په زړه پورې

د شمالي کوریا د قانون په اړه نهه (۹) عجیب ټکي

  د شمالي کوریا په اړه د مالوماتو راټولول هم ګران کار دی، ځکه دغه هیواد کې مالوماتو ته لاس رسی په نشت حساب دی. په دې لیکنه کې کې مو د شمالي کوریا د قانون په اړه نهه داسې ټکي راخیستي، چې په لوستلو سره به يې هک حیران شئ او په دې به د خدای شکر ادا کړئ، چې ددغه هیواد تبعه نه يۍ. ددغه هیواد حکومت ان د انسان اساسي بشري حقونو … نور ولولئ

کلتور او هنر

فردین خان چې یو وخت یې ښه فلمونه جوړول چیرې دی؟

له فردین خان د خپلې ښې څیرې او لوی کورني نوم په لرلو تمه وه چې نوموړی د خپل مشهور پلار فیروز خان بریالیتوب وپالي او وړاندې به یې یوسي. خو د فردین خان شهرت ډیر زر د هندي سینما په پرده تت شو. سره له دې چې نوموړې په ځینو فلمونو کې ښه او په زړه پورې رولونه ولوبول خو ونه توانیده چې د هندي سینما د مینوالو پر ذهن خپل اغیز تر ډیره … نور ولولئ

اقتصاد

د زده کړو پر مهال څه ډول کار وکړو؟!

اقتصادي ستونزو د زده کړو په ګډون د افغانانو د ژوند ګڼ اړخونه زيانمن کړي دي. هر افغان زده کوونکى او محصل د همدې ستونزو له کبله د زده کړو پر مهال د کار هڅه کوي. په دې کې نه شته چې کار کول که هر وخت وي ښه خبره ده؛ خو که د زده کړو د مخنيوي سبب کېږي په لوى لاس د خپل راتلونکي له منځه وړل دي. پرون د ژورنالېستانو د روزنې … نور ولولئ

اقتصاد

هغوی ته، چې د کار په لټه کې دي!!

پرون په موټر کې له یوه ملګري سره روان وم. د خپل یوه نږدې دوست له بیکارۍ یې شکایت کاوه. ویل یې «له بهره یې ماسټري او دوکتورا راوړې ده، خو څوک کار نه ورکوي». « په ادارو کې ډېری داسې کسان په کار بوخت دي، چې له ۱۲ فارغ دي، یا د لیسانس په کچه زده کړې لري، خو دده اسنادو ته څوک پام نه کوي». دا مسئله د افغانستان په دولتي ادارو کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښاري ژوند ولې نارامي زیږوي؟

« د شپې کابو ۱۰ بجې به له کوره غلی ووتم، یو دوه کیلومتره لرې به د سیمټو سرای ته لاړم، د سهار ملا اذان پورې به مې مزدوري وکړه، له ټیلرو مې سیمنټ کوزول، بې خوبي او ستړیا دواړه را په غاړه وو، د کار په پای کې به مې د کار مزد، چې ۲۰۰ افغانۍ کمې یا زیاتې جوړیدې، واخستې. په ۲۰۰ افغانیو به مې د ژوند ډيرې اړتیاوې پوره کیدې او ذهناً … نور ولولئ

خواړه

چاغوالی د ځینو د رواني ستونزو او خپګان سبب دی

چاغښت نه یوازې دا، چې د جسمي ناروغۍ یو ډول دی، بلکې ځینې روانې مشکلات هم پیدا کوي. ډاکتران وايي، چې یو شمیر کسانو په ځانګړو توګه ښځو ته ډیر چاغښت رواني ستونزې هم پیدا کوي. هندۍ ډاکتره ایم مران وايي، چې ددې کتانځای ته ګڼې چاغې میرمنې ورغلي او دې يې د وزن کمولو عملیاتونه ترسره کړي. هغه وايي، چې چاغې میرمنې د چاغښت پر ستونزه سربیره له زیاتو رواني ستونزو سره لاس او … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ستاسو ذهن او تنه څنګه له یو بل سره تړاو لري؟

لیکنه : پوروي چوټای – روانشناسه ژباړه: شمیم اتل ډیر به مو اوریدلي وي چې ذهن او تنه( باډي) له یو بل سره تړلي دي. خو دا څه ډول یو تړاو دی؟ دلته د ذهن او تنې ( بدن) ترمنځ د تړاو او اړیکو څو ساده ټکي راخلوو. 1- زموږ ذهن له داسې کیماوي موادو جوړ دی چې ورته نیروټرانسمیټرونه (neurotransmitters ) یا عصبي انتقالونکي وايي. دا نیرو ټرانسمیټرونه زموږ احساسات، طبعه، چورت او موډ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

څو ګامه چې هر څوک یې د خوښۍ او رواني سکون پر لور اخیستلی شي

  د افغانستان اوږدې مودې جګړې نا امنیو او پراخې بې وزلۍ د ګڼو خلکو څخه خوښي اخیستې دي. له شونډو یې موسکا لوټلې او په عامو خلکو کې یې د خپګان کچه لوړه کړې. خو د ستونزو سربیره ځینې داسې لارې چارې شته چې له تاسو سره د خوشاله اوسیدو په چاره کې مرسته کولی شي. ځکه وايي، خوشالي د هر انسان دننه ده او په بهرنیو پېښو پورې کم تړاو لري. دلته د … نور ولولئ

ټیکنالوژي

توماس اډېسن ؛ د ښونځي تنبل زده کوونکی چې نړۍ د بريښنا په نور روښانه کړه

د شفیق امیرزي لیکنه توماس الوا اډېسن امریکایي انجنیر، مخترع او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېژندل شوې څېره ده. هغه سلګونه برېښنايي وسایل اختراع کړي دي چې تر ټولو مشهور یې برېښنايي څراغ دی. اډېسن چې د ښوونځي په ابتدایه دوره کې و، ښوونکي به یې ویل چې هغه یو ټمبل شاګرد دی او ګومان نه کوي چې څه ترې جوړ شي. ډېری وايي، چې ښوونکي یې غوښتنه وکړه چې هغه دې نور … نور ولولئ

کلتور او هنر

د ساحر لودیانوي پر ژوند جوړیدونکي فلم کې ابیشک پجن او ډیپیکا رول لوبوي

  د هندي سینما تکړه فلم جوړونکی سنجی لی لا غواړي چې د وتلي شاعر ساحر لودیانوي پر ژوند فلم جوړ کړي. هندي رسنۍ وايي چې نوموړې په دې فلم کې د مرکزي رولونو د لوبولو لپاره، ابیشک بچن او ډپیکا غوره کړي. موده وروسته په یو فلم کې د ډپیکا او ابیشک بچن راڅرګندیدل، د سینما او ددې دواړو سینمايي ستورو د مینوالو لپاره د خوښۍ خبر دی. ویل کیږي چې ابیشیک بچن او … نور ولولئ