کلتور او هنر

په ۲۰۱۷ م کال کې پر یوټیوب تر ټولو ډیره کتل شوې ویډیو

د یوټیوب د ویډیوګانو د لیدنې شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې تر ټولو مشهوره ویډیو د تایلینډ د موسیقۍ د یوې مخې پټې سیالۍ ویډیو ده چې برخه اخیستونکي په کې د خپل هویت د پټ پاتې کیدو لپاره له ماسک سره سندرې وايي. د تایلینډ د موسیقۍ دا سیالي د” ماسک لرونکي سندرغاړي “ په نوم یادیږي او سږکال په ټوله نړۍ کې د همدې سیالۍ یو کلیپ تر ټولو زیات لیدل … نور ولولئ

کلتور او هنر

سلمان خان له ماتې وروسته د بریا په موډ کې

د سلمان خان د څو فلمونو د پرلپسې ساړه بازار وروسته د هند د سینما دې وتلي لوبغاړې په خپل نوې فلم: ټایګر ژوندی دی ( ټایګر زنده هی) د فلمونو بازار ته ټکان ورکړی. دا فلم چې د جمعې په ورځ خپور شو، په لومړۍ ورځ یې په هند او نړۍ کې تر ۳۴ کروړو زیاتې پیسې وکړې. د شنبې په ورځ پر باکس افس ددې فلم بازار پنځه دیرش کروړه حساب شوی دی. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له تشویش، ژورې اندېښنې، اضطراب او خپګان سره مخ یې؟ دا لیکنه ستا لپاره ده

راټولونه: شمیم اتل رواني ناروغۍ په ځانګړې توګه وسواس، ژوره اندېښنه او اضطراب هغه څه دي چې موږ ځوروي، زموږ څخه د ژوند ټول خواږه اخلي او نړۍ مو په سترګو تیاره کوي خو موږ یې په اړه کمې خبرې کوي. دا داسې څه دي چې که پرې خبرې وکړو او د چارې په لټه شو موږ ترې رغیدلی شو او د ژوند له دې تاریکۍ وتلی شو. په دې لیکنه کې هم پرې خبرې … نور ولولئ

ټیکنالوژي

فیسبوک منلې چې ټولنیزې رسنۍ رواني ستونزې رامنځته کولی شي

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل د فیسبوک له ادارې څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نوې څیړنې ښودلې، چې له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته ګټه اخیستنه انسانان په رواني ستونزو اخته کولی شي. دغه څیړنه په یوې پرلیکه (انلاین) بڼه د “سختو پوښتنو” تر سرلیک لاندې ترسره شوې او پوښتنه داسې وه: “ایا په ټولنیزو رسنیو کې وخت لګول زموږ د روغتیا لپاره بد دی؟” د فیسبوک د څیړنو برخې مدیر … نور ولولئ

روغه سټه

دامیدوارۍ په وخت دفولیک اسید اهمیت

فولیک اسید یا ویټامین B9 دانسانانو دوینی دهیموګلوبین په جوړولو کې مهم رول لرې.دغه درمل دهیواد په بازارونو او کلینیکونو کې دوړو وړو ګولیو په څیر موندل کیږې چې زیاتره خلک ورته ددرملو په سترګه هم نه ګورې. که په بازار کې کوم ډاکټر لیکلې وې نو زیاتره ښځینه ناروغان یې له اخيستلو ډډه کوې او که په کلینیک کې وې نو ډیر په مات زړه یې اخلې. ایا دغه درمل ریښتیا هم همدومره بې … نور ولولئ

روغه سټه

څو عوامل چې په افغانستان کې نرۍ رنځ په وژونکي ناروغۍ بدلوي

نری رنځ، سیل یا توبرکلوز دنړۍ یوه عامه خپریدونکې ناروغي ده. د نړۍ دریمه برخه نفوس د نرې رنځ په مکروب یا mycobacterum tubercolosis اخته دی، چې دبدن د معافیت دکمزوریدو او ځینو نورو حالتونو کې کیدای شی ناروغي رامنځته شي. په ۲۰۰۹ میلادې کال ددي ناروغۍ ۹،۴ میلیونه پېښې ثبت شوې او د۱،۷ میلیونه انسانانو ژوند ېې اخستی دی. دنرې رنځ ناروغي زیاتره په هغو اشخاصو کې راڅرګندېږې چې نا مناسبه ژوند لرې لکه … نور ولولئ