۲۰۱۷ کال: د هالیووډ ستوري وین ډیزل خپل سیال” راک “ مات کړ

د هالیووډ وتلي ستوري وین ډیزل د (فسټ اینډ فیریس) فلمي لړۍ همکار اداکار ډواین جانسن مات کړ او د هالیووډ د ۲۰۱۷ کال تر ټولو ډیر عاید لرونکی اداکار شو.
ډواین جانسن چې په (راک The Rock) مشهور دی، د ډیر عاید لرونکو اداکارانو په نوملړ کې اوس دوهم ځای لري.
د فوربیز د راپور په اساس، د ټریپل ایکس فلم جوړونکي وین ډیزل فلمونو د ۲۰۱۷ کال له پیله تر پایه، په ټوله نړۍ کې یو عشاریه شپږ میلیارده ډالر ګټلي، چې ورسره د هالیووډ د ډیر عاید لروونکو اداکارانو د نوملړ په سر کې راغلی.

راک (جانسن) بیا سږ ۲۰۱۷ کال یو عشاریه پینځه میلیارده ډالر ګټل دي، چې په نوملړ کې دوهم ځای لري.
ګال ګاډاټ بیا د نجونو د نوملړ په سر کې ځای لري، چې په عمومي لیست کې له راک وروسته دریم ځای لري.
نوموړې د ونډر ومین Wonder Woman او جسټیس لیګ Justice League په څیر فلمونه سږ کال جوړ او خپاره کړل.
یما واټس بیا د ۲۰۱۷ کال د ډیر عاید لرونکو اداکارانو په نوملړ کې څلورم ځای خپل کړی. سږ کال د ایما واټسن کامیاب فلم (Beauty and the Beast) و. نوموړې ۱.۳ میلیاره ډالر عاید درلود.
د هالیووډ یواځې دوو ستورو جانی ډیپ او ډیسي ریډلي هم له یو میلیار ډیرې پیسې ګټلي، چې په نوملړ کې يې پینځم او شپږم ځای خپل کړی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*