ټولنیز ژوند

په اسلام کې د سولې ارزښت

د ځوان ټولنیز بنسټ ۵۴ علمي لکچر ناسته. راپور: د YSF فرهنګي کمیټه ځوان ټولنیز بنسټ تیره اوونۍ د لکچرونو په لړ کې (په اسلام کې د سولې ارزښت) باندې هر اړخیز لکچر درلود. دا لکچر ننګرهار کې د التقوا خصوصي پوهنتونو د حقوقو د پوهنځي استاد او ځوان دیني عالم لطیف الله قمري وړاندې کړ. ښاغلي قمري په پيل کې د سولې پر کلیمې بحث وکړ. ده وویل؛ سوله د صلحې، په بڼه یوه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په لومړۍ لیدنه کې مقابل لوری، ستاسو په اړه د کومو پوښتنو د ځوابولو په لټه کې وي؟

ایاپوهیږئ! کله چې تاسو کوم چاسره د لومړي ځل له پاره مخ کیږئ، مقابل لوری په څو شیبو کې ستاسو د شخصیت اړه په کومو برخو پوهیږي او پوهیدل غواړې؟ په دې لیکنه کې درته هغه ۸ خبرې کوو، چې په لومړۍ لیدنه کې يې مقابل لوری په تاسو کې لټوي او پرې په څو شیبو کې پوهیږي. ممکن تاسو باور ونه کړئ، خو دا حقیقت دی چې د یو چاسره په لومړۍ لیدنه کې … نور ولولئ

کلتور او هنر

د انجلینا جولي لور د هلکانو اکټونه کوي؛ غواړي د پلار ځای ونیسي

د هالیووډ د وتلې سینمايي ستورې انجلینا جولي لور شیلوه د هلکانو جامي اغوندي، ويښتان يې کم کړي او وايي، چې د خپل پلار په څیر به شي. براډ پیټ د هالیووډ وتلی ستوری دی او د شیلوه پلار دی. انجلینا جولي او پیټ ۶ ماشومان لري، چې مشر زوی ۱۶ کلن دی. انجلینا جولي او برایټ پیټ په ۲۰۱۶ کال کې یو له بله جلا شول او اوس يې بچي ټول د خپلې مور … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

دا ۴ ګامونه واخلئ او هر هدف مو ترلاسه کړئ.

لیکنه: نیوریجیم ډله ژباړه: غازي عابد ۱- خپل د (هدف لاسته راوړنې) خیال ولرئ. هغه څه چې غواړې په ژوند کې یې ترلاسه یې کړې، یو بشپړ او رښتینی خیال او تصور یې باید له ځانه سره ولرې. تر څنګ یې مخکې مو چې څه ترلاسه کړي، وګورئ چې هغه مو څرنګه ترلاسه کړي او ایا اوس یې هم کولی شئ. ځانه سره یې په ذهن کې تکرار کړئ چې کله هدف ترلاسه کړئ، ژوند … نور ولولئ

سیاست

د ادارې تاریخي شالید

لیکنه: نصیر احمد مصلح د ادارې تاریخي شالید په یو ډول نه یو ډول د انسان له پیدایښت او کورنۍ سره سم پیلېږي. لومړنیو انسانانو د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه (خواړه، کالي، کور…) او نورو ټولو اړتیاوو د رفع کولو لپاره مجبور وو، چې له خپلو همنوعو سره همکاري وکړي او له هغوی څخه هم د همکارۍ هیله وکړي، چې په دې سره د لومړي ځل لپاره د کار وېش موضوع مطرح شوه. د ادم … نور ولولئ

سیاست

"د نړیوالو سازمانونه ډلبندي"

لیکنه: زاهد صدیقي نړیوال سازمانونه د دولتونو هغې مجموعې ته اشاره لري، چې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د اساسنامې او جوړښت پربنسټ مستمر فعالیتونه ترسره کوي. په بله وینا، نړیوال سازمانونه د دولتونو هغه جوړښت دی، چې د غړو د تړون له مخې رامنځته او پر دایمي جوړښتونو سمبال دي. یاد سازمانونه د ګډو او مشترکو ګټو د موخو په لټه کې دي، چې دا چاره د ګډې مرستې پر بنسټ ترسره کوي. … نور ولولئ

ژوند بڼه

د غبرګونو انسانانو په اړه ۵ جالب ټاکي

لیکنه: ډیویش ګیل ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل د یوې کورنۍ په خپل خپلوانو کې هیڅ داسې یوه جوړه ښکلې نه وي، لکه څومره چې غبرګوني انسانان ښکلي او زړه راښکونکي وي. د غبرګونو انسانانو په اړه هرڅه ډیر جالب دي او همدا دلیل دی، چې ډیری میندې د غبرګونو اولادونو زیږولو خوب ویني او هیله یې کوي. د دغې خوښۍ خپلول کوم عادي کار نه دی او کله هم چې موږ د دوګانه یانو جوړه … نور ولولئ