بریا او پرمختګ

بریالیتوب غواړئ!؟ نو اته (8) شیان پریږدئ

لیکواله: امي جانسن ژباړه: شاهین ډیر خلک فکر کوي، چې د بریالیتوب لپاره ته باید نوي مهارتونه او لوړ هنر زده کړې؛ خو له دې نه دي خبر، چې په ژوند کې د بریالیتوب لپاره باید ته له ځینو شیانو لاس هم واخلې. دا په حقیقت کې هغه څیزونه دي، چې ستا د بریالیتوب په وړاندې اصلي خنډ جوړوي. په ژوند کې د بریالیتوب لپاره شپه او ورځ په دې سوچ مه وهئ، چې کوم … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

کامیاب خلک خپله ظاهري بڼه او سلیقه څه ډول ساتي؟

څیړونکي وايي، هغوې چې د خپلې ظاهري څیرې، لباس او ځان خیال نه ساتي، ښکاره ده، چې د خپلې دندې، مسؤلیت او نورو خلکو پروا هم نه لري. د خپلې ظاهري څیرې یا بڼې خیال ساتل، د ژوند په بیلابیلو برخو کې ستاسې له کامیابۍ سره مرسته کوي. موږ دلته ۶ داسې سپارښتنې تاسې ته لرو، چې هم ستاسې سیلقه لا پسې راښکونکي شي او هم به د ژوند په ګڼو خواو کې بریالي روان … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

کاري کمپيوټر کې دا پنځه څېزونه مه ساتئ!

کله کله موږ په خپل کمپيوټر یا مبایل کې ځينې داسې څېزونه یا مواد ساتو چې باید ونه ساتل شي. خو که چېرې دغه ډول څېزونه زموږ په شخصي مبایل او کمپیوټر کې خوندي وي، نو دومره د اندېښنې وړ مساله نه ده. خو که موږ له کومې رسمي ادارې سره اړیکه ولرو او په خپل کاري کمپیوټر کې داسې مواد او څېزونه ساتو چې زموږ د شخصي ژوند او زموږ د عاداتو سره اړیکه … نور ولولئ

ژوند بڼه

یو ساده تمرین چې په سختو شرایطو کې مو پیاوړي کولی شي

ژباړه او زیاتونه : ډاکټر احمدجاوید داودزی د دوه دقیقو لپاره ځان پیاوړی ښودل(ځان غزول، ځان پراخول یا آمرانه دریځ غوره کول) ستاسې په روحي پیاوړتیا کې ژور او اغیزمن بدلون راوستلی شي. څیړونو ښودلې چې دا کار د بدن فزیالوژۍ کې د ځینیو بدلونونو لامل ګرځي د بیلګې په ډول که تاسې د پیاوړتیا احساس ځان کې راولئ نو ستاسې تستوسترون(یو ډول هورمون) کچه په بدن کې لوړیږي او کورتیزول(یو ډول هورمون) کچه ټیټیږي. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پنځه شیان مو له خلکو پټ وساتئ

د جیم روهن لیکنه د همیانۍ ژباړه موږ په حیرانوونکې؛ خو ځيرکه او دوه مخې نړۍ کې ژوند کوو. کله کله د دې اړتیا شته ده چې خپله خوله پټه وساتو او د ځینو کسانود خبرو او تبصرو پر وړاندې یوازې یوه مسکا وکړو. د خپلې بریا او نېکمرغۍ په اړه له پوره ځرکتیا او پامه کار واخلئ. همدارنګه ځېرکتيا په نړۍ کې د ډېرو پټو رازونو د کشف لپاره مهم کار دی، خو ډېر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له هغو خلکو سره څه وکړو، چې تل ناوخته کوي؟! ۴ حل لارې

لیکنه: کریسټا کټلر ژباړه: غازي عابد موږ او تاسې ټول له هغو ملګرو سره مخ کیږو او لرو یې چې هرې غونډې، میلې او کار ځای ته په خپل وخت نه راځي. دغسې انسانانو سره خلک تنګیږي، ځکه هر وخت ورته انتظار کول سخت او د وخت وژل وي. په افغانستان کې بیا دا ستونزه خورا زیاته ده. له یوه مشر نیولې، تر کشره پورې تقریباً هره یو په خپل وخت یوې غونډې، کار ځای … نور ولولئ

کلتور او هنر

هغه ۱۰ هندي فلمونه، چې ۲۰۱۸ کې يې مینه وال په تمه دي

۲۰۱۷ کال د هندي سینما د ځينو وتلو فلمي ستورو لپاره د ناکامۍ او د ځينو نورو لپاره د بریا او کامیابۍ کال و. خو ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د ډېرو وتلو فلمي ستورو هیلې تړلي دي. دا کال به هم د ګڼو نورو فلمونو تر څنګ د وتلو فلمي ستورو لکه شارخ خان، سلمان خان، امیر خان، اممتابچن، اکشی کمار او… فلمونه خپریږي؛ خو په دې کې ځينې داسې فلمونه هم شته چې مینه … نور ولولئ

کلتور او هنر

ښايي د (زیرو) په فلم سره د شاروخ خان بخت راویښ شي

لیکنه: ایمل مړوند د هندي سینما د پاچا شارخ خان د بخت ستوری د څه مودې راهیسې له هغه مرور شوی او د پخوا په شان نه ځلیږي. د ګینګ خان وروستی فلم (جب هیري میټ سیجل) د انوشکا شرما سره و، خو بازار يې سوړ و او ددې ترڅنګ چې د پام وړ پیسې يې ونه ګټلې، د لیدونکو او فلمي شنوونکو له خوا له نیوکو سره هم مخ شوی دی. نو خکه خو، … نور ولولئ

سپورټ

د IPL سیالیو راتلونکی پړاو او د لوبغاړو لپاره د پیسو ګرم بازار !

لیکنه: احسان الله ساپی د هندوستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه اي پي ایل تجارتي سیالیو ۱۱م پړاو په روان ۲۰۱۸ م کال کې ترسره کیږي، چې د دغې سیالیو لیلامۍ څخه وړاندې د لوبغاړو خپلولو لپاره شرایط اعلان شول. د اي پي ایل په نامه د دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د راتلونکي پړاو د لوبغاړو را خپلولو په لړۍ کې به هره لوبډله د لیلامۍ وړاندې د ۳ هغه لوبغاړو د ځان … نور ولولئ

سیاست

په افغانستان د ټرمپ د ټویټ لنډ احتمالي اثرات

د خوشال خلیل لیکنه د ټرمپ پاکستاني ضد ټویټ د پاکستان ټول سټبلشمنټ لړزولی دی او تر اوسه چې د دغه هېواد د پوځ، ملکي ادارو او سیاسیونو کوم غبرګونونه مخې ته راغلي ټول له ګیلو ماناو او انکار ډک دي او داسې ښکاري چې پاکستان په اسانۍ د امریکې دوستي له لاسه نه ورکوي په ښکاره به ورسره ډغرې وهي خو په پټه به همکاري ورسره زیاتوي چې خپل خلک بې خبره وساتي او … نور ولولئ