سپورټ

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس دویم پړاو سیالۍ پیل شوې 

 د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ سیالۍ، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجه لوبو حیثیت لري؛ نن د ۶ زونونو د لوبډلو په سیالیو سره پیل شوې.  د ۲۰۱۸ م کال د فرسټ کلاس سیالۍ چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د دویم ځل لپاره ترسره کیږي، پکې  د کابل ګرین، سپین غر، بند امیر، امو، بوسټ او میس عینک زونونو لوبډلې شاملې دي. د دویم پړاو … نور ولولئ

په زړه پورې

تصویري: درګاه نظام الدین اولیاء، په هند کې د طریقت تاریخي زیارت

درګاه نظام الدين اولیاء د هند له مهمو او تاريخو ځايونو بلل کېږي. دا د مشهور صوفي حضرت نظام الدين اولياء مقبره ده، چې پر صوفي عقيدتمندو سربېره يې سيلانيان هره ورځ لېدو ته ورځي. حضرت خواجه شېخ سید محمد نظام الدين اولیاء د اتمې هجرۍ پيړۍ له مشايخو او عرفاو څخه دی، چې د چشتيه طریقت سرلاری بلل کېږي.د هغه کورنۍ له اره د بخارا اوسېدونکي دي، تر پيداېښت مخکې يې پلارنۍ له هغه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

چلند هرڅه دی، خو څنګه کولی شو چې مثبت یې وساتو؟

لیکنه: جان سي مکسویل ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل مشهوره وینا ده چې وايي: “که ته ۱۵ کلن یې او یا هم ۵۰ کلن، خو د ژوند په اړه ستا لید تل د رغوونې لاندې دی.” شته داسې خلک چې ظاهراً ډیر مغرور ښکاري، خو په اصل کې زړونه یې د سترګو د رنګ په څیر پاک صفا وي. که له خلکو سره دې چلند مثبت و، نو هم به ته خوشاله یې او هم به … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د اولمپیک پخوانی لوبغاړی؛ موخې او اهداف مو په دې ۱۰ لارو ترلاسه کړئ

ژباړه: حشمت الله رحمتي د اولمپیک پخوانی لوبغاړی انګا سټاسیلیونټي وايي، د ژوند لوړو موخو ته د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره ځان ورسوئ. نوموړی زیاتوي چې ما د خپل ۲۰ کالو سپورت پر مهال د مختلفو باتجربه روزونکو څخه ډیر څه زده کړه، چې بلاخره مې په ۲۰۰۸ کال اولپیک سیالیو کې ښې سیالۍ وکړې. مګر کله چې مې خپله نورو ته روزنه شروع کړه پدې حقیقت پوه شوم چې روزنه واقغآ … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

څنګه کولای شو ښه توپوهونکی یا بیټسمین شو؟

ليکنه: مدثر دعوت که هڅه کوئ چي يو غوره توپ وهونکی ظئ، ،ټول تمرکز مو بايد د توپ په مشاهدې او مطالعه کولو کې وي. ارام دماغ او د توپ وهني ښه مهارتونه به د لوبي په بهير کي وړتيا دربخښي او لابه مو د پرمختګ سبب کيږي. دغه څو لاري چاري دي چي تاسو سره په ښه توپوهنه کې مرسته کولای شي. ۱ـ څارنه او چټکه پرېکړه: توپ ته په ځير وګورئ، که چيري … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د هیلې او موخې توپير؛ ایا موخه د ژوند یوه برخه ده؟

لیکنه: شریف ځاځی لیکنه د څو پوښتنو په ځوابولو پیل او پای ته رسوو، خو وړاندې له دې لوستونکي باید پوه شي، چې هیله او موخه سره توپیر لري. هیله: هیله په اصل کې یو خیال، خوب او تمې ته ویل کيږي، چې موږ د نه لرونکو شيانو په اړه له ځان سره لرو.امکان لري لاسرسی ورته پیدا یا یې ونه کړو او ډېری خلک د لاسرسۍ لپاره یې بېړه نه کوي. موخه: په ژوند … نور ولولئ

ټیکنالوژي

سامسنګ ګلګسي نوی فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

لیکنه : احسان الله نوري سامسنګ د شنبې په ورځ رسما خپل نوي فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ، ګلګسي ایس ۹ او ایس ۹+ که څه هم د جوړښت (ډیزاین) له پلوه ډیر ګلګسي ایس ۸ ته ورته دی، خو داسې ډیر څه نوي شته چې د پیرونکو پاملرنه ځانته اړوي، راځئ هغه ۹ اړینې ځانګړنې وڅارو چې ګلګسي ایس ۹ او ۹+ پرې نازیږي. ۱. کیمره ډیرې داسې ځانګړنې په دې … نور ولولئ

سپورټ

له ویسټ انډیز وروسته افغانستان د هالینډ پر وړانډې بخت ازمايي !

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ چې د زیمبابوې په کوربه توب سره ترسره کیږي، پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف په تمریناتي سیالۍ د بریا خپلولو وروسته نن په دویمه تمریناتي سیالۍ کې د هالیڼد هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې په ډګر کې مخ کیږي. د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو … نور ولولئ