ټولنیز ژوند

کاري فضا ته په لومړي ځل ننوتو سره باید دا ۶ ټکي په پام کې ونیسئ

لیکنه: روبین کمروټ ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل څنګه وکولی شو، چې په نوې دنده کې خپلې لومړۍ څو اوونۍ پرته له ځان پردي ګڼلو تیرې کړو؟ ښايی چې دا ورځې به په ډیرو کسانو تیرې شوې وي او ممکن یا ښې او یا هم خرابې تجربې به ترې لري، خو شته ځینې داسې کسان چې زده کوونکي او یا هم زده کړیالان دي او د دې ورځو تجربه کولو ته به سترګې په لار وي. … نور ولولئ

روغه سټه

د ذهني سکون، ډاډ او سولې څو لارښوونې!

لیکنه: ویکي هاوو ژباړه او زیاتونه: غازي عابد اوسنۍ عصري نړۍ د نه ختمیدونکو معلوماتو، جالبو، غالغمال یا مزاحمت کوونکو شیانو او کارونو څخه ډکه ده چې همدا حالت د فشارونو او تشویشونو د زیاتیدو لامل شوی. د نوې ټیکنالوژۍ له برکته هره ورځ پرلپسې له ډیر څه خبریږو، دغسې وضعیت رښتیا هم انسان په رواني لحاظ تر بیلابیلو اغیزو لاندې راولي. دا چې څه وکړو څو ارام او سوله ییز ژوند ولرو؛ نو دا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ماشومانو په ذهني بدلون کې رسنۍ څومره رول لري؟

که یو خوا “قلم” او بله خوا “پلاستیکي وسله” وي، نو ماشوم به کوم یو انتخاب کړي؟ ښایې ستاسې په نظر، هم پوښتنه عجیبه غریبه وي او هم یې ځواب. خو یاده پوښتنه په چاپېریال کې مختلف ځوابونه لرلی شي. ښایې په یوه چاپېریال کې ځواب “پلاسټيکي وسله” او بل کې “قلم” وي. د یو شمیر کارپوهانو له انده، چې چاپېریال کې شته څیزونه د ماشوم په ذهن کې انتخاب انځوروي او جوړوي. دوه فرضیې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

سترو موخو ته د رسیدو درې لارې چارې

لیکنه: جان سي مکسویل ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل په هینداره کې وګوره، هماغه ستا اصلي سیال دی. که غواړې چې ځان خپلو سترو موخو ته ورسوې، نو باید دا زده کړې چې څنګه په هینداره کې کس وننګوې. هماغه په هینداره کې کس ستا ترټولو سر سخت سیال دی. د خپل بې شمیره سیالانو ته د ماتې ورکولو پر ځای په دې پوهیدل ډیر اړین دي او ستا له پرمختګ سره خورا زیاته مرسته کوي، … نور ولولئ