ژوند بڼه

د جذابو خلکو ۱۵ ځانګړنې

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل 1. جذاب خلک؛ تل سپورټ کوي او د بدن ښکلا ته پوره پام کوي. 2. جذاب خلک؛ د جامو په انتخاب کې له پوره دقت نه کار اخلي، هغوي ښکلي او مناسبو رنګو لرونکې جامې په تن کوي. 3. جذاب خلک؛ د ښکلو جامو او سټایل ترڅنګ غوره افکار هم لري. 4. جذاب خلک؛ غذایي رژیم لري، ګټور خواړه خوري او له هغو خوړو پرهیز کوي چې روغتیا او د بدن … نور ولولئ

په زړه پورې

د مځکې د کُرې ۷ داسې عجایب چې ساینس یې د سبب معلومولو هڅې کوي

زموږ خاورینه کُره ( مځکه) له ډیرو حیرانونکو شیانو ډکه ده. څښتن تعالی د مځکې طبیعت له داسې عجایبو جوړ کړی چې له ګڼو اسرارو او د خلقت له رازونو ډک دی. د مځکې سره له بې شمیر داسې عجایبو ډک دی چې معاصر ساینس او بشري علم یې له پوهیدو عاجز دی. دلته له بې شمیره داسې عجوبو ۷ درسره شریکوو. هندوستان، جاذبه لرونکې غونډۍ دا په هندوستان کې داسې غونډۍ دي، که تاسو … نور ولولئ

خواړه

هغه ۱۳ څه چې د لیمو له خوراک وروسته بدن کې پېښیږي

لیکواله: کریسټین سټیل ژباړه: شمیم اتل مشهور امریکايي ارواه پوه دیل کارنګي وايي ” کله چې ژوند تریو لیمو په لاس درکړي ښه داده چې شربت ترې ځان ته جوړ کړې. “ په دې کې هیڅ شک نه شته چې لیمو تریو(تروش) دی او چندان ډیر نه خوړل کیږي. خو همدا تریو لیمو له ګڼو ویټامینو او نورو روغتیايي ګټو ډک دی. که څه هم هم له بورې او اوبو سره ګډ د لیمو شربت … نور ولولئ

خوندیتوب

که له غاښونو سره مو داسې وکړل، نو بیا ترې لاسونه ومینځئ

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی پاک او ستره غاښونه روغتیا پالان د صحت ضامن او هنداره بولي. په لږې ناپامۍ نه یوازې له ښکلو او سپينو غاښونو به بې برخې شئ بلکې په ګڼو ناروغیو به مبتلا شئ. دغاښونو خرابوالی او توروالی ګڼ شمېر لاملونه لري او ورته پر وخت نه پاملرنه مو په ناعلاجه مرضونو اخته کوي چې مونږ یې مشت نمونه خروار ستاسو مخې ته ږدو. – د هر قسم نشه یې … نور ولولئ

مخکښان

د سږکال IPL په زړه پورې نوښتونه؛ یو یې د افغانانو په اړه دی

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان غوره لېګ ته يوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. تر پوره يو کال وروسته يو ځل بيا د نړۍ ددغه غوره لېګ يوولسم پړاو ته په نړيواله سطحه مينوال په تمه دې، ورځې شماري او هر څوک ځانته د خوښې لوبډله لري. ددې لېګ برابرونکي د سږکال لپاره د غوره چمتوالي خبرونه ورکوي او تر نورو کلونو به لا حيرانوونکی وې. د نورو کلونو برخلاف سږکال پرلوبغاړو زياتې … نور ولولئ

روغه سټه

ماشوم ته تی ورکول میندې له شکر ناروغۍ ژغوري

ژباړه: محمدصادق کریمزی امریکايې څيړونکو له یوې تازه دیرش کلنې څیړنې وروسته وموندل هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډیره موده خپل تې (شیده) ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري. د څیړونکو په باور هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیده ورکوي او یا طبعي خواړه ورکوي د شکرې خطرات نږدې نیم … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د شراب نوشۍ فرهنګ

د ولسي جرګې یوې غړې یوه ورځ عجیبه خبره وکړه؛ خبره عجیبه نه وه؛ ما ته عجیبه ښکاره شوه. د نشه يي توکیو په اړه بحث و. هغې په ډک مجلس کې په ډکه خوله وویل: (( در اینجا فرهنګ شرابخوری را شرمانده)) دې کوچنۍ جملې لویه اندیښنه را واچوله. ما ویل شراب څه پلیت مشروب دی چې دا به لا فرهنګ هم لري. د شرابو د فرهنګ خبره یو وخت را یاده شوه. یو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ویده کیدلو یا خوب تر ټولو ښه او تر ټولو بد ډولونه

د عبدالعزیز شجاع لیکنه نا ارامه خوب او په خوب کې د ستونزو لرلو موضوع په ټوله نړۍ کې یوه ستونزه ده، نو ډیرې خلک اړ دي چې د ویده کیدلو د مخه خپل عادتونه او فعالیتونه لکه ترناوخته ویښ پاتې کیدل، سخت کار کول او نور بدل کړي، خو پوښتنه دا ده چې که یوه پلا د خوب بسترې ته ولاړئ، ویده شوئ، نو تر دې وروسته به څه پیښ شي او څه کول … نور ولولئ

خواړه

ځمکنی توت د لوړ فشار لرونکو کسانو ته ارزانه درمل دی

ژباړه: محمدصادق کریمزی ځمکنی توت چې په فارسي کې ورته توت زمیني او توت فرنګی نومونه هم کارول کیږي او په ټوله اسیا کې د میوو د ملکې په نوم هم شهرت لري چې د ښکلي سور او جذاب رنګ سربیره د بې شمېره ګټو په لرلو د ډیرو ناروغیو لپاره بهترینه دوا هم ده. دامریکا د فلوریډا پوهنتون څیړونکو په خپلو تازه څیړنو کې موندلي هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري، نو … نور ولولئ

په زړه پورې

په نړۍ کې د تر ټولو کوچني هیواد واتیکان، جالب اړخونه او انځورونه

ژباړه: محمد غزيز پردېس د واتيکان هېواد پلازمېنه خپله د واتيکان ښار دی. د نړۍ يوازينۍ هغه ښار چې يوازې په يوه ښار کې موقيعت لري، ګيچ کوونکې ده؟ واتيکان د نړۍ ترټولو کوچنی خپلواک هېواد دی، چې تقريبا ټول مساحت يې ۴۴ هکتاره او د ټولو وګړو شمېر يې ۸۱۲ کسانو ته رسېږي ( د ۲۰۱۱ کال نفوس شمېرنه). د ښار اوږدوالی ۰.۶ مايل ( ۱.۰۵ کيلومتر ) دی او بر يا غرض يې … نور ولولئ