ولسمشر ټرمپ: پاکستان له دروغو او دوکو پرته نور څه نه دي راکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړي ټویټ کې پاکستان په ” دروغو او فریب “ تورن کړی او ویلي یې دي د امریکا متحده ایالاتو دې هیواد ته د ۳۳ میلیارده ډالرو په ورکولو سره حماقت کړی دی.
د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۸ م کال په لومړي ټویټ کې ویلي پاکستان هغه ترهګرو ته خوندي پټنځایونه برابر کړي چې موږ پسې ګرځو او فکر کوي چې زموږ مشران ”احمقان“ دي.
ټرمپ دا خبره وروسته له هغې کوي چې راپورونه وايي امریکا پاکستان ته د 225 میلونو ډالرو مرستې په ځنډولو له دې کبله غور کوي چې اسلام اباد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې صادقانه هڅه نه ده کړې.
ولسمشر ټرمپ نن پر خپل ټویټر لیکلي ” د امریکا متحدو ایالتونو په تیرو پنځلس کلونو کې په نادانۍ پاکستان تر 33 میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې ورکړي، خو پاکستان یې په بدل کې له دروغو او دوکې پرته بل څه نه دي کړي او هغه ترهګرو ته یې خوندي ځالې ورکړې چې افغانستان کې یې موږ خلاف جګړه کوو.“


د یادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې مخکې د ولسمشر ټرمپ مرستیال د بګرام هوايي اډې کې امریکايي سرتیرو ته په وینا کې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که د وسله‎والو د پټن‎ځایونو ساتلو ته دوام ورکړي، نو د نوموړي په خبره ډېر څه به وبایلي.
امریکايي او افغان چارواکي پاکستان ملامتوي چې وسلوالو طالبانو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې ته یې خوندي پټنځایونه برابر کړي دي او هغوی د همدې خوندي پټنځایونو څخه په ګټې افغانستان کې بریدونه کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*