سپورټ

ایرلینډ لوبډله د تاند افغان کرکټر مجیب ځدراڼ لپاره نه وه چمتو

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کوربه افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا تمامه شوه. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې د ایرلینډ لوبډلمشر د ټاس په ګټلو افغان لوبډلې ته د لمړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، چې پکې افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو د ناصر جمال … نور ولولئ

سپورټ

کرکټ بورډ چارواکي دوبۍ کې او شاپور ځدران په کور کې ناست دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ۳ کیدونکو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون څخه بې برخې پاتې دی. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو د ویزې د ستونزې له کبله لا هم د ملي لوبډلې سره نه دی یو ځای شوی په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ چارواکي د نندارې لپاره اماراتو ته تللي دي. خبره … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

ټکي په ټکي لوستل د مطالعې غوره لاره نه ده

لیکواله: شیبا لینګ ژباړه: شاهین ټکی په ټکی لوستل د مطالعې تر ټولو بده طریقه خو زموږ او ستاسې له ډلې څخه ګڼ ملګري هره ورځ دا ډول لوستل کوي. موږ ټولو غواړو، چې خپل کتابونه او د مطالعې پاڼې څومره ژر چې امکان لري، له لوستلو خلاصې کړو او د متن په اصلي موخه ځان پوه کړو. ډیر کله داسې هم شوي، چې تاسې یو څه لولئ؛ او چې تر یوځای پورې يې ولولئ، … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

د بهرنۍ ژبې د زده کړې لپاره (۷) مؤثر ګامونه

لیکنه: میکل پریوز ژباړه: شاهین په ډیرو ژبو پوهیدل خوشبختي ده. د بهرنۍ ژبې په زده کړې سره، تاسې په کاري بازار کې خپل ارزښت ټاکئ او د کار فرصتونو مو هم زیاتیږي. څو کاله مخګې یو کس جاپانۍ ژبه زده کړه؛ هغه موږ ته وویل: زه دا ویلی شم، چې د یوې بهرنۍ ژبې زده کړه یو چلینج دی، خو د انسان د بشپړ رضایت سبب هم کیږي. پوښتنه داده، چې څنګه یو بهرنۍ … نور ولولئ

ادبیات

د نړۍ لس هغه ژبې چې ډیر خلک پرې خبرې کوي

  دا چې په نړۍ کې پر کومو ژبو څومره خلک خبرې کوي؟ هم د ژبپوهنې او هم د ټولنپوهنې له کبله یې معلومول ګران کار دی. په لویو ژبو کې موجودې لهجې او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې. خو د ژبو په اړه وروستۍ خپاره شوي معلومات د نړۍ (۱۰ ) هغه ژبې چې تر ډیر خلک پرې خبرې کوي داسې لیست کړې دي. البته دا لیست … نور ولولئ

خواړه

زنجفیل د نړۍ ټر ټولو صحي خواړه

لیکواله: ډاکتر خیاتی روپاني ژباړه او لنډون: ډاکتر شمیم اتل زنجفیل په شکل کې کچالو او خوند کې اوږې ته ورته دی. اصلا د یو ګل لرونکي بوټي نیلې یا بیخونه دي . د پخلي د مسالې په توګه یې په خوراک کې کارول بیلابیلو کلتورونو کې دود دی. دا د نړۍ له تر ټولو صحي او روغتیا بښونکې خوړو څخه ګڼل کیږي. تازه زنجفیل د ټول کال په اوږدو کې د ترکاریو او سبزیو … نور ولولئ

روغه سټه

د ويښتو د پالنې لپاره د جلدي متخصص لس سپارښتنې

لیکنه: ډاکتر رویندرا – په هندوستان کې جلدي متخصص ژباړه شمیم اتل 1- ويښته د وجود د بل هر غړي په څیړ خوړو ته اړتیا لري. نو تاسو په متوازن، صحي او پر وخت خوړو تمرکز وکړئ. ډاډمنه کړئ چې په ورځنیو خوړو کې مو کلسیم، اوسپنه، او پروتین شامل دي. وربشې لرونکي او جوار لرونکي خواړه د ویښتو له ښې ودې سره مرسته کوي. همدارنګه ترکارۍ او وچې او تازه میوې هم د ويښتو … نور ولولئ

روغه سټه

پر وخت د ویده کیدو او پر وخت د پورته کیدو10 موثرې لارچارې

  د ویکې ویب سایټ لېکنه ژباړه: غازي عابد ځیني خلک هڅه کوي چې وختي پاڅیږي، خو کله چې سهار شي او هغه وخت راشي، بیا نو خوب دومره پرې زورور وي، چې د پورته کیدو توان یې له لاسه ورکړی وي، دا چې دوی باید څرنګه خوب پيل او څرنګه له خوبه پورته شي، دلته څو لارښوونې او لارې چارې در په ګوته کوو: ۱- که چېرته په سهار کې نېم وېده یې، یا … نور ولولئ

روغه سټه

هغه میندې چې شیدې ورکوي، د شیدو زیاتیدو لپاره څه کولی شي؟

اسلامي لارښوونو میندې ماشومانو ته تر دوه کلنۍ پورې د شیدو په ورکړه مکلفې کړي. معاصر ساینس او طب په دې کې هیڅ شک نه دی پریښي چې نوي زیږیدلي ماشوم ته د مورو د شیدو ورکړه نه یوازې د ماشوم په راتلونکې روغتیا کې حیاتي رول لري بلکې د میندو روغتیا ته هم ډیر زیاتې ګټې لري. هغه میندې چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي د بلاربښت پر مهال اخیستی اضافي وزن یې کموي. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

پنځه کارونه چې د بربادۍ کندې ته مو بیايي…

لیکنه: ننډیش دوداماري ژباړه: غازي عابد ۱- د وارخطايۍ او شکونو یوځای کول! کله چې شکمن هم یاست او بیا ګډوډ یعنې وارخطا هم شئ، دغسې حالت کې په خپل ځان اطمینان او ډاډ له منځه ځي. همداراز دا ډول وضعیت مو فکر او نوښتونه له منځه وړي او د ډار او ویرې پر لور مو سموي. ۲- خپل شا او خوا خلک بې باوره کول یا یې باور ماتول! که چیرته مو د خلکو … نور ولولئ