خواړه

د خوږو ګنیو د شربت څو خوږې ګټې!

په ننګرهار کې د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ مخې ته د ګنیو شربت خورا مشهور دی او مازیګر مهال خو پرې دومره ګڼه ګوڼه وي چې ان نوبت کې به ورته ودریږي. همدارنګه که تاسو د افغانستان په نورو ښارونو او بازارونو کې هم ګرځئ، نو ځای ځای به مو د ګنیو نه د شربت یا جوس جوړولو پر ماشینونو سترګې لګیږي. خو کله مو د ګنیو شربت مزه څکلې؟ خوښيږي مو؟ … نور ولولئ

کلتور او هنر

هندي سینما پر ټولنیزو رسنیو د سریدیوي د ناڅاپي مړینې ویر ژاړي

د هندي سینما دغه وتلې او مشهوره فلمي ستورې شنبه د شپې ناوخته په دوبۍ کې د زړه د حملې له امله مړه شوه. د نوموړې مړینې د هغې مینه وال او دوستان سخت خواشیني کړي دي. د سریدیوي د مینه والو، سربېره ګڼو خلکو پر ټولنیزو رسنیو کې د هغې پر ناڅاپي مړینه خپله خواشیني ښکاره کړې ده. ریشي کپور چې له سریدوي سره په ډيری فلمونو کې یو ځای لوبیدلی دی، پر خپل … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په سالم ډول د پیغام رسوونې او اغیزمنې مفاهمې ټولنیز رازونه

لیکنه: براین ټرایسي ژباړه: غازي عابد ایا پوهیږئ چې د ښې مفاهمې او تبصرې وړتیا لرل هم د نورو مهارتونو په نسبت ډیر بریالی او اغیزمن شخصیت جوړوي؟ نیږدې د ۸۵ سلنه خلکو د ښه کردار، کار او بریالیتوب لامل نورو خلکو ته د خپل پیغام رسولو څرنګوالی دی او ددې وړتیا ده چې څرنګه له خلکو سره ښه افهام و تفهیم وکړي، څو وشي کولی خلک په هڅونکو خبرو او ویناوو سره خپلې خواته … نور ولولئ

کلتور او هنر

د سریدوي د مرګ او نیمه شپه د امیتاب بچن یو عجیب ټویټ

په داسې حال کې په هندوستان کې ددې هیواد سینمايي ستورې، عوام او سیاستوال د خپلې یوې نامتو اکټرې سریدیوي د ناڅاپي مړینې ویر ژاړي، په رسنیو کې د سینما د بل وتلي اکټر امیتاب بچن یو ټویټ خلک حیران کړي دي. امیتابچن له سریدوي سره د ” خدا ګواه“ په مشهور فلم کې شریک کار کړی و. دا فلم چې ځینې برخې یې په افغانستان کې ډکې شوې، او د دوو افغانانو د مینې … نور ولولئ

روغه سټه

عقل دندان څه دی او ویستل يې ضروري دي کنه؟

لیکوال: ډاکتر رویت ویس ژباړه: شمیم اتل د غاښ درد د سختو دردونو د لیست په سر کې ځای لري. د میندو لپاره د ماشوم زیږولو له درد څخه وروسته، د ګوردو، ملا او غاښ دردونه شدید او له زغمه وتلي دردونه بلل کیږي. د غاښ په دردونو کې د عقل دندان یا( wisdom tooth) درد او له دې سره ملګري دردونه شدید او سخت وي. که ستاسې عقل دندان تر اوسه نه وي په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ننګونو پر وړاندې د ژوند دا درسونه باید هر څوک زده کړي

لیکنه: شوان چوهد ژباړه: آلما افغان – هیڅکله خپل راتلونکی ګام په ټوله نړۍ کې مه شریکوئ، پر اسراره یا تر ډیره مخفي اوسئ. – په پیسو او ټولنیز وضعیت ډیر ټینګار مه کوئ؛ برعکس د جذب پر ځای یې لومړی د یو کار په ښه کیفیت کار وکړئ. ځکه پرته له پلان څخه جذب په هوا کې د سلطنت جوړول دي. – لوی فکر وکړئ، لوی باور وکړئ او لوی ګام پورته کړئ، ځکه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د پوهانو څو ویناوې چې پراخ هڅوونکي پیغامونه لري!

لیکنه: عبید حسن ژباړه: آلما افغان دې ویناو کې مو د څو تنو خبرې راخیسي چې تاسې یې د ډاډ لپاره هره ورځ کولی شئ: نیپولن هیل څرنګه یې چې غواړئ له خپل ځان سره مو هماغسې تصور وکړئ، ځکه څه مو چې په فکر کې راتلل یا تصور کول، ډاډه اوسئ ترلاسه کولی یې هم شئ. نککي کارنیویال له خپل ځان سره تاییدي مل کړئ، ځکه تاییدول په خپل ځان د باور لرلر او … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په کاري ساحه کې د ښه احساس او خوښۍ لپاره ۶ مهم وړانديزونه

ژباړه: محمد عزیز پردیس د وخت کمښت، په کاري ساحه کې تل په دنده بوختېدل، په یوه وخت کې د څو کارونو ترسره کول او داسې نورې ورته کړنې، په کاري ساحه کې د تشويش، فشار او ستړيا لامل ګرځي. خو پوښتنه دا ده، داسې څه شته چې د هغه په وسيله وشو کولی، په کاري ساحه د اسټرس او فشار څخه مخنيوی وکړو؟ کله چې مونږ په يو کار بوخت يوو او هغه کار … نور ولولئ