دغو ۸ تنو بالیوډ ته نه هیریدونکي او افسانوي فلمونه په میراث پریښي

ژباړه: امین حسن
جالبه نه ده هغوی چې د« انند، مدرانډیا او سنګهم» په څېر نه هېریدونکي فلمونه یې بالیووډ ته په میراث کې پریښي، خو د جوړونکیو یا ډایرکټرانو په اړه یې ډیر لږ خلک مالومات لري چې دوی څوک او اصلاً د کوم ځای و؟
درځئ چې نن یې په اړه خبر شئ!
۱- هریش کیش مکرجي

هریش کیش یو له هغه فلم جوړونکو دی چې د« انند، ګول مال او چوپکې چوپکې» په څېر شاهکاره فلمونه یې جوړ کړي.
۲- محبوب خان

محبوب خان د« مدر انډیا» په څېر د یو نه هیریدونکي او افسانوي فلم جوړونکی و، محبوب خان د ګجرات د یو وړوکي کلي بلیمورا څخه و.
د محبوب خان بیوګرافي؛

۳- ګرو دت

ګرو دت د بنګلور و او د پیاسه ( تږی) په څېر د نوموتي فلم جوړونکی و.
۴- راج کپور

راج کپور یو له هغه فلم جوړونکو او لوبغاړو څخه و چې بالیووډ ته یې د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای ورکړ، راج کپور اصلاً د پیښور و.
۵- ستیاجیت رای

ستیاجیت یو ځیرکه هنرمند او فلم جوړونکی و، ده داسې کیسې لیکلې چې په اوریدو/ لیدو یې هیڅوک نه ستړی کیده.
۶- بیمال روی

ده د «دو بهیګا زمین» پنوم وتلی فلم جوړ کړی و او اصلاً د بنګله دیش و.
۷- منموهن دیسایي

منموهن د « امر اکبر انتونی» فلم جوړونکی و او د خوبونو ښار یاني بمبئی کې زیږیدلی و.
۸- یش چوپړا

د یش چوپړا وروستی فلم « جب تک هی جان» و، یش چوپړا د رومانویت د باچا پنوم شهرت درلود. دی د پاکستان په لاهور کې زیږیدلی او له ده یې اته ورونه مشران و.