سپورټ

افغان ګوګلي ماسټر د اسټرالیا څخه اماراتو ته رسیدلی دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی راشد خان د اسټرالیا کورنیو سترو تجارتي بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو وروسته بیرته د خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان چې د تیر ۲۰۱۷ م کال ډیسمبر میاشت کې د بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی … نور ولولئ

سپورټ

اډلایډ سټرایکرز د بیګ باش اتله شوه

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو ۷ م پړاو د اډلایډ سټرایکرز په اتلولۍ خپلولو سره پای ته ورسیدې. د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې وې، چې پای لوبې ته یې د لمړي ځل لپاره د اډلایډ سټرایکرز او دړویم ځل لپاره د هوبرټ هریکنز … نور ولولئ

روغه سټه

د میرمنو او نجونو د روغتیا: د اکشي کومار پراخ کمپاین سره ټوله سینما یوځای شوه

د پډمین فلم ستوري اکشي کومار تازه د یوې داسې موضوع په اړه کمپاین پیل کړی، چې زیات خلک يې شرم بولي. دا کمپاین چې د “پډمین چلینج” نومیږي، موخه يې د میرمنو د میاشتیني عادت یا (حیض) په وخت کې د کورټیکس یا پمپر ته ورته یوې کڅوړې د کارونې عامول دي. دا حفاظتي کڅوړه د میرمنو سره مرسته کوي، چې د میاشتنۍ یا ماهانه وینې راتګ پرمهال د هغوی مخصوصه برخه د بکتریا … نور ولولئ

په زړه پورې

د کوردستان او کوردانو په اړه ۲۰ معلوماتي ټکي

  څو میاشتې مخکې د عراق په نیمه خپلواکه کردستان سیمه کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره شوه. چې په کې ګڼو عراق میشتو کردانو د خپلواکۍ په پلوۍ رایې ورکړي. دې کار عراق، ترکیه، ایران او سوریه ټول په غوښته کړل. دا هماغه هیوادونه چې په یو سیمه کې پراته کردانو یې سره ویشلي  دي. کردان څوک دي؟ ولې پر څو هیوادونو ویشلي دي؟ ولې یو واحد دولت نه لري؟ دې او داسې نورو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د روحي خپګان او روحي فشار څخه د خلاصون پنځه ساده لارې

  د یو اټکل له مخې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو لږ تر لږه درې کسان په یو ډول ډیپریشن یا روحي خپګان اخته دي. که څه هم ددې روحي خپګان ډیر سببونه داسې دي چې یو کس یې په یوازې ځان په وړاندې نه شي دریدلی، لکه نا امني، بې وزلي، او دې ته ورته نور… خو ځینې سببونه یې داسې دي چې خلکو په خپله ځان ته پیدا کړي دي او … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

خوښ او هوسا ژوند خپلولو لپاره څو ساده مشورې

  لیکنه: ویکي هاو ویبپاڼه ژباړه: غازي عابد – د ځان او خلکو په اړه له منفي خبرو ځان وساتئ. منفي نظریات او منفي خبرې؛ هغه که د ځان یا نورو په اړه وي، لوری غلطوي او موخې بربادوي. – ډیر مثبت اوسئ. کوښښ باید وشي چې موږ مثبت فکر ولرو او په مثبتو لارو تګ وکړو. ځکه مثبت فکر د خوښۍ او بریا اساس او بنسټ تشکیلوي. – خوشحاله ژوند او خوښ اوسیدل شاید … نور ولولئ

روغه سټه

که د مخ پوټکی مو غوړ لري، څه وکړئ؟ اووه (۷) کورنۍ لار چارې

  د مخ د پوټکي غوړ د ډیرو پیغلو او زلمیانو لپاره یو ډول سرخوږی دی. د مخ د پوټکي غوړ د مخ ښایست او ځلا راکموي او ډیر کله داسې معلومیږي، چې ګنې په ورځو ورځو نه دې مینځل شوی. د مخ غوړ ولې پیدا کیږي؟ دا ستونزه تره ډیره جینټکي (ارثي) ده. ددې سربیره ځينې نور هم عوامل لري. کله چې یو تنکی ځوان/پیغله د بلوغت مرحلې ته داخلیږي، ددوې مخ غوړ پیدا … نور ولولئ

ژوند بڼه

څنګه کاري چلند او شخصیت ولرئ؟!

شخصیت او مسلکي چلند یوتربله لازم او ملزوم دي. مسلکي چلند د انسان د شخصیت یوه برخه دی. هرکس په خپل ژوند، سلوکو او چلند کې ځانګړې تګلارې لري او په همغو پېژندل کیږي. لکه یو محصول او شرکت، چې د هغوی له برانډه پېژندل کیږي. انسان هم د خپل ځان د تشهیر لپاره د چلند ځانګړی برانډ لري. کرزی په چپنه او قره قولۍ له لرې پېژندل کیږي. د غونډې په هرکونج کې ، … نور ولولئ

اقتصاد

هیریچ دوچمن؛ د موچیتوب له هټۍ میلیاردر شوی

تر اوسه مو ښايي هېڅکله په ښار کې د یوه موچي په لیدو فکر نه وي کړی چې داسې یو څوک دې هم د میلیاردر کېدو فرصت ولري او یا دې هم د هغه راتلونکي نسلونه له همدې کاره دومره ستر سوداګر شي چې د میلیادرۍ تر کچې ورسېږي. واقعا د دې تصور سخت دی، خو که پياوړې اراده او دوامداره هڅه وشي دا کار شونی دی. جرمنی هیریچ دوچمن له داسې کاروباره میلیاردر شوی … نور ولولئ

روغه سټه

”یوه ساعت منډه وهل اوه ساعته اضافي وخت درکوي. “

په امریکا کې د ایوا سټیټ پوهنتون ساینس پوهانو ادعا کړې چې یو ساعت منډه وهل په ژوند کې اوه ساعته اضافي وخت درکولی شي. په ایوا پوهنتون کې دا نوې څیړنه اصلا د هغې بلې څیړنې تعقیب دی چې په ۲۰۱۴ م کال کې د امریکا د کارډیالوژي د کالج په ژورنال کې خپره شوې وه. په دې څیړنه کې موندل شوې وه چې د ورځې ان له پنځو تر لس دقیقو منډه وهل … نور ولولئ