورو د اوږو … نور ولولئ