رسنۍ

پاکستاني رسنیو ته شرم؛ یو ځل یې بیا د پښتنو د مظلومیت پر ناره غوږونه کاڼه کړل

د پېښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ په پېښور کې د کوزو پښتنو د بیلابیلو سیمو څخه د راټولو شویو شا او خوا سل زره کسانو غونډه د پېښور نه بلکې د پاکستان په تاریخ کې یوه ستره غونډه وه. د غونډې غوښتنې د امن او د پاکستان د قانون په چوکات د پښتنو د ابتدايي حقونو وې. په غونډه کې ګډونوالو یوازې دا پوښتنه کوله چې د دوی په سیمو کې اور ولې بل … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان ظاهر خان بخت کار ونه کړ؛ له «IPL» بهر شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټيسټ او د کورني کرکټ په سیالیو کې لوبیدونکی لوبغاړی، چاینه ماین ظاهر خان، چې د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) سیالیو کې د ګډون په موخه هندوستان ته تللی و، خو د ټپي کیدو له کبله بیرته هېواد ته را ستنیږي. د ملي لوبډلې دې لوبغاړي د خپلې فیسبوک پاڼې څخه په ویډیوي مرکه کې خبر ورکړ، چې په تمریناتي کیمپ کې د … نور ولولئ

سپورټ

مجیب ځدران په هندوستان کې تاریخ جوړ کړ 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان سوکه توپ اچونکی مجیب ځدران چې په دې وروستو څو میاشتو کې یې د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره په ښه ځلیدو تر ملي لوبډلې ورسید؛ د خپلې ښې کار کردګۍ او جادوګر بالینګ پرمټ یې د کرکټ نړۍ مشهوره تجارتي «IPL» لیګ سیالیو ته موقع ترلاسه کړه. نوموړي د هندوستان د غوره لیګ یا «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ مشهوره تجارتي سیالیو په نیلامۍ کې د کینګز … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په رواني ناروغیو د کم عمره میرمنو اخته کیدو ۳ عوامل

لیکنه: آلما افغان لیدلي به مو وي چې ډیر خلک په رواني ناروغیو اخته وي، چې تر ډیره کورنۍ یې هم حیرانې چې څه ستونزه به لري. ځیني وخت بیا په لیرو پرتو سیمو کې خلک تیروځي او دې ته د پيرانو او نورو نومونه ورکړي، خو رښتیا نه وي، دا خلک اصلاً رواني ناروغان وي. دا چې ښځینه او بیا کم عمره ښځینه ډیرې په رواني ناروغیو اخته کیږي، دلته یې موږ لاملونه او … نور ولولئ

اقتصاد

پاکستانۍ کلداره له اعتباره لويږي

د محمد حامد اکبري لیکنه اوږده موده وشوه چې په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې چلښت او د نورو اسعارو پر وړاندې د هغې ارزښت څارم، په دې اړه مې وړاندې هم ليکنې کړې؛ ځکه چې دا موضوع د هېواد د اقتصادي پرمختګ سره نېغې اړيکې لري؛ پاکستانۍ کلدارې له ډېرې مودې راهيسې زموږ پر کورنيو بازارونو سيوری غوړولی او د پولي ثبات پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی؛ خو په ډاډ سره ويلی شم … نور ولولئ

سیاست

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د پېښور غونډه کې لسګونه زره کسان راټول شوي دي

د پېښور په رینګ روډ د پښتون ژغورنې د غورځنګ تاریخي غونډې ته دا مهال د کوزې پښتونخوا د بیلابیلو سیمو څخه په لسګونو زره پښتانه راټول شوې دي. د غونډې یو تنظیمونکي یاران ته وویل، د خلکو ګڼه ګوڼه تر هغې څو چنده زیاته ده چې ځايي چارواکو د غونډې تظنیمونکو یې تمه لرله. په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپریدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې د لسګونو زرو په شمیر کسان په غونډه کې … نور ولولئ

سیاست

د ترکیې او افغانستان یارانه

د محمد عاطف لیکنه تمه ده چې نن د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم کابل ته راشي ترکان ولې غواړي له افغانستان سره اړیکې ولري؟ د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د ترکیې په ګډون له ټولو هېوادونو ښې غښتلې او ټینګې اړیکې پاللي خو له بده مرغه د نورو هېوادونو نیت افغانستان ته خراب او یارانه يې پیکه وه. ترکیه که څه هم ادعا کوي چې له افغانستان سره یارانه بې له کومه مقصده … نور ولولئ

سیاست

پښتين احتجاجونه؛ افغان ملاتړ ولې مهم دی؟

وحيدالله مصلح د معلم غبرګې پښې ماين ووهلې او پښتين چې د زرګونو ورکو پښتنو او زرګونو وژليو پښتنو غوسه او وير په کې راټول شوی وو نور يې د ماين دې قربانيانو ته خاموش نه شوای کتلی، هغه په يوه صبرناکه لاره تر اسلام اباده ورسېد، دغه تحريک چې په کوم لسګونو شمېر کې له کلي وتلی وو په زرګونو بدرګې اسلام اباد ته لاړ، هلته يې بيا پر ميدان د خپل درد زګيروي … نور ولولئ

کورنی ژوند

که تاسې غوره خاوندان یاست، دا ۱۷ ځانګړتیاوې به لرئ

ژباړه او زیاتونه: مریم محمدي ټول نارينه غواړي چې د خپلې میرمنې لپاره یو ښه خاوند وي او ښځه یې په هغه باندې وویاړي او د آرامتیا احساس ولري. په سمه توګه یوه ښه ښځه او خاوند هغه دي چې د یو بل لپاره مناسب وي. دا چې یو ښه خاوند یا میړه کوم ځانګړنې لري دلته یې درته وایو: ۱- ښه سړی یا نارینه هغه دی چې له خپلې ښځې سره ښه وي، حضرت … نور ولولئ

سپورټ

له محمد نبي او راشد خان سره د هندي لوبغاړي یوسف پټان مرکه

د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه ۴ افغان لوبغاړي هندوستان ته رسیدلي دي، چې پکې محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدران او ظاهر خان شامل دي. محمد نبي او راشد خان چې د دویم ځل لپاره د سنرایز حیدر اباد لوبډلې لپاره د لوبیدو په موخه اخیستل شوي دي، د هندي لوبغاړي یوسف پټان سره په یوې لنډې ځانګړې ویډیوې مرکه را څرګند … نور ولولئ